ناوه بارکزي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ورټوپ کړه: گرځښت, پلټل
Icono aviso borrar.png
همدا مخ د چټک ړنگېدو لپاره نومول شوی.
ددې کړنې سبب دا دی "دا مخ د ناوه بارکزی ولسوالۍ په نامه موجود دي، کوم چې د کارن کتابتون لخوا په ٢٠١١ کال جوړ سوي وو، هغه دي مخ ته د نوي بارکزی ولسوالۍ نوم ټاکلي وو، خو بيرته ناوه بارکزی ولسوالۍ ته واړول سو، او ددي مخ معلومات به هم ناوه بارکزی ولسوالۍ ته واړول سي او دا مخ به ژر تر ژره ړنګ سي". که چېرته تاسو د دغه چټک ړنگېدو سره بډوالی (مخالفت) لری، نو مهرباني وکړی د همدې مخ د خبرو اترو په څانگه کې خپله څرگندونه وليکی. که چېرته په ښکاره ډول همدا مخ د چټک ړنگېدو د شرطونو سره سم نه وي، او يا هم تاسو دا مخ رغول غواړی نو مهرباني وکړی همدا يادښت لرې کړی.

پازوالانو، له ړنگولو څخه مخکې دا وگورئ چې همدې مخ سره څه تړلي که نه او د مخ پېښليک (توپيرونه) هم وڅارئ.

ناوه بارکزی د افغان سوېلي هېلمند ولایت د ولسوالیو څخه ده چې کال ۲۰۰۶ میلادی، ۸۹۸۱۴ تنه نفوس اعلان شوی دی.[1] د هلمند ولايت یو له پراخه حاصل خیزو مرکزي ولسواليو څخه ده چی د مرکز لښکرګاه څخه د بست کلا د سیمې په امتداد پرته ده او تقریبا د ۴۰ څخه تر پنځوس کیلومتره په اوږدوالی د جنوب له طرفه د ګرمسير( هزارجفت) ولسوالی او د لویدیځ له طرفه د مرجی ولسوالۍ او له ختیځ طرفه د هلمند سیند او ریګ او شمال له طرفه مرکز لښكرګاه احاطه کړیده

  1. دسیمې اوسیدونکی زیات شمیر پښتانه دی چی اکثریت یی د بارکزی قوم سره تعلق لری

یوه اندازه اڅکزي هم پکی سته او په هزاراست کی پوپلزي او په سرخدز کی نورزي اوسیږي ناوه عمدتا په دوو برخو ويشل سوی شنه ناوه: چی اووه وطنه ده

۱: -عینک
۲: -خسرواباد
۳: - نګاری او ګوهر ګین
۴: -خرابه
۵: -خلچ( د ولسوالی مرکز )
۶: -هزاراست
۷: - سرخدز او شملان
. دښتې( وچه ) ناوه:
۱: - تریخ ناور
۲: - د شورشورک سیمه
د ناوې اکثره اوسیدونکی په زراعت مصروف دی او زیاته اندازه غنم او جواری کری لږ څه باغونه هم لري  او د توت ونه ډیره زیاته کرل کیږی چی د ښاخونو یی د سون د توکی په حیث کار اخلي ناوه پرېمانه اوبه لری او د بغرا نوی او زوړ کانال یی منځ کی تیریږي ټوله مځكه یی هواره پسته خاوره ده چی هیڅ غر او شګه نه لری

تړلې لیکنې[سمول]

هېلمند ولایت موسی کلا ولسوالۍ

سرچینې[سمول]

  1. کينډۍ:ویبپاڼه