مونکیور ډانیل کانوې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
مونکیور ډانیل کانوې
مونکیور ډانیل کانوې
مونکیور ډانیل کانوې

د شخص معلومات
پيدايښت ۱۷ مارچ ۱۸۳۲[۱][۲][۳]
مړینه 5 نومبر 1907 (75 کاله) او 5 نومبر کال 1907 (74–75 کاله)[۴]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پاريس  د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
تعلیم هروارد پوهنتون  د (P69) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
دنده ليکوال[۴]
فیلسوف[۵]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي[۶][۷]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه ادبيات[۸]
فلسفه[۸]  د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسلیک
مونکیور ډانیل کانوې
مونکیور ډانیل کانوې

مونکیور ډانیل کانوې (۱۸۳۲ مارچ ۱۷مه – ۱۹۰۷ نومبر ۱۵مه) د غلامۍ پای ته رسولو پلوی امریکایی کشیش او توندلاری لیکوال و. نوموړی په بېلابېلو وختونو کې مېتودېست، یونیټاري یا وحدت‌پال، او آزادفکره مسیحی و، چې د ویرجینیا او مریلنډ له وطنپالو او اشرافي کورنیو څخه و، مګر د خپل ژوند وروستۍ څلور لسیزې یې بهر په انګلستان او فرانسه کې تېرې کړې او هلته یې د اډمونډ رانډولف، ناتانیل هاوثورن او توماس پاین او خپل ژوندلیکونه لیکلي دي. هغه په ساوت پلېس لندن کلیسا کې د آزادفکرانو رهبري کوله، کوم ځای چې اوس د کانوې تالار په نوم یادېږي.[۹]

لومړنی ژوند[سمول]

کانوې د ویرجینیا ایالت په فالوث سیمه کې زیږېدلی و.

د فریډریکزبرګ کلاسیک او ریاضیاتو اکاډمۍ کې له زده‌کړې وروسته (د جورج واشنګټن او نورو مشهورو ویرجینیایانو روزنځای)، نوموړی د خپل مشر ورور په تعقیب د پنسلوانیا ایالت په کارلیسیل کې د میتودیستانو تر نفوذ لاندې ډیکنسن کالج ته ولاړ او په ۱۸۴۹ کال کې ترې فارغ شو. په ډیکنسن کې نوموړي د دغه کالج د محصلینو د لومړۍ نشریې په رامنځته کولو کې مرسته وکړه او د پروفیسور جان مک کلینټاک تر اغېزې لاندې وو، چې له کبله یې نوموړي مېتودیزم مسیحیت او همدا راز د غلامۍ ضد دریځ ته غاړه کېښوده، که څه هم دا تناقض د دغې فرقې د وېشلو پیل و. په فریډریکزبرګ کې، د هغه کاکا یوسټېس د غلامۍ پلوه سویلي کنفرانس ډله او د هغه پلار لږترلږه له تیوریکي پلوه د غلامۍ ضد بالتیمور کنفرانس ډله تمویل کړه.[۱۰]

په داسې حال کې چې په سېنسېناټي ښار کې، لکه څنګه چې لاندې بحث پرې شوی، ښاغلي کانوې له ایلن ډېویس ډانا سره واده وکړ. نوموړې یوه وحدت‌پاله عیسوۍ، فیمینېسټه، او د غلامۍ ختمولو پلوۍ وه. دوی درې زامن (چې دوه یې له ماشومتوب وروسته ژوندي پاتې شوي) او یوه یې هم لور لرله. د دوی ګډ ژوند په ۱۸۹۸ کال کې د سرطان له امله د هغې له مړینې سره پای ته ورسېد. که څه هم له غلامۍ سره د مخالفت په اړه له خپلې کورنۍ سره د پخوانيو شخړو سره سره، مونکیور کانوې بیا هم خپله مېرمن د ده د کورنۍ له نورو غړو سره د لیدو لپاره وروستلې وه او هلته مېرمن ایلن د کورنۍ د غړو په حضور کې د یوې ځوانې غلامې نجلۍ په غېږ کې نیولو او ښکلولو سره یو سویلي ټولنیز محدودیت مات کړ؛ له دې وروسته بیا ۱۷ کاله ښاغلی کانوې له خپلې کورنۍ سره پخلاینه ونه کړه.

