ناشناس
ډاکټر محمد صادق فطرت ناشناس (۲۸ د دېسمبر، ۱۹۳۵ زېږیدلی دی. - ) (په انگرېزي: Sadiq Fitrat Nashenas) د افغان غزلبولانو څخه دی او لومړنی هنرمند او غږپوهاند دی چې لوړې زده کړې يې په پښتو ادبياتو کې د دوکتورا تر کچې بشپړې کړي. د ده د نوښتگرۍ له کبله ورته په هند او پاکستان کې د افغان سیگل لقب ورکړل شوی او په افغانستان او سیمه کې د خلکو تر منځ د ناشناس په نامه يادېږي . دی نه يوازې چې سندارا پوهنې کې يو مسلکي غزلبول دی بلکې له ۱۹۵۶ زېږدي کالونو راپدېخوا يې د پښتو، دري او اردو ژبو ادبياتو کې بې شمېره غږیزي پنځونې کړي.
مخينه
[سمول]ناشناس په کندهار کې يوې روڼ اندې نوموتې کورنۍ کې نړۍ ته سترگې پرانیستي . د پلار نوم يې محمد رفيق حبيبي دی.هغه د خپل د ژوند لويه برخه د افغانستان په پلازمېنه کابل کې تېره کړې. نوموړی په خټه کاکړ پښتون دی. د ډېرو کالونو نه راپدېخوا د پښتو او دري سندرو ترڅنگ په اردو ژبه هم سندرې وايي. ډاکټر ناشناس دم مهال د انگلستان په لندن کې مېشت دی. ناشناس په يوه روحاني کورنۍ کې زېږېدلی دی، خو څنگه چې قسمت يې غوښتل د ديني زده کړو د ترلاسه کولو سره سره يې د هنر او موسيقۍ سره هم ځښته علاقه پيدا کېده، او د خپلې کورنۍ نه په پټه يې د خپل شوق او علاقې په ډگر کې ورښکېل شو چې تر اوسه يې د افغانستان د وتلو سندرغاړو نوم ځانته خپل کړی.
زده کړې
[سمول]ډاکټر صادق فطرت ناشناس خپلې زده کړې په هند کې د جامعيه مليه اسلاميه څخه په ډيلي کې پیل کړي .د همدې ښوونځي بنسټگر او د هند درېيم ولسمشر ذاکر حسين د ښاغلي صادق فطرت استاد هم و. وروسته یې د هند په پونه ښار کې يو کال زده کړې وکړې بیا بېرته چمن او بلوچستان سیمې ژوب ته خپلې پلرنۍ سیمې ته ورغی او هلته یې نورې زده کړې وکړې . .نوموړي د ۱۲ ټولگي زده کړې په کابل کې سر ته رسولي بيا يې په کابل پوهنتون کې د حقوقو او اقتصادو د پوهنځي نه بريليکونه ترلاسه کړي. په ۱۹۷۰ کال کې د زده کړو لپاره روسيې ته ولاړ او هلته يې د مسکو په دولتي پوهنتون کې د پښتو او روسي ژبې او ادبياتو په برخه کې لومړی ماسټري او بيا يې خپله دوکتورا ترلاسه کړې. دې سره څنگ کې یې په لنډن کې د غږپوهنې تر کچې زده کړې ترسره کړي .
رسمي دندې
[سمول]دندې يې د افغانستان د ملي راډيو څخه پیل تر ټلویزيونه او بيا د کولتور وزارت لخوا يې د کمپوز او ښه شعر غوراوي او غږآزموینې څارونکی پورې ترسره کړي. همدارنگه د بیهقي چاپي ټولنې مدیر هم پاتې شوی .
باندنۍ تړنې
[سمول]- د ناشناس سندرې
- د ناشناس البمونه او سندرې Archived 2007-12-11 at the Wayback Machine.
ستاينيزې
[سمول]ښاغلی ناشناس د افغانستان د گوتو په شمار سندرغاړو او غزلبولانو څخه دی چې کورنۍ او بهرنۍ ستاينيزې يې ترلاسه کړي .
سرچینې
[سمول]- په يوټيوب کې د ښاغلي صادق فطرت ناشناس شخصي ژوند او هنر مخينه
- په يوټيوب کې د ښاغلي صادق فطرت ناشناس شخصي ژوند او هنر مخينه
- په يوټيوب کې د ښاغلي صادق فطرت ناشناس شخصي ژوند او هنر مخينه
- په يوټيوب کې د ښاغلي صادق فطرت ناشناس شخصي ژوند او هنر مخينه
نندارتون
[سمول]- هغه پاڼې چې د P19 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P27 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P569 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P106 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P31 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چي مالوماتبکس وېشنيزه کاروي
- د وېبپاڼيزې کينډۍ لارښوونيز لینکونه
- افغاني موسيقي پوهان
- افغان سندرغاړي
- پښتانه
- سندرغاړي
- پښتانه سندرغاړي
