مورچل نیونکی ښکاري

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

مورچل نیونکی ښکاريان (په انګلیسي: Ambush predators) یا په تمه-پاتې-کېدونکی ښکاريان (په انګلیسي: sit-and-wait predators ) غوښه خوړونکي حیوانات دي، چې د پټېدنې، غولونې یا (د معمولاً فطري) ستراتېژيو له لارې د یوه غافلګیر-کوونکي غړې څخه په ګټه اخیستنې، ښکار نیسي یا یې په لومه کې اچوي. د تعقیب کوونکو ښکاریانو برخلاف چې د مطلقې تېزۍ یا طاقت په کارولو سره په ښکار پسې ځغاسته کوي، مورچل نیونکي ښکاريان د پټېدنې په واسطه له ستړیا څخه ځان ساتي، له یو ناڅاپي شدید برید څخه مخکې چې ښکار په تېزۍ سره ناتوانه کوي او نیسي یې، په صبرناکه توګه ښکار ته په تمه پاتې کېږي ترڅو ورته رانیږدې شي.

مورچل نیونه زیاتره وخت فرصت طلبه وي او ښایي په یوه غار کې د پټېدنې، د بڼې بدلونې، د یرغلیز برید یا د لومې کېښودنې (د بېلګې په توګه جال) له لارې تر سره شي. یاد ښکاري بیا د ښکار د تشخیصولو، ارزیابي کولو او د برید وخت د تعیینولو لپاره، د حواسو ترکیب کاروي. شپني مورچل نیونکي ښکاریان لکه پیشوګانې او ماران عمودي درز لرونکي کسي لري، چې د دوی سره په کمه رڼا کې تر ښکار پورې د فاصلې په معلومولو کې مرسته کوي. د کربوړو له اوږدې سریښناکې ژبې څخه د چونګښ-کب (frogfishes) تر لویې خولې پورې، بېلابېل مورچل نیونکي ښکاريان د خپل ښکار د نیولو لپاره له بېلابېلو وسیلو څخه کار اخلي.

مورچل نیونکي ښکاریان د حیواناتو د واکمنۍ په ساحه کې په پراخه توګه خپاره شوي دي، چې د متعددو ډلو ځیني غړي لکه د اوبو ستوري (starfish)، سرسوبنده (cephalopods)، کلک پوستکي (crustaceans)، غڼې، حشرات لکه ملخان او د ملاتیر لرونکي یا فقاریان لکه ډېری کبان او ماران په کې شامل دي. 

کړنلارې[سمول]

مورچل نیونکي ښکاریان معمولاً بې حرکته پاتې کېږي (کله-کله پټېږي) او له ټوپ وهلو څخه مخکې د ښکار لپاره په تمه کېږي ترڅو مورچل ته نږدې راشي. مورچل نیونکي ښکاریان کله کله خپلې بڼې ته بدلون ورکوي او ښایي یوازې وي. کله چې ښکار-کوونکی له ښکار څخه تېز وي د تعقیبي ښکار-کولو کړنلاره له مورچل نیونې هغې څخه غوره وي. مورچل-نیونکي ښکار کوونکي زیاتره وخت ناڅاپي کړنلارې کاروي. د بېلګې په توګه کله چې تعقیبوونکی ښکاري په لنډ واټن کې له ښکار څخه تېز خو په اوږد واټن کې ورو وي، نو د یادې کړنلارې د یوې برخې په توګه څارنې یا مورچل نیونې ته اړتیا  پیدا کوي. [۱][۲]

ښکار د اغېز سیمې ته راوستل[سمول]

پټېدنه[سمول]

مورچل نیونه اکثره په پټېدنې متکي وي، که هغه د سترګو څخه د پنا کېدنې له لارې وي یا د بڼي بدلونې په وسیله وي.