مسلکي ژوند[سمول]

د ویرجینیا ایالت په وارنټون ښارګوټي کې د یوه کال لپاره د قانون په برخه کې له زده‌کړو وروسته، نوموړی ګرځند مېتودیست مبلغ کشیش شو، چې لامل یې تر یوه بریده د یوه تورپوستي د غرغره کېدو یا ناقانونه وژل کېدو، چې د استیناف محکمې یې د بیا محاکمې حکم صادر کړی و، د پېښې له امله رامنځته شوی اخلاقي بحران و. کانوې په ۱۸۵۰ کې خپله لومړۍ رساله خپره کړه، چې سرلیک یې "په ویرجینیا کې وړیا ښوونځي: د ناپوهۍ، ناوړتیا او بې‌وزلۍ په مقابل کې د زدهکړې، فضیلت او سپما غوښتنه" و، مګر په دې ونه توانېد چې ځایي سیاستوال قانع کړي چې د هغه وړاندیزونه پلي کړي، په ځانګړې توګه غلامۍ پلوه ډلې په دې باور وې چې دا ډول عامه تعلیم د شمالي دودونو تر اغېزې لاندې دی. نوموړي د راکویل په سفر کې له خپل اصلي ایالت او واشنګټن ډي سي څخه د مریلنډ ایالت د راکویل ښار له لارې لیدنه وکړه، او هلته د دوستانو د ټولنې له غړي راجر بروک سره آشنا شو، څوک چې نوموړي له حقوقپوه راجر بروک تاني سره د هغه له کورنۍ اړیکې سره سره خپل لومړنی علني ابولیشنیسټ یا د غلامۍ پای ته رسولو ملاتړی ملګری باله. په ۱۸۵۳ کال کې، وروسته له هغه چې بیا د مریلنډ ایالت فریډریک ښار په شاوخوا کې پر یوه سفر وګمارل شو او د ټایفایډ تبې له کبله هغه ته د ګران مشر ورور پیټون او د هغه مرستیالې بیکي له مړینې لږ وروسته، مونکیور کانوې مېتودیست کلیسا پرېښوده او د هاروارډ پوهنتون د الهیاتو ښوونځي ته داخل شو ترڅو خپل روحاني سفر ته دوام ورکړي. په ۱۸۵۴ کال کې تر فراغت وړاندې هغه له رالف والډو ایمرسن سره ولیدل او د لوړتیاپالنې یا ټرانسېنډېنټلیزم (Transcendentalism) تر اغېزې لاندې راغی، او هم له تیوډور پارکر، ویلیم لویډ ګیریسن، الیزابیت کیډي سټینټن او وینډیل فیلیپس سره تر ملاقات او خبرو اترو وروسته د غلامۍ د پای ته رسولو خوځښت یو صریح پلوی شو.[۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

په امریکا کې[سمول]

ښاغلي کانوې له هاروارډ پوهنتون څخه تر فراغت وروسته په واشنګتن ډي سي کې د لومړۍ وحدت‌پالې کلیسا یوه بلنه ومنله، مګر کله چې د نوموړي د غلامۍ پای ته رسولو اړوند نظریاتو باندې پوه شول، له هغه یې وغوښتل چې د کوم پوزېشن لټه وکړي. پر دې سربېره، کله چې کانوې خپل اصلي ټاټوبي ویرجینیا ته راستون شو، داسې ګنګوسې خپرې شوې چې د میساچوسېټس ایالت پبه بوسټن ښار کې نوموړي د یوه تښتېدلي غلام انتوني برنز د ژغورلو هڅه کړې (د دغه غلام له بادار سره نوموړي الیګزانډریا ته د دوی له تللو وړاندې د ویرجینیا په سټافورډ کې پېژندلي وو، او هغه غلام بیا د غلامۍ ختمولو خوځښت یوه غړي له خوا پېرودل شوی او بیا ازاد شوی و) او دې چارې د هغه د پخوانیو ګاونډیانو او ملګرو او کورنۍ ترمنځ سخته دښمني راپارولې وه. کانوې په ۱۸۵۴ کال کې پر هغه د قیر وهلو او وزرونو له علني تعذیب سره وتښتېد.[۱۵]

له دې سره سره، کانوې ته یوځل بلنه ورکړل شوه چې د اوهایو ایالت په سېنسېناټي ښار کې د وحدت‌پالو (Unitarian) عیسوي ټولنې ته د واعظ او مبلغ په توګه کار وکړي. هغه د ۱۸۵۵ کال له پای څخه په ۱۸۶۱ کال کې د کورنۍ جګړې د پیلېدو تر وخته د غلامۍ ضد دغې ټولنې کې د کشیش په توګه دنده ترسره کوله. که څه هم، کله چې په ۱۸۵۹ کال کې هغه دغې کلیسا ته اعلان وکړ چې نوموړی نور پر معجزو یا د مسیح پر الوهیت یا قدسیت باور نه لري، د دغې ټولنې دریمه برخه جماعت ولاړ، مګر "ازاده کلیسا" پاتې شوه. کانوې په ۱۸۶۰-۱۸۶۱ کلونو کې د ډایل (The Dial) په نوم لنډمهالې لیبرال مجلې مدیریت هم وکړ او خپل راپورته کېدونکي روحاني نظریات یې د هغه له ماوریت پرستۍ یا لوړتیاپال شالید سره تړل. په سېنسېناټي کې هغه له یهودانو او کاتولیکانو سره ډېر آشنا شو، او د دوی د مذهبونو له امله یې له دوی سره د تبعیض په اړه مشورې هم ورکړې. د غلامۍ له منځه وړلو خوځښت اړوند د هغه ټول ملګري هم د هغه له سوله غوښتونکي نظر سره موافق نه وو، په ځانګړې توګه په هارپر فېري ښارګوټي کې د جان براون د برید غندنې په تړاو (که څه هم نوموړي د ویرجینیا له خصمانه غبرګون څخه هم ناخوښي او نهیلي څرګنده کړې وه).[۱۶]

