موسی هادي (عباسي خلیفه)
| زېږونځای | |
|---|---|
| زېږون نېټه |
۰۷۶۱ (Gregorian)[۱] — ۲۶ اپريل ۰۷۶۴ |
| مړينې نېټه |
۱۴ سېپتمبر ۰۷۸۶ — ۰۷۸۶ (Gregorian)[۱] |
| مړينې ځای | |
| ژبې | |
| دنده |
| عمومي مالومات | |
|---|---|
| وروڼه او خويندې |
هارون الرشید — Ulaia binte Almadi (en) |
| دین |
د مسلمانانو واکمن او خليفه ابو محمد موسی الهادي بن محمد المهدي بن عبدالله المنصور بن محمد بن علي بن عبدالله بن العباس الهاشمي القرشي ( ۱۴۴-۱۷۰ هـ ق/ ۷۶۱_- ۷۸۶ زیږدیز ) د عباسي واکمنۍ څلورم خليفه وو. نوموړي د ٢٥ کالو په عمر د خلافت مشرتوب ته ورسېدی، چي دا په عباسي خلافت د تر ټولو کشر خلیفه واکمني ګڼل کیږي، او له حضرت محمدﷺ را وروسته د اسلامي نړۍ او مسلمانانو درویشتم خلیفه وو.
هادي په ۱۴۴ هجري قمري کال کي په رې ښار کي زېږېدلی وو او پوهانو او شاعرانو ته د احترام او عزت له کبله یې په ځوانۍ کي ډېر ښه نوم درلود.
خلیفه هادي واک ته تر رسېدو مخکي د خپل پلار ابو عبدالله محمد المهدي له لوري د شپاړسو کالو په عمر د خلافت ځایناستۍ او په ختيځه اسلام نړۍ کي د لښکرو قوماندان وټاکل سو، ورپسې یې په 169 هجري قمري کال کي د پلار له مړیني سره سم د عباسي خلافت چاري په غاړه واخیستې. نوی خلیفه د خپل پلار په څېر د بدعتیانو او هغه کسانو چي په اسلامي نړۍ کي یې اختلافاتو ته لمن وهل سخت دښمن او لوی شمېر یې تر تېغ کړه. د بدعتیانو په هاخوا د ده په زمانه کي ځیني نور انقلابونه او داخلي او بهرنۍ جګړې هم ترسره سوې، چي په هغوی کي تر ټولو مشهوره جګړه د حضرت علیؓ له لمسي حسین بن علي بن الحسن سره وه، کوم چي په مدینه منوره کي یې ځان خليفه اعلان کړ، او د یو خونړي جګړې په ترڅ کي د هادي د ځواکونو لخوا ووژل سو.
د تاریخونو له مخي خلیفه هادي په ۱۷۰ هجري قمري کال کي د ربیع الاول په میاشت کي د خپلي انا او د هارون الرشید د مور په یوه دسیسه کي چي ځیني یې د زهرو ورکړه او ځیني یې د مینځیانو په لاس وژنه بولي، لمنځه ولاړ او په عیسی آباد سیمه کي په خپل باغ کي ښخ کړل سو.
- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ ويل شوي په: al-Aʻlām (Dār al-ʻIlm, 2002). Volume: 7. Page(s): 327. خپروونکی: Dar El-Ilm Lilmalayin. اثر ژبه: عربي ژبه. خپرېدو نېټه: ۲۰۰۲. ليکوال: Khayr al-Din al-Zirikli.
- هغه پاڼې چې ويکياومتوک توکي کاروي
- هغه پاڼې چې د P1559 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P19 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P569 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P570 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P20 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P1412 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P106 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P31 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P3373 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P140 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چي بې پاراميټره مالوماتبکس وېشنيزه کاروي
- هغه پاڼې چي مالوماتبکس وېشنيزه کاروي
- هغه پاڼې چې یوه ځانتيا کارويP18