غارونه[سمول]

مورچل نیونکي ښکاریان لکه لومه جوړوونکې غڼې او استرالیایي چنګاښ-ته-ورته-غڼې او مېنټیس شریمپس (یو ډول کلک پوستکی لرونکی کب چې اوږده لکۍ لري) په سمندر کې په پټېدنې متکي دي، چې غارونه جوړوي  او په کې پټېږي. یادې وسیلې د لید د محدودې ساحې په بیه اغېزمنه پټېدنه چمتو کوي.[۳][۴][۵][۶]

لومه جړوونکې غڼې یو غار کني، ننوتځی یې د جالي لومې په وسیله بندوي. د یادې لومې ترټولو مشهور شکل ګڼ، مایل "کارک" دی، چې په ډېره ښه توګه د غار د خولې سره مطابقت لري. بل ډول یې "ویفر" دی؛ دا د ورېښمو او خاورې بنسټیزه لایه ده. د ور پورته خوا زیاتره وخت د ځایي موادو لکه شګو او د لرګیو میده ګیو سره په خورا اغېزناکه توګه کېموپلاژ شوې وي. غڼه ورېښمین کب-نیونکي تارونه یا غولوونکي تارونه اوبي چې د غار له ورودي څخه د باندې تشعشع کوي. کله چې غڼه د ښکار د نیونې لپاره لومه کاروي، کلیسیرې (د خولې را وتلې برخه، داړې یا د نېش ته ورته ضمایمو جوړه) یې د ور د چپراس نه لرې خوا بنده ساتي. ښکار ورېښم خوځوي او غڼې ته خبر ورکوي ترڅو ور خلاص کړي او ښکار ته مورچل ونیسي.  [۷][۸]  

کېموپلاژ یا بڼه بدلونه[سمول]

ډېری مورچل نیونکي ښکاریان د کېموپلاژ څخه کار اخلي ترڅو ښکار د دوی د برید محدودې ته، د دوی په حضور د پوهېدو پرته راشي. په حشراتو کې مورچل نیونکي خسکونه (ambush bugs) د ګل د سر سره چېرې چې د ښکار لپاره په تمه کېږي، خورا نږدې مطابقت لري. په کبانو کې وېرټي سټېرګېزر (یو ډول سپین کب دی) تقریباً ځان په بشپړه توګه په شګه کې خښوي او د ښکار لپاره انتظار باسي. ډیول سکورپیونفیش (سمندري لړم) په عمومي توګه قسماً د سمندر په تل کې یا د ورځې په اوږدو کې په سمندري ایرمونو کې خښ وي، د ځان د لا ډېر کېموپلاژ لپاره د شګو او نورو رسوباتو په وسیله ځان پوښي. ټېسیلډ ویبګونګ یو ډول داړونکی کب دی چې په نورو ژویو برید کوي او خوري یې، د مورچل نیونکي ښکاري په توګه تطابق یې، د یوې حاشیې (fringe) سره، چې د یاد ژوي شکل منحلوي (د جسم حقیقي بڼه یې نه تفکیک کېږي)، په یوه کلک اوار او کېموپلاژ بدن مشتمل دی.  [۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

یرغلیز تقلید[سمول]

زیات شمېر مورچل نیونکي ښکاریان، ښکار له مورچل نیونې وړاندې  د ځان په لور راجذبوي. دې کړنلارې ته یرغلیز تقلید وایي، چې د ښکار د غولونې لپاره د خوړو له کاذبې تمې ګټه اخلي. د کلکې ملا لرونکې تمساح ( alligator snapping turtle) غوره-بڼه بدلوونکې مورچل-نیونکې ښکاري ده. یاد ژوی سور رنګه چینجي ته ورته اوږده ژبه لري چې په اسانۍ سره یې تاوولای شي؛ هغه کبان چې غواړي چینجي وخوري د تمساح خوراک کېږي. په ورته توګه ځینې خاپوړن یاخزنده ګان لکه ایلاف زهرجن ماران د وړو ملا تیر لرونکو ژویو د ښکار لپاره له لکۍ غولونې (د لکۍ په وسیله) څخه ګټه اخلي. [۱۶][۱۷]

زون-لکۍ باز (zone-tailed hawk) چې بوقلموني کجیرانو ته ورته دی، د بوقلموني کجیرانو په ډله کې الوت کوي، بیا یو-ناڅاپه له ډلې بېلېږي او د کجیرانو له ډلې یو ښکار کوي. په هر ترتیب، په دې اړه د نظرونو اختلاف دی چې آیا یاد ښکار واقعاً د لیوه د مېږې په جامه کې (wolf in sheep's clothing) تقلید یوه بڼه ده که نه.   [۱۸][۱۹][۲۰]

