Jump to content

ميري ډي ګورني

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ميري ډي ګورني
ميري ډي ګورني
ميري ډي ګورني

د شخص مالومات
پيدايښت
پاريس [۱]  ويکيډاټا کې (P19) ځانګړنې بدلې کړئ
مړینه
پاريس [۲]  ويکيډاټا کې (P20) ځانګړنې بدلې کړئ
تابعیت فرانسه   ويکيډاټا کې (P27) ځانګړنې بدلې کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک
مورنۍ ژبه فرانسوي ژبه   ويکيډاټا کې (P103) ځانګړنې بدلې کړئ
کاروونکي ژبه

ميری ډي ګورنی (۶ اکتوبر ۱۵۶۵ پاريس – ۱۳ جولای ۱۶۴۵) یوه فرانسوۍ لیکواله وه، چا چې يو ناول او يو شمېر نورې ادبي ليکنې وکړې، د نارینه او ښځو برابري (Égalité des hommes et des femmes، ۱۶۲۲) او د ښځو شکايتونه (Grief des dames، ۱۶۲۶) په ګډون. هغې ټینګار کاوه چې ښځې بايد زده کړه وکړی. هغه همدا راز د «ميشل ډي مونټين» مصححه او مبصره وه. د مونټين له مړينې وروسته، ګورني د هغې مقالې تصحيح او خپرې کړې.[۳][۴]

ژوند

[سمول]

هغه په ۱۵۶۵ز کال کې په پارس کې زېږېدلې وه. د هغې پلار «جيولم لي جارز» د پرانسې د باچا درېیم هينري خزانه دار و. په ۱۵۶۸ز کال کې هغه په «پکاردي» کې د «ګورني» د ملکيتونو لپاره د ځمکواکۍ حقوق تر لاسه کړل او په ۱۵۷۳ز کال کې، له هغې وروسته چې د « Neufvy» ملکیتونه يې راونيول، نوموړی « Seigneur de Neufvy et de Gournay» وګرځېد. په ۱۵۷۷ز کال کې د هغې د پلار له ناڅاپي مرګ وروسته دا کورنۍ «ګورنی-سور-ارونډ» ته ولېږدېده.[۵][۶]

ګورني خپله زده کړې کولې. هغې انسانيات مطالعه کړل او خپله يې لاتيني ژبه ياده کړه. د هغې مطالعاتو  نوموړې د «مايکل ډی مونټيني» اثارو موندلو ته رهي کړه. نوموړې په ۱۵۸۸ز کال کې له هغه سره په پاريس کې په تصادفي ډول وکتل، او هغه په «لورولۍ» ونيوله. هغې په ۱۵۹۴ز کال کې د هغه لومړی کتاب خپور کړ چې نوم يې و « Le Proumenoir de Monsieur de Montaigne ».[۶]

په ۱۵۹۱ز کال کې د هغې د مور له مړينې ووسته، ميری پاريس ته ولاړه، د کورنۍ کور يې خپل ورور چارلس ته خوشې کړ او هغه مجبور شو چې دا کور په ۱۶۰۸ز کال کې وپلوري. يو کال وروسته «مونټينی» ومړ او د هغه کونډې «فرانسوا ډي لا چيساين» ګورنی ته د مقالو يوه نسخه وسپارله او هغه يې د دې مقالو د خپرولو مسئوله کړه. په ۱۵۹۵ز کال کې ګورني د هغه د مقالو لومړۍ پس مرګي نسخه خپره کړه او په ۱۵۹۸ز کال کې هغې د همدې تصحيح شوې نسخه خپره کړه. هغه د لیکنو له لارې د ګټې وټې په پرېکړه په پاريس کې ميشته شوه. هغې په ۱۶۰۸ز کال کې د « Bienvenue à Monseigneur le Duc d'Anjou» په نوم د ماشومانو د زده کړې په اړوند مهاليز بحثونه خپاره کړل. دې کار په پراخه کچه د پاريس د پوهانو نظر د هغې په لور راواړاوه. د « Adieu de l'ame du Roy de France et de Navarre» په نوم د هغې د ۱۶۱۰ز کال کار يوه رسوايي جوړه کړه، ځکه چې له «جيسوټ» يې دفاع کړې وه، په چا چې شک کېدو چې د پاچا هنري څلورم د وژلو دسيسه يې جوړه کړې (Jesuits جيسوټ د يوې مسيحي ټولنې غړي چې په ۱۵۳۴ز کال کې جوړه شوې وه). ګورني د «د ګورني ضد» په نوم د يوې مسخره ييزې رسالې په مټ تر بريد لاندې ونيول شوه او د يوې زړې بدغونې په توګه انځور شوه.[۶]

