نایب بوکیله
| نایب بوکیله | |
|---|---|
| [[language|]]: Nayib Armando Bukele Ortez | |
| د شخص معلومات | |
| زېږون نوم | [[language|]]: Nayib Armando Bukele Ortez[۱] |
| پيدايښت | ۲۴ جولای ۱۹۸۱ سان سلوادور [۲] |
| تابعیت | P27 |
| وروڼه او خوندې | |
| عملي ژوند | |
| کار/مسلک | سياستوال ، سوداگر |
| مورنۍ ژبه | اسپانيايي ژبه |
| کاروونکې ژبه(ي) | اسپانيايي ژبه ، انګليسي ژبه |
| د کړنې څانګه | ټولنيزې رسنۍ ، سياست ، سوداگري |
| ويبپاڼه | |
| مخ پر IMDB باندې | |
| سمول |
|
نایب ارماندو بوکیله اورتیز (زېږېدلی: د ۱۹۸۱ کال ۲۴ جولای) د السلوادور یو سیاستوال او سوداګر دی چې له ۲۰۱۹ کال راهیسې د السلوادور د ۸۱م ولسمشر په توګه دنده ترسره کوي.
په ۱۹۹۹ کال کې، بوکیله خپله د اعلانونو یوه اداره جوړه کړه او همدارنګه یې د خپل پلار ارماندو بوکیله کټان د اعلانونو په شرکت کې کار کاوه. دواړو شرکتونو د FMLN سیاسي ګوند د انتخاباتي کمپاینونو لپاره اعلانونه جوړول. بوکیله په ۲۰۱۱ کال کې سیاست ته داخل شو. په ۲۰۱۲ کې هغه د FMLN غړی شو او د نیوو کوسکاتلان ښاروال وټاکل شو. هغه دا دنده تر ۲۰۱۵ کال پورې ترسره کړه، تر هغه چې بیا د سان سلوادور ښاروال وټاکل شو او تر ۲۰۱۸ پورې یې خدمت وکړ. په ۲۰۱۷ کې، بوکیله له FMLN څخه وشړل شو. ډېر ژر وروسته یې د Nuevas Ideas په نوم نوی سیاسي ګوند جوړ کړ او د ۲۰۱۹ ولسمشرۍ ټاکنو ته یې چمتووالی پیل کړ. کله چې د عالي انتخاباتي محکمې (TSE) د هغه ګوند ثبتول رد کړل، بوکیله د GANA ګوند له لارې ولسمشرۍ ته ودرید او د ۵۳ سلنه رایو په ترلاسه کولو سره یې بریا خپله کړه.
د ۲۰۱۹ کال په جولای کې، بوکیله د سیمهییز کنټرول پلان (Territorial Control Plan) پلي کول پیل کړل څو د ۲۰۱۹ کال د السلوادور د قتلونو کچه چې ۳۸ په هر ۱۰۰،۰۰۰ کسانو وه، راټیټه کړي. د هغه د ولسمشرۍ په لومړي کال کې قتلونه ۵۰ سلنه راکم شول. د ۲۰۲۲ کال په مارچ کې، کله چې یوازې په یوه اونۍ کې ۸۷ کسان د بانډونو له خوا ووژل شول، بوکیله په ټول هېواد کې د بانډونو پر ضد پراخ عملیات پیل کړل. د ۲۰۲۴ تر دسمبر پورې، له ۸۵،۰۰۰ څخه ډېر کسان د بانډونو د احتمالي غړیتوب په تور ونیول شول. تر ۲۰۲۴ کال پورې، د السلوادور د قتلونو کچه ۱.۹ په هر ۱۰۰،۰۰۰ کسانو ته راکمه شوه، چې د امریکا په لویه وچه کې له ټیټو کچو څخه شمېرل کېږي. بوکیله په ۲۰۲۱ کال کې هغه قانون تصویب کړ چې بیټ کوین یې د قانوني پیسو په توګه اعلان کړ، او د Bitcoin City د جوړولو پلانونه یې هم وړاندې کړل. د ۲۰۲۳ کال د جون په میاشت کې، مقننه جرګې د بوکیله هغه وړاندیزونه تصویب کړل چې له مخې یې د ښاروالیو شمېر له ۲۶۲ څخه ۴۴ ته راکم شو، او د مقننه جرګې څوکۍ له ۸۴ څخه ۶۰ ته راکمې شوې. بوکیله د ۲۰۲۴ ولسمشرۍ ټاکنو ته بیا ودرید او وروسته له هغه چې د السلوادور سترې محکمې د اساسي قانون د بیاځلې ټاکل کېدو بندیز له سره تفسیر کړ نو د ۸۵ سلنه رایو په ترلاسه کولو سره یې بریا خپله کړه.