ګُلي اوښارې یرغلیز تقلید کوونکې دي، د هغه ښکار د راجذبولو لپاره چې ګرده آفشاني کوي او شېره راټولوي، په کافي اندازه د ګل سره مشابهت لري. په حقیقت کې، سور-رنګه اوښارې خپل ښکار، ګرده آفشانې حشرې، د ګل په پرتله په اغېزناکه توګه را جذبوي. چنګاښ-ته-ورته غڼې، په ورته توګه، د هغو ګلونو غوندې رنګ لري چې دوی معمولاً ورباندې کښېني، دوی ان کولای شي خپل ښکار ته له ګل څخه لرې هم فریب ورکړي.        [۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

لومې[سمول]

ځینې مورچل نیونکي ښکاریان د ښکار د نیولو لپاره لومه کاروي. لېسوینګونه (Lacewings) د نیوروپیترا (جال وزر لرونکی خوځندکي) د کورنۍ الوتونکی حشرات دي. په ځینو نوعو کې، د یادو حشراتو لاروایي  بڼه چې انټلیون (زمری ډوله مېږی) بلل کېږي، یو مورچل نیونکی ښکاري دی. یاد خوځندوکی هګۍ په ځمکه کې، ډېری په غارونو کې یا د ګټونو په تاقچو کې ځای په ځای کوي. د یادو حشراتو کوچنیان هغه یې، د غار په شکل لومې جوړوي. انټلیون د خاورې یا شګې د نري پوښښ لاندې پټېږي. کله چې یو مېږی، خزدکه یا هر بل ښکار په لومه کې نښلي انټلیون یې په خپلو مضبوطو زامو کې نیسي.[۲۶][۲۷]

ځینې جال-اوبدونکې غڼې په-تمه-پاتې-کېدونکي مورچل نیونکي ښکاریان دي. پاڼې-ته-ورته-جال-اوبدونکې غڼې (Linyphiidae) د خپل اوبدلي جال سره ډېر وخت پاتې کېدنې ته تمایل لري، په دې بنسټ په-تمه-پاتې-کېدونکو ښکاریانو سره مشابهت لري، په داسې حال کې چې دایروي-جال-اوبدونکې-غڼې (لکه ارېنیډا. په انګلیسي: Araneidae) تمایل لري چې په مکرر ډول له یو جال څخه بل ته حرکت وکړي (او په دې بنسټ د فعالو ښکاریانو سره تشابه لري). [۲۸]

تشخیصول او ارزول[سمول]

مورچل نیونکي ښکاریان باید د برید وخت په دقت سره تعیین کړي. دوی باید ښکار ومومي، د برید ارزښت یې ارزیابي کړي او کله چې دقیقاً په مناسب ځای کې قرار ولري ښکار یې کړي. دوی بېلابېل مطابقتونه ایجاد کړي دي، چې یاده ارزیابي اسانه کوي. د بېلګې په توګه، زهرجن ماران واړه الوتونکي ښکار کوي، د خپلې خولې د لویوالي مطابق ښکار انتخابوي: ستر ماران ستر ښکار انتخابوي، دوی تود او متحرک ښکار ته ترجیح ورکوي؛ د دوی د سترګو او پوزې ترمنځ ژور ارګانونه د انفرارېد (تودوخې) اخیستونکي لري، چې دوی ته د دوی د کوچنۍ اندازې، ګرمې وینې لرونکي ښکار د موندلو او ښایي د پرېکړه کولو وړتیا ورکوي.    [۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴]

سرچينې[سمول]

