نانوالماس

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
نانوالماس

نانوالماس (په انگرېزي: nanodiamond)يا ADNR (په انگرېزي: Aggregated diamond nanorod) د نړۍ تر ټولو سخته (کلکه) مصنوعی توکه ده چې په ۲۰۰۵ کال کې په آلمان کې د Bayreuth په پوهنتون کې جوړه او اختراعه شوه. نوموړي توکه د الماسونو د ځلونو (تبلور) په مرسته جوړه شوي ده او ماليكيولونه یې د فولېرېنو شکل لري. دا فولېرېنونه په سلسله تړل شوي دي او اوږدوالی یې ۱ مایکرومتره دی. نوموړي توکه د ۴۹۱ GPa فشار سره مقاومت کولای شي او گڼوالی يې د طبیعي الماس څخه لويې دی.