بوکیله په السلوادور کې ډېر مشهور دی؛ د هغه د ولسمشرۍ په ټوله دوره کې د هغه د دندې د رضایت کچه له ۷۵٪ څخه پورته پاتې شوې او په اوسط ډول له ۹۰٪ څخه زیاته ده. هغه په ټوله لاتیني امریکا کې هم پراخ شهرت لري. خو له بلې خوا، د بوکیله د مشرتابه پر مهال السلوادور د ډیموکراسۍ په شا تګ هم تجربه کړی دی. له ۲۰۱۹ څخه تر ۲۰۲۵ پورې، السلوادور د د نړۍ د مطبوعاتو د آزادۍ په شاخص کې ۶۱ درجې ښکته شو، او د اکانومسټ د ډیموکراسۍ په شاخص کې ۲۴ درجې راولوېد، چې اوس السلوادور د هایبرډ رژیم په توګه طبقه بندي کوي. د ۲۰۲۰ کال په فبروري کې، بوکیله ۴۰ سرتېري د مقننه جرګې ودانۍ ته داخل کړل څو استازي دې ته وهڅوي چې د ۱۰۹ میلیونه ډالرو پور د سیمهییز کنټرول پلان لپاره تصویب کړي. دا پېښه د سیاسي کړکېچ لامل شوه او د مخالفینو له لوري پر خپل ځان د کودتاه په نوم یاده شوه. وروسته له هغه چې د نوي نظریاتو ګوند په ۲۰۲۱ کې په مقننه جرګه کې ستر اکثریت وګاټه، د بوکیله متحدینو د لوی څارنوال او د سترې محکمې د اساسي قانون د خونې د ټولو پنځو قاضیانو د بدلون لپاره رایه ورکړه. بوکیله پر خبریالانو، رسنیو او د بیان پر آزادۍ نیوکې کړې او د مطبوعاتو محدودیتونه یې زیات کړي دي. د ۲۰۲۵ کال د جولای په ۳۱مه د یوې لانجمنې اساسي قانوني تعدیل وروسته، مقننه جرګې پرلهپسې او نامحدوده بیا ټاکل کېدل ممکنه کړه، د ولسمشرۍ دوره یې له ۵ کلونو څخه ۶ کلونو ته وغځوله او د ټاکنو دویم پړاو یې له منځه یووړ.[۳][۴][۵]
د ژوند لومړي کلونه
[سمول]نایب ارماندو بوکیله اورتیز د ۱۹۸۱ کال د جولای په ۲۴مه د السلوادور په پلازمېنه سان سلوادور کې وزېږېد. د هغه پلار ارماندو بوکیله کټان یو سوداګر او صنعتي کیمیاپوه و، او مور یې اولګا مارینا اورتیز ده. د هغه پلار په ۲۰۱۵ کې ومړ. بوکیله د خپل مور او پلار لومړی اولاد و. هغه درې کشر ورونه لري: کریم، یوسف او ابراهیم، او د پلار له لوري څلور ناسکه خویندې او دوه ناسکه ورونه لري. د هغه پلار په ۱۹۸۰ لسیزه کې له مسیحیت څخه اسلام ته واوښت، امام شو، او په السلوادور کې یې څلور جوماتونه جوړ کړل. د هغه مور کاتولیکه ده. د بوکیله د پلار نیکه او نیا فلسطیني مسیحيان وو چې په ۱۹۲۱ کې له بیتالمقدس او بیتلحم څخه السلوادور ته کډه شوي وو. د هغه د مور نیکه یوناني ارتودوکس و، او نیا یې کاتولیکه وه.[۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]