  1. Scharf, I.; Nulman, E.; Ovadia, O.; Bouskila, A. (2006). "Efficiency evaluation of two competing foraging modes under different conditions" (PDF). The American Naturalist. 168 (3): 350–357. doi:10.1086/506921. PMID 16947110. S2CID 13809116. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Scharf, I.; Nulman, E.; Ovadia, O.; Bouskila, A. (2006). "Efficiency evaluation of two competing foraging modes under different conditions" (PDF). The American Naturalist. 168 (3): 350–357. doi:10.1086/506921. PMID 16947110. S2CID 13809116. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. deVries, M. S.; Murphy, E. A. K.; Patek S. N. (2012). "Strike mechanics of an ambush predator: the spearing mantis shrimp". Journal of Experimental Biology. 215 (Pt 24): 4374–4384. doi:10.1242/jeb.075317. PMID 23175528. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Trapdoor spiders". BBC. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ ډيسمبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "Trapdoor spider". Arizona-Sonora Desert Museum. 2014. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ ډيسمبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Moore, Talia Y.; Biewener, Andrew A. (2015). "Outrun or Outmaneuver: Predator–Prey Interactions as a Model System for Integrating Biomechanical Studies in a Broader Ecological and Evolutionary Context" (PDF). Integrative and Comparative Biology. 55 (6): 1188–97. doi:10.1093/icb/icv074. PMID 26117833. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "Trapdoor spiders". BBC. د لاسرسي‌نېټه December 12, 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Trapdoor spider". Arizona-Sonora Desert Museum. 2014. د لاسرسي‌نېټه December 12, 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Boyle, Julia; Start, Denon (2020). Galván, Ismael (المحرر). "Plasticity and habitat choice match colour to function in an ambush bug". Functional Ecology. 34 (4): 822–829. doi:10.1111/1365-2435.13528. ISSN 0269-8463. S2CID 214302722. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. کينډۍ:FishBase
  11. Gosline, William A. (July 1994). "Function and structure in the paired fins of scorpaeniform fishes". Environmental Biology of Fishes. 40 (3): 219–226. doi:10.1007/BF00002508. hdl:2027.42/42637. S2CID 30229791. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. World Database of Marine Species: Spiny devil fish Archived 2012-03-04 at the Wayback Machine.. Accessed 03-22-2010.
  13. Michael, Scott (Winter 2001). "Speak of the devil: fish in the genus Inimicus" (PDF). SeaScope. 18. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۱۳ جولای ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ مارچ ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); الوسيط |archiveurl= و |archive-url= تكرر أكثر من مرة (مساعدة); الوسيط |archivedate= و |archive-date= تكرر أكثر من مرة (مساعدة)
  14. WetWebMedia.com: The Ghoulfish/Scorpion/Stonefishes of the Subfamily Choridactylinae (Inimicinae), by Bob Fenner. Accessed 03-27-2010.
  15. Ceccarelli, D. M.; Williamson, D. H. (2012-02-04). "Sharks that eat sharks: opportunistic predation by wobbegongs". Coral Reefs. 31 (2): 471. Bibcode:2012CorRe..31..471C. doi:10.1007/s00338-012-0878-z. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Mullin, S.J. (1999). "Caudal distraction by rat snakes (Colubridae, Elaphe): A novel behaviour used when capturing mammalian prey". Great Basin Naturalist. 59: 361–367. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Spindel, E. L.; Dobie, J. L.; Buxton, D. F. (2005). "Functional mechanisms and histologic composition of the lingual appendage in the alligator snapping turtle, Macroclemys temmincki (Troost) (Testudines: Chelydridae)". Journal of Morphology. 194 (3): 287–301. doi:10.1002/jmor.1051940308. PMID 29914228. S2CID 49305881. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Smith, William John (2009). The Behavior of Communicating: an ethological approach. Harvard University Press. د کتاب پاڼې 381. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-674-04379-4. Others rely on the technique adopted by a wolf in sheep's clothing—they mimic a harmless species. ... Other predators even mimic their prey's prey: angler fish (Lophiiformes) and alligator snapping turtles Macroclemys temmincki can wriggle fleshy outgrowths of their fins or tongues and attract small predatory fish close to their mouths. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Willis, E. O. (1963). "Is the Zone-Tailed Hawk a Mimic of the Turkey Vulture?". The Condor. 65 (4): 313–317. doi:10.2307/1365357. JSTOR 1365357. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Clark, William S. (2004). "Is the zone-tailed hawk a mimic?". Birding. 36 (5): 495–498. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Vieira, Camila; Ramires, Eduardo N.; Vasconcellos-Neto, João; Poppi, Ronei J.; Romero, Gustavo Q. (2017). "Crab Spider Lures Prey In Flowerless Neighborhoods". Scientific Reports. 7 (1): 9188. Bibcode:2017NatSR...7.