کورنۍ جګړه[سمول]

کانوې په بوسټن ښار کې د غلامۍ ضد اونیزې "کامنویلت" مسؤول مدیر شو، او په ۱۸۶۱ کال کې یې خپل یو کتاب په نیمه مستعار ډول خپور کړ، چې سرلیک یې "ګرځول شوې ډبره؛ یا په امریکا کې د محشر په مقابل کې بغاوت" و او ځان یې یوازې د "ورجینیا د اصلي وګړي" په توګه پکې معرفي کړی و. دا کتاب په دریو نسخو کې خپور شو او په پای کې د امریکا د کورنۍ جګړې له پیل وروسته د اتحادیې سرتېرو ته وسپارل شو. د راتلونکي کال په جریان کې یې د غلامۍ لغوه کولو ملاتړ وکړ. دا ملاتړ یې په ځانګړې توګه په واشنګټن ډي سي کې په سمیتسونیان بنسټ کې د لیکچرونو د یوې لړۍ پر مهال وکړ. دغو لیکچرونو نوموړي ته زمینه برابره کړه چې دی او منځلاری وحدت‌پال کشیش ویلیم هنري چانینګ له ولسمشر ابراهام لینکن سره وګوري ترڅو د خپل دغه استدلال په اړه ورسره بحث وکړي چې د غلامۍ د لغوه کولو اعلان به کانفدراسیون کمزوری کړي. په واشنګټن ډي سي کې د استوګنې پر مهال یې د خپل پلار لسګونه هغه غلامان پیدا کړل چې له ویرجینیا څخه جورج ټاون ته تښتیدلي وو. کانوې د دوی لپاره د اورګاډي ټیکټونه او د تګ خوندي چلن پاسونه برابر کړل او دوی یې د مریلنډ ایالت له لارې د اوهایو ایالت یېلو سپرینګز کلي ته د خوندي کېدو لپاره په یوه خطرناک سفر کې وتښتول، چېرې چې هغه باور درلود چې دوی به د هغه ښار د منلو د کلتور له امله خوندي وي.[۱۷][۱۸]

مړینه[سمول]

کانوې د ۷۵ کلنۍ په عمر په پاریس کې په خپل اپارتمان کې ومړ او د مړینې پر مهال یوازې و. د هغه مړی بیا د ۱۹۰۷ کال د نومبر پر ۱۵مه وموندل شو او په کینسیکو هدیره کې د ښخولو لپاره د نیویارک ویسټچسټر ته راوړل شو.

سرچينې[سمول]

  1. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb12504106m — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  2. Encyclopædia Britannica Online ID: https://www.britannica.com/biography/Moncure-Daniel-Conway — subject named as: Moncure Daniel Conway — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  3. SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w60g3n4f — subject named as: Moncure D. Conway — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ د ټولټال کار کتنه په: https://www.bartleby.com/lit-hub/library — سمونګر: Charles Dudley Warner — سرليک: Library of the World's Best Literature
  5. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=mub2018991662 — د نشر نېټه: ۵ ډيسمبر ۲۰۲۳
  6. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb12504106m — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  7. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=mub2018991662 — د نشر نېټه: ۱ مارچ ۲۰۲۲
  8. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=mub2018991662 — د نشر نېټه: ۷ نومبر ۲۰۲۲
  9. "Conway, Moncure Daniel (1832–1907)". Virginia Humanities. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Autobiography p. 63
  11. Autobiography pp. 78-81
  12. "Conway, Moncure Daniel (1832–1907)". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Autobiography pp. 92-94
  14. "Moncure Conway". د اصلي آرشيف څخه پر ۰۳ سپټمبر ۲۰۱۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. John T. Goolrick, Historic Fredericksburg: the story of an old town (Whittet & Shepperson, Richmond, 1922), o. 99
  16. "Conway, Moncure Daniel (1832–1907)". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Pope, Sarah Dillard. "Aboard the Underground Railroad-- Rush R. Sloane House". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "From 1850s Virginia, an Abolitionist Hero Emerges (washingtonpost.com)". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)