بوکیله په ۱۹۹۹ کال کې، د ۱۸ کلنۍ په عمر، خپله ثانوي زده کړه د اسکویلا پانامریکانا په ښوونځي کې بشپړه کړه. تر فارغېدو وروسته، هغه د سان سلوادور په مرکزي امریکا پوهنتون کې د قضایي علومو د زده کړې لپاره شامل شو او هیله یې لرله چې وکیل شي، خو ډېر ژر یې زده کړې پرېښودې او د خپل پلار د کاروبار یوې برخې، د Nölck اعلانونو ادارې کې یې کار پیل کړ. د Nölck اداره د FMLN لپاره د انتخاباتي کمپاینونو اعلانونه جوړول، چې یو کیڼلوري السلوادوري سیاسي ګوند دی.[۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]
په همدې ۱۹۹۹ کال کې، بوکیله د Obermet په نوم د بازارموندنې شرکت جوړ کړ، چې د 4am Saatchi & Saatchi El Salvador په نوم هم پېژندل کېږي. هغه له ۱۹۹۹ څخه تر ۲۰۰۶ او بیا له ۲۰۱۰ څخه تر ۲۰۱۲ پورې د دې شرکت مشر و. Obermet د FMLN د ولسمشرۍ کمپاینونو لپاره د شافیک هاندال لپاره په ۲۰۰۴ کې اعلانونه جوړ کړل، او همدارنګه د ماوریسیو فونس لپاره په ۲۰۰۹ کې. بوکیله د Yamaha Motors El Salvador مشر هم و، چې په السلوادور کې د یاماها محصولات پلوري او وېشي. هغه دا دنده له ۲۰۰۹ څخه تر ۲۰۱۲ پورې ترسره کړه. د خپل سوداګریز ژوند پر مهال، بوکیله ځان ته د "روښانه راتلونکي لرونکی سوداګر("empresario con gran futuro") لقب ورکاوه.[۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]
لومړنی سیاسي ژوند
[سمول]د نیوو کوسکاتلان ښاروال
[سمول]په ۲۰۱۱ کال کې، بوکیله اعلان وکړ چې هغه به د FMLN د غړي په توګه سیاست ته داخل شي، څو د سوداګر په توګه له خپلې "آرامه ساحې" ("su zona de confort") څخه ووځي. هغه په رسمي ډول په ۲۰۱۲ کې ګوند ته داخل شو او د نیوو کوسکاتلان ښاروالۍ لپاره یې کمپاین پیل کړ. دا ښاروالۍ د لا لیبرتاد په ولایت کې ده او د سان سلوادور د لوی ښار د سیمې برخه ده. د بوکیله کمپاین د Democratic Change ګوند له لوري هم ملاتړ کېده. بوکیله د ۲۰۱۲ کال په مارچ کې د ۵۱.۶۷٪ رایو په ترلاسه کولو سره د نیوو کوسکاتلان ښاروال وټاکل شو، او د ARENA ګوند د نوماند توماس رودریګز پر وړاندې یې بریا خپله کړه. هغه د ۲۰۱۲ کال د مې په اوله نېټه دنده پیل کړه او د هېواد تر ټولو ځوان ښاروال شو.[۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]
بوکیله د ښار د ځوانانو لپاره د سکالرشیپونو پروګرام جوړ کړ، او خپل ۲،۰۰۰ ډالره میاشتنی معاش یې د دې پروګرام د تمویل لپاره وقف کړ. د ۲۰۱۴ کال په اګسټ میاشت کې، هغه د Sphere PM په نوم پروژه پیل کړه، چې له مخې یې یو لوړ ارتفاع بالون تر ۱۰۰،۰۰۰ فوټو (۳۰،۰۰۰ متره) پورې پورته شو او د السلوادور انځورونه یې واخیستل. بوکیله وویل چې د دې پروژې هدف د ساینس او ټکنالوژۍ په برخه کې د زده کړو هڅول دي، څو د ښار ځوانان له جرمونو لرې وساتل شي. بوکیله د ۲۰۱۴ کال د نړیوالو ښارونو د ورځې په مناسبت د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې د ښاروال په توګه د خپلو پروژو په اړه وینا وکړه. د ۲۰۱۵ کال د جنورۍ په میاشت کې، هغه د ۱.