مونېرو
مونیرو / / məˈnɛroʊ / ; لنډیز : XMR ) د بلاکچین پر بنسټ کریپټو کارنسي ده چې شخصي ، نه موندل کیدونکی ، فنګسي ، او غیر متمرکز دی. [۱]
| نومونه | ||
|---|---|---|
| جمع | moneroj | |
| کوډ | XMR | |
| پراختیا | ||
| اصلي لیکوال(ان) | نیکولاس وان سیبرهاګن | |
| سپینه پاڼه | "CryptoNote v 2.0" | |
| لومړۍ خپرېدنه | 18 اپريل 2014 | |
| وروستۍ خپرېدنه | 0.18.4.6 / 11 مارچ 2026 | |
| کوډ زېرمه | [https://github.com/monero- | [ |
مونېرو یو وړیا پروګرام دی چې هر څوک یې کوډ لیدلی شي. دا د CryptoNote v2 په نوم یوې مفکورې جوړ شوی چې په ۲۰۱۳ کې نیکولاس وان سیبرهاګن لیکلې وه. پروګرام جوړوونکو له همدې مفکورې نه مونېرو جوړه کړه او په ۲۰۱۴ کې یې خلکو ته وړاندې کړه. په مونېرو کې ستا د پیسو لېږل رالېږل پټ ساتل کېږي. هیڅوک نه شي لیدلی چې چا چاته څومره پیسې ولېږلې. خو که ته خپله وغواړې، نو کولای شې نورو ته یو خاص کونجی ورکړې چې ستا حساب وګوري.د مونېرو پیسې د کمپيوټرونو له لارې جوړېږي. دې کار ته ماینینګ وايي. مونېرو RandomX په نوم یو سیسټم کاروي چې لویې کمپنۍ په خاص ماشینونو پیسې نه شي جوړولی، او عام خلک هم ماینینګ کولی شي.د دې لپاره چې مونېرو ډېره شخصي ده، هغه خلک یې کاروي چې نه غواړي نور یې پیسې وګوري. په ۲۰۲۲ کې یوې څېړنې وویل: "اوس مهال څوک مونېرو نه شي تعقیبولای. خو کېدای شي په راتلونکي کې دا کار وشي.همدې پټوالي له امله ځینې بد خلک هم ترې ناوړه ګټه اخلي. د بېلګې په توګه د پیسو پټولو، په پټو بازارونو کې د خرڅلاو، د کمپيوټرونو د قلف کولو او پیسو غوښتلو، او د نورو جرمونو لپاره یې کاروي.
شاليد
[سمول]د مونېرو پیل د CryptoNote v2 نه کېږي، دا یوه مفکوره وه چې په۲۰۱۴ کې نیکولاس وان سیبرهاګن په یوه سپینه پاڼه کې خپره کړه. نوم یې مستعار دی. هغه وویل چې د ډیجیټل پیسو لپاره تر ټولو مهم شی محرمیت دی، او د بټکوین لویه ستونزه دا ده چې تعقیبېدلی شي.د Bitcointalk فورم یو کس چې نوم یې "thankful_for_today" و، له دې مفکورې نه یې BitMonero په نوم یوه سکه جوړه کړه. خو نورو خلکو د ده لار خوښه نه شوه او په ۲۰۱۴ کې یې جلا شوه، همداسې مونېرو جوړه شوه. مونېرو په اسپرانتو ژبه کې د "سکې" معنا لري. د مونېرو جمع "moneroj" کېږي. د وان سیبرهاګن او thankful_for_today دواړو اصلی نومونه معلوم نه دي.د پروګرام جوړوونکو له اړخه مونېرو درېیم ځای لري، له بټکوین او ایتریوم نه وروسته. د پروګرام مشر پخوا ریکارډو سپاګني و چې د جنوبي افریقا دی. د اصلي ټیم ډېر خلک خپل نوم نه ښکاره کوي.د مونېرو د ښه کولو کار د Monero Research Lab (MRL) کوي، چې ځینې غړي یې هم پټ دي.. [۲]
مایننګ
[سمول]
مونېرو د راکړې ورکړې د تایید لپاره RandomX په نوم یو سیسټم کاروي. دا سیسټم د ۲۰۱۹ په نومبر کې راغی او د مخکني CryptoNightR ځای یې ونیو.دواړه سیسټمونه داسې جوړ شوي چې د ASIC په نوم خاص ماشینونو سره ونه ایستل شي. ASIC ماشینونه د بټکوین په څېر نورې کرنسۍ وباسي.مونېرو په عادي کمپيوټرونو، لپټاپ او حتی د ګرځنده په ARM چپسونو هم ایستل کېږي. مونېرو والو دا کار په قصد کړی، ځکه نه غواړي چې یوازې لوی شرکتونه یې وباسي. خو همدې خبرې مونېرو د ویروسونو لپاره هم مشهوره کړې ده. هکران د خلکو له اجازې پرته د هغوی له کمپيوټرونو نه مونېرو باسي.. [۳] [۴]
کارول
[سمول]۲
د دې لپاره چې مونېرو شخصي ده، نو په ناقانونه کارونو کې ډېره کارېږي.وروسته له هغې چې په ۲۰۱۷ کې د "Unite the Right" لاریون نه وروسته ډېرو انلاین پیسو ورکولو شرکتونو د سپین پوستو ملتپالو حسابونه بند کړل، ځینو یې لکه کریسټوفر کینټویل او انډریو اورنهایمر (weev) د مونېرو کارول او کمپاین پیل کړ.