په پاريس کې «ميري ډي ګورني» له «هنري لويس بابرټ ډي مونټمور» سره وليدل او پوهاند «جسټس لپسيس» هغه اروپا ته د لیکونو د يوې ښځې په توګه وړاندې کړه. ګورني «ملکې مارګو، د فرانسې څلورم هنري، ميري ډي ميډيسس، لويس يوولسم، مارکوينز ډي ګورچيويل»، وزيرانو «ولرويي او جينين» ته په لیکونو استولو سره خپل ځان ته خوندي کوونکي پيدا کړل. ملکه مارګو د هغې ملاتړې شوه. ګرومي د ملکې شاهي تالار ته وبلل شوه او په ربعوار ډول يې مالي مرسته تر لاسه کوله.[۷][۸][۹]

هغې د «سالوسټ، اويد، ويرژيل او تاسيتوس» اثار وژباړل. ګورني همدا راز د خپلې پيشو « Léonore» (چې دا د مونتيني د لور نوم هم و) او د «ارک» د «جان» په اړه بيتونه وليکل،  «رونسار» سره يې ځان برابر کړ، د شهزاده ګانو په لارښونه يې ليکنې وکړې او په « Précieuses» يې نیوکې وکړې. په ۱۶۱۹ز کال کې نوموړې د « Versions de quelques pièces de Virgile, Tacite, Salluste» د ژباړې نسخه خپره کړه، دې ژباړې یوه سريزه درلوده چې د « François de Malherbe's» د هغه اند مخالفت پکې شوی و چې فرانسوي ژبه بايد پاکه شي. په ګورنی تور پورې شو چې هغه چټي، ماضي پالونکې او زړه مزدوره ښځه ده. په بدل کې، ګورني، په ۱۶۲۲ز کال کې د « Égalité des Hommes et des Femmes» په عنوان د ښځو د حقوقو يوه سخته دفاع خپره کړه، کومه چې هغې ملکې «ان دواتريش» ته ډالۍ کړې وه. په ۱۶۲۴ز کال کې هغې د « Remerciement, au Roy» په عنوان د  « Pierre de Ronsard» د شعر يوه څرګنده کره کتنه خپره کړه.[۱۰]

د « Le Promenoir de M. de Montaigne qui traite de l’amour dans l’œuvre de Plutarque» په نوم د هغې د ۱۶۲۶ز کال په ناول کې، نوموړې د هغو ګواښونو څېړنه وکړه، له کومو سره چې ښځې په نارينه وو د تکیه کولو له امله مخ کېږي. په ۱۶۲۶ز کال کې د « L'ombre de la damoiselle de Gournay» په عنوان د هغې د اثارو يوه ټولګه خپره شوه. هغه د «سنت اونوره» په سرک موقعيت لرونکي يو اپارتمان ته ولاړه او د فرانسوي اکاډمۍ په جوړولو کې يې مرسته وکړه. هغه کم تقاعد چې نوموړې ته د «کاردينال ريشليو» له خوا ورکول کېدو، له هغې سره مرسته وکړه چې په ۱۶۳۵ز کال کې د «مونتنی» د لیکنو يوه نسخه خپره کړي. په ۱۶۴۱ز کال کې، نوموړې د « Les Advis, ou les Presens de la Demoiselle de Gournay» په نوم د خپلو اثارو يوه بله ټولګه خپره کړه. هغه په ۱۶۴۵ز کال کې د ۷۹ کلنۍ په عمر مړه شوه او د پاريس په «سينټ ايسټيچ» کليسا کې خاورو ته وسپارل شوه. ميری ډي ګورني اوسمهال په فرانس کې د هغې لومړۍ ښځې په توګه پېژندل کېږي چې په تنقیدي ادب کې يې ونډه درلوده او د لومړيو هغو ښځو شمېرل کېږي چې د ښځو او نارينه وو په برابرۍ يې سخت بحثونه کړي دي. د هغې وروستي راټول اثار نژدې زر پاڼو ته رسېږي.[۱۱]