۷ میلیونه ډالرو په ارزښت یو لوی سړک (بولوار) پرانیست، چې نیوو کوسکاتلان له هویزوکار او انتیګو کوسکاتلان سره نښلوي. بوکیله د ښاروالۍ ډېری پروژې د ALBA Petróleos په مالي ملاتړ ترسره کړې، چې د وینزویلا د دولتي تېلو شرکت PDVSA ملکیت دی.[۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳]
د سان سلوادور ښاروال
[سمول]د ۲۰۱۴ کال د اګسټ په میاشت کې، بوکیله اعلان وکړ چې هغه به د ۲۰۱۵ ټاکنو کې د سان سلوادور د ښاروالۍ لپاره ځان کاندید کړي. د هغه نوماندۍ د ۲۰۱۴ د اګست په ۱۹مه د FMLN د عمومي منشي مېداردو ګونزالېز له لوري تایید شوه. بوکیله د خپل کمپاین د تمرکز لپاره د ۲۰۱۵ کال په فبروري کې د نیوو کوسکاتلان اداره د ښاروالۍ د شورا غړې میشیل سول ته وسپارله. د هغه کمپاین کې د سالوادوران پروګریسیف ګوند ملاتړ هم ورسره و. د FMLN مشرتابه بوکیله د ګوند "د تاج ګاڼه" ("joya de la corona") بلله. د کمپاین شعارونه یې دا وو: "موږ باید تاریخ بدل کړو" ("tenemos que cambiar la historia") ، یو ځای به مخکې لاړ شو" ("juntos saldremos adelante"). دغه شعارونه په ځانګړي ډول د ځوانانو د ملاتړ د راجلبولو لپاره کارول کېدل.[۳۴][۳۵][۳۶][۳۷]
د بوکیله اصلي سیال اېډوین زامورا و، چې یو سوداګر او د ARENA ګوند د مقننه جرګې غړی و. د ټاکنو تر ترسره کېدو مخکې، بوکیله په نظرپوښتنو کې له زامورا څخه مخکې و. بوکیله د ۲۰۱۵ کال د مارچ په اوله د ۵۰.۳۸٪ رایو په ترلاسه کولو سره زامورا ته ماتې ورکړه او د مې په اوله نېټه یې د سان سلوادور د ښاروال په توګه دنده پیل کړه. بوکیله خپل یو د ترهزوی حسن او خپل ناسکه ورور یامیل د سان سلوادور ښاروالۍ شورا کې اداري دندو ته وټاکل. د ARENA او FMLN سیاستوالو دغه ټاکنې د خپلوانو د ګمارنې په توګه وغندلې.[۳۸][۳۹][۴۰]
سرچينې
[سمول]- ↑ https://www.presidencia.gob.sv/presidente-de-la-republica/
- ↑ https://cnnespanol.cnn.com/2019/01/22/quien-es-nayib-bukele-el-candidato-presidencial-lider-en-la-contienda-de-el-salvador/
- ↑ Fatimah, Midhat (1 August 2025). "El Salvador approves indefinite presidential reelection". DW. خوندي شوی له اصلي څخه په 9 August 2025. بياځلي په 9 August 2025.