د ډارک نېټ بازارونه
[سمول]مونېرو د ډارک نېټ په پټو بازارونو کې د پیسو په توګه ډېره کارېږي. د 2016 په اګست کې، د AlphaBay په نوم یو لوی پټ بازار خپلو دوکاندارانو ته اجازه ورکړه چې د بټکوین پر ځای مونېرو ومني. پولیسو دا سایټ په ۲۰۱۷ کې بند کړ، خو په ۲۰۲۱ کې بیا پرانستل شو او یوازې مونېرو یې منله. په ۲۰۱۹ کې رویټرز خبر ورکړ چې له ۵ لویو پټو بازارونو څخه ۳ یې مونېرو منله، خو بیا هم بټکوین تر ټولو زیاته کارېده. په ۲۰۲۴ کې د Wired یو راپور وویل چې هغه خلک چې د ماشومانو د جنسي ځورونې ویډیوګانې خرڅوي، اوس د مونېرو له لارې خپلې پیسې پاکوي. د Chainalysis په نوم یو شرکت ویلي چې د دې کار لپاره مونېرو "تر ټولو غوره پیسه" ده.
د ماینینګ ویروسونه
[سمول]د ۲۰۱۷ په پای کې، د انټي ویروس شرکتونو Coinhive بند کړ. Coinhive یو پروګرام و چې په وېبپاڼو کې پټېده او د هغه چا د کمپيوټر نه به یې ګټه اخیسته چې وېبپاڼې ته ورشي، او مونېرو به یې ایستله. Coinhive دا پروګرام اعلاناتو پر ځای جوړ کړی و. وېبپاڼه به دا پروګرام په خپل ځان کې واچاوه، او کله به چې ته هغه وېبپاڼې ته ننوتلې، نو ستا د کمپيوټر له ځواک نه به یې مونېرو ایستله. ګټه به یې د وېبپاڼې څښتن ته ورسېده خو ځینو وېبپاڼو دا کار د خلکو له خبرولو پرته کاوه، او ځینو خو به د کمپيوټر ټول ځواک کاراوه. نو ځکه د اعلاناتو بندوونکو او انټي ویروس شرکتونو دا پروګرام بند کړ. مخکې Coinhive د Showtime په وېبپاڼه کې او د ارجنټاین د سټاربکس په وای فای کې پټ موندل شوی و. په ۲۰۱۸ کې څېړونکو همداسې نور ویروسونه وموندل چې مونېرو به یې ایستله او د شمالي کوریا د کیم ایل سونګ پوهنتون ته به یې لېږله.
د رانسم ویئر
[سمول]
مونېرو ځکه په ناقانونه کارونو کې کارېږي چې ډېره شخصي ده. د هکرانو ځینې ډلې مونېرو غواړي. په ۲۰۱۸ کې ۴۴٪ د کریپټو د باج حملو کې مونېرو کارول شوې وه. د WannaCry ویروس کسانو هم هڅه وکړه چې بټکوین په مونېرو بدل کړي. په ۲۰۲۱ کې د Colonial Pipeline د هک کېدو نه وروسته د مونېرو غوښتنه زیاته شوه. د DarkSide ډله که څوک بټکوین ورکړي نو ۲۰٪ زیاتې پیسې غواړي، ځکه بټکوین اسانه تعقیبېږي. د REvil ډلې خو بیخي یوازې مونېرو منله. خو بیا هم ډېر هکران اوس هم بټکوین غواړي، ځکه د بیمې شرکتونه مونېرو نه ورکوي ځکه چې مونېرو په جرمونو کې کارېږي، نو ډېرو ایکسچینجونو یې بند کړې ده. د کوریا او اسټرالیا ایکسچینجونو یې لیرې کړې. په ۲۰۲۴ کې Binance هم مونېرو لیرې کړه.په ۲۰۱۸ کې Europol وویل چې مجرمین به له بټکوین نه مونېرو ته واوړي، ځکه پولیس اوس بټکوین تعقیبولی شي. د امریکا د مالیاتو اداره IRS هغو خلکو ته پیسې ورکوي چې د مونېرو د تعقیبولو لار جوړه کړي.. [۷]
ماخذونه
[سمول]- ↑ Braun-Dubler, Nils; Gier, Hans-Peter; Bulatnikova, Tetiana; Langhart, Manuel; Merki, Manuela; Roth, Florian; Burret, Antoine; Perdrisat, Simon (2020-06-16). Blockchain: Capabilities, Economic Viability, and the Socio-Technical Environment (in انګليسي). vdf Hochschulverlag AG. p. 166. ISBN 978-3-7281-4016-6. خوندي شوی له اصلي څخه په 29 October 2023. ترلاسهکېدو نېټه 11 July 2025.
- ↑ "Monero, the Drug Dealer's Cryptocurrency of Choice, Is on Fire". WIRED. خوندي شوی له اصلي څخه په 2018-12-10. ترلاسهکېدو نېټه 2017-11-22.
- ↑ Brandom, Russell (2017-12-19). "Backdoor coin-mining hacks are spreading as prices rise". The Verge. خوندي شوی له the original on 2018-12-11. ترلاسهکېدو نېټه 2018-12-11.
- ↑ Palmer, Danny. "Cyber attackers are cashing in on cryptocurrency mining - but here's why they're avoiding bitcoin". ZDNet. خوندي شوی له the original on 2019-03-26. ترلاسهکېدو نېټه 2018-12-11.
- ↑ . 2019-05-15.
{{cite news}}: Missing or empty|title=(help) - ↑ . 2016-08-23.
{{cite news}}: Missing or empty|title=(help) - ↑ . 2018-06-07.
{{cite news}}: Missing or empty|title=(help)