د ښځو د زده کړې په اړه اندونه

[سمول]

د ښځو د زده کړې د حقوقو لپاره د ګورني استدلال په مذهبي بنسټونو ولاړ و. ګورني رومي کاتوليکه وه او په فرانسوي مذهبي شخړو کې د پروټسټان خوځښت مخالفه بلل کېده. هغې په دوه رسالو کې د ښځو د تعلیم وکالت وکړ چې هغه دوه ليکنې دا دي: « Égalité des Hommes et des Femmes» (د سړيو او ښځو برابري)، کومه چې په ۱۶۲۲ز کال کې خپره شوې وه او « Grief des Dames» (د ښځو شکایتونه) کومه چې په ۱۶۲۶ز کال کې خپره شوې وه. هغې دليل وړاندې کاوه چې نارينه او ښځې برابرې دي، ځکه چې «د سړيو او ښځو د ښکلا خوښونې ذوق يو شان دی، ځکه چې خدای  دوی دواړو ته يوشان خلقت او درناوی ورکړی دی».[۱۲]

«لوستونکيه! تاته دې مبارک وي، که چېرې ته تر هغه جنس پورې اړه نه لرې،د چا لپاره چې ټولې ښېګڼې حرامې دي».

د «نارينه او ښځو په برابرۍ» کې ګورني خپل استدلال د «کرسټين ډي بيزاان» په څېر جوړ کړ او د ښځو د زده کړې وړتيا څرګندولو لپاره يې د تېر وخت د سترو مېرمنو د پېژنديال له جوړولو پيل وکړ. هغې د ښځو او سړيو پر برابرۍ ټينګار کولو سره، په يو جنس د بل جنس د پياوړتيا به اړوند له بحث څخه ډډه وکړه. خو نوموړې به دې تصور بريدونه وکړل چې سترې ښځې يواځې له سترو نارينه ووسره ورته والی لري. هغې استدلال کاوه چې دا د حيرانتيا خبره نه ده چې ښځې ناقابلې، جاهلې او يوازې خپلو بدنونو ته پاملرنه کوونکې بلل شوي دي او دا ځکه چې ښځې ډېره کمه زده کړه تر لاسه کوي. ګورني استدلال کاوه که چېرې ښځو ته د نارينه وو په څېر موکې، امتيازات او زده کړه ورکړل شي، دوی کولای شي د نارينه وو په څېر لاسته راوړنې ولري. د «د ښځو شکايتونه» کې ګورني شکايت کړی  چې ښځې خپله شتمني نه لري، خپلواکۍ څخه ګټه نه شي اخستلای، يا عامو دفترونو ته لاسرسی نه لري. هغې ويلي چې باسواده ښځو حق درلود چې غږ يې واورېدل شي، کټ مټ هغه شان چې د نارينه وو اورېدل کېږي. د رينه ديکات په څېر هغې دماغ له بدن څخه جلا کړل او استدلال يې وکړ چې ښځې د سړيو په څېر وړتيا لري.[۱۳]

سرچينې

[سمول]
  1. پیوستون : 118964968  — د نشر نېټه: ۱۵ ډيسمبر ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. پیوستون : 118964968  — د نشر نېټه: ۳۱ ډيسمبر ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  3. Égalité des hommes et des femmes by Marie de Gournay, in French
  4. Grief des dames by Marie de Gournay, in French
  5. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ ۶٫۲ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  7. Whipp, Koren. "Marie le Jars de Gournay." Project Continua (2014): [date accessed], http://www.projectcontinua.org/marie-le-jars-de-gournay/.
  8. Sartori, Eva. "Marie de Gournay". Allegorica. Vol. IX, Winter 1987, Summer 1988. The University of Texas at Arlington, 135-41.
  9. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  10. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  11. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  12. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  13. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).