- ↑ "El Salvador: RSF on high alert as state persecution of journalists intensifies". Reporters Without Borders. 22 May 2025. خوندي شوی له اصلي څخه په 25 July 2025. بياځلي په 9 August 2025.
- ↑ The Economist Intelligence Unit (March 2025). Democracy Index 2024: What's wrong with representative democracy? (PDF) (Report). The Economist Intelligence Unit. بياځلي په 10 August 2025.
- ↑ Canizalez, Luis; Pérez, David Ernesto (19 November 2021). "Cómo los Bukele se Hicieron Millonarios" [How the Bukeles Became Millionaires]. Revista Elementos (in هسپانوي). خوندي شوی له اصلي څخه په 30 January 2024. بياځلي په 22 March 2024.
- ↑ Ahren, Raphael (7 February 2019). "His Dad was an Imam, His Wife has Jewish Roots: Meet El Salvador's New Leader". The Times of Israel (in انګليسي). خوندي شوی له اصلي څخه په 27 June 2019. بياځلي په 16 February 2020.
- ↑ Lingelbach, David; Rodríguez Guerra, Valentina (2023). The Oligarchs' Grip: Fusing Wealth and Power (in انګليسي). Berlin and Boston: Walter de Gruyter GmbH. ISBN 9783111027760. OCLC 1410957043. خوندي شوی له اصلي څخه په 20 November 2023. بياځلي په 23 March 2024.
- ↑ Ortiz de Zárate, Roberto, ed. (11 February 2019). "Nayib Bukele Ortez". Barcelona Centre for International Affairs (in هسپانوي). خوندي شوی له اصلي څخه په 16 December 2020. بياځلي په 22 March 2024.
- ↑ "El Salvador: RSF on high alert as state persecution of journalists intensifies". Reporters Without Borders. 22 May 2025. خوندي شوی له اصلي څخه په 25 July 2025. بياځلي په 9 August 2025.
- ↑ Ahren, Raphael (7 February 2019). "His Dad was an Imam, His Wife has Jewish Roots: Meet El Salvador's New Leader". The Times of Israel (in انګليسي). خوندي شوی له اصلي څخه په 27 June 2019. بياځلي په 16 February 2020.
- ↑ Ortiz de Zárate, Roberto, ed. (11 February 2019). "Nayib Bukele Ortez". Barcelona Centre for International Affairs (in هسپانوي). خوندي شوی له اصلي څخه په 16 December 2020. بياځلي په 22 March 2024.
- ↑ Lingelbach, David; Rodríguez Guerra, Valentina (2023). The Oligarchs' Grip: Fusing Wealth and Power (in انګليسي). Berlin and Boston: Walter de Gruyter GmbH. ISBN 9783111027760. OCLC 1410957043. خوندي شوی له اصلي څخه په 20 November 2023. بياځلي په 23 March 2024.
- ↑ Ortiz de Zárate, Roberto, ed. (11 February 2019). "Nayib Bukele Ortez". Barcelona Centre for International Affairs (in هسپانوي). خوندي شوی له اصلي څخه په 16 December 2020. بياځلي په 22 March 2024.
- ↑ Bernal, Laura (27 February 2015). "Nayib Bukele el Capitalista mas Popular de la Izquierda Salvadoreña" [Nayib Bukele the Most Popular Capitalist of the Salvadoran Left]. Contra Punto (in هسپانوي). خوندي شوی له the original on 18 March 2015. بياځلي په 15 October 2018.
- ↑ Rodríguez, Guillermo (4 January 2019). "El Alcalde Solidario que Quiere Gobernar El Salvador Uniendo Izquierda y Derecha" [The Solidary Mayor who Wants to Govern El Salvador Uniting the Left and Right]. El Español (in هسپانوي). خوندي شوی له اصلي څخه په 8 June 2021. بياځلي په 7 June 2021.
- ↑ Rodríguez, Guillermo (4 January 2019). "El Alcalde Solidario que Quiere Gobernar El Salvador Uniendo Izquierda y Derecha" [The Solidary Mayor who Wants to Govern El Salvador Uniting the Left and Right]. El Español (in هسپانوي). خوندي شوی له اصلي څخه په 8 June 2021. بياځلي په 7 June 2021.
- ↑ "El Salvador: RSF on high alert as state persecution of journalists intensifies". Reporters Without Borders. 22 May 2025. خوندي شوی له اصلي څخه په 25 July 2025. بياځلي په 9 August 2025.
- ↑ Roque Baldovinos, Ricardo (May–August 2021). "Nayib Bukele: Populismo e Implosión Democrática en El Salvador" [Nayib Bukele: Populism and Democratic Implosion in El Salvador] (PDF). Andamios (in هسپانوي). 18 (46): 231–253. doi:10.29092/uacm.v18i46.844. ISSN 1870-0063. OCLC 9531063233. S2CID 237824511. خوندي شوی (PDF) له اصلي څخه په 23 September 2021. بياځلي په 7 November 2021.
- ↑ Bernal, Laura (27 February 2015). "Nayib Bukele el Capitalista mas Popular de la Izquierda Salvadoreña" [Nayib Bukele the Most Popular Capitalist of the Salvadoran Left]. Contra Punto (in هسپانوي). خوندي شوی له the original on 18 March 2015. بياځلي په 15 October 2018.
- ↑ Labrador, Gabriel (20 August 2014). "El FMLN Abre la Puerta Grande a Nayib Bukele" [The FMLN Opens the Grand Door for Nayib Bukele]. El Faro (in هسپانوي). خوندي شوی له اصلي څخه په 29 June 2018. بياځلي په 26 July 2017.
- ↑ Ortiz de Zárate, Roberto, ed. (11 February 2019). "Nayib Bukele Ortez". Barcelona Centre for International Affairs (in هسپانوي). خوندي شوی له اصلي څخه په 16 December 2020. بياځلي په 22 March 2024.
- ↑ Bernal, Laura (27 February 2015). "Nayib Bukele el Capitalista mas Popular de la Izquierda Salvadoreña" [Nayib Bukele the Most Popular Capitalist of the Salvadoran Left]. Contra Punto (in هسپانوي). خوندي شوی له the original on 18 March 2015. بياځلي په 15 October 2018.
- ↑ Goodfriend, Hilary (20 November 2017). "El Salvador's New Savior". Upside Down World (in انګليسي). خوندي شوی له اصلي څخه په 8 January 2019. بياځلي په 10 December 2017.
- ↑ "Elecciones El Salvador 2012 – Concejos Municipales – La Libertad – Nuevo Cuscatlán" [El Salvador Elections 2012 – Municipal Councils – La Libertad – Nuevo Cuscatlán]. Supreme Electoral Court (in هسپانوي). 2012. خوندي شوی له the original on 13 August 2017. بياځلي په 15 October 2018.
- ↑ Bernal, Laura (27 February 2015). "Nayib Bukele el Capitalista mas Popular de la Izquierda Salvadoreña" [Nayib Bukele the Most Popular Capitalist of the Salvadoran Left]. Contra Punto (in هسپانوي). خوندي شوی له the original on 18 March 2015. بياځلي په 15 October 2018.
- ↑ Labrador, Gabriel (20 August 2014). "El FMLN Abre la Puerta Grande a Nayib Bukele" [The FMLN Opens the Grand Door for Nayib Bukele]. El Faro (in هسپانوي). خوندي شوی له اصلي څخه په 29 June 2018. بياځلي په 26 July 2017.
- ↑ Ortiz de Zárate, Roberto, ed. (11 February 2019). "Nayib Bukele Ortez". Barcelona Centre for International Affairs (in هسپانوي). خوندي شوی له اصلي څخه په 16 December 2020. بياځلي په 22 March 2024.
- ↑ "El Salvador: RSF on high alert as state persecution of journalists intensifies". Reporters Without Borders. 22 May 2025. خوندي شوی له اصلي څخه په 25 July 2025. بياځلي په 9 August 2025.
- ↑ "El Salvador: RSF on high alert as state persecution of journalists intensifies". Reporters Without Borders. 22 May 2025. خوندي شوی له اصلي څخه په 25 July 2025. بياځلي په 9 August 2025.
- ↑ "El Salvador: RSF on high alert as state persecution of journalists intensifies". Reporters Without Borders. 22 May 2025. خوندي شوی له اصلي څخه په 25 July 2025. بياځلي په 9 August 2025.
- ↑ "El Salvador: RSF on high alert as state persecution of journalists intensifies". Reporters Without Borders. 22 May 2025. خوندي شوی له اصلي څخه په 25 July 2025. بياځلي په 9 August 2025.
- ↑ Roque Baldovinos, Ricardo (May–August 2021). "Nayib Bukele: Populismo e Implosión Democrática en El Salvador" [Nayib Bukele: Populism and Democratic Implosion in El Salvador] (PDF). Andamios (in هسپانوي). 18 (46): 231–253. doi:10.29092/uacm.v18i46.844. ISSN 1870-0063. OCLC 9531063233. S2CID 237824511. خوندي شوی (PDF) له اصلي څخه په 23 September 2021. بياځلي په 7 November 2021.
- ↑ "El Salvador: RSF on high alert as state persecution of journalists intensifies". Reporters Without Borders. 22 May 2025. خوندي شوی له اصلي څخه په 25 July 2025. بياځلي په 9 August 2025.
- ↑ "El Salvador: RSF on high alert as state persecution of journalists intensifies". Reporters Without Borders. 22 May 2025. خوندي شوی له اصلي څخه په 25 July 2025. بياځلي په 9 August 2025.
- ↑ Ortiz de Zárate, Roberto, ed. (11 February 2019). "Nayib Bukele Ortez". Barcelona Centre for International Affairs (in هسپانوي). خوندي شوی له اصلي څخه په 16 December 2020. بياځلي په 22 March 2024.
- ↑ Bernal, Laura (27 February 2015). "Nayib Bukele el Capitalista mas Popular de la Izquierda Salvadoreña" [Nayib Bukele the Most Popular Capitalist of the Salvadoran Left]. Contra Punto (in هسپانوي). خوندي شوی له the original on 18 March 2015. بياځلي په 15 October 2018.
- ↑ Morales, Juan José (1 May 2015). "ARENA Dice que Bukele Nombra a Parientes en la Alcaldía Capitalina" [ARENA Says that Bukele Named Family Members in the Capital Municipality]. El Diario de Hoy (in هسپانوي). خوندي شوی له اصلي څخه په 17 May 2022. بياځلي په 23 March 2024.
- ↑ Ortiz de Zárate, Roberto, ed. (11 February 2019). "Nayib Bukele Ortez". Barcelona Centre for International Affairs (in هسپانوي). خوندي شوی له اصلي څخه په 16 December 2020. بياځلي په 22 March 2024.
- ↑ Bernal, Laura (27 February 2015). "Nayib Bukele el Capitalista mas Popular de la Izquierda Salvadoreña" [Nayib Bukele the Most Popular Capitalist of the Salvadoran Left]. Contra Punto (in هسپانوي). خوندي شوی له the original on 18 March 2015. بياځلي په 15 October 2018.
- هغه مخونه چې د کينډۍ په خبرتيا کې دوه اړخیزه استدلالونه کاروي
- سکريپټ تېروتنې لرونکي مخونه
- ليکنې چې ويوکي په اسپانيايي
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1559
- ويکيډاټا سرچينې لرونکي مخونه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1477
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P19
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P3373
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P106
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P103
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P101
- مخونه چي ځينې سرچينې يې شاید د منلو وړ نه وي
- CS1 هسپانوي-language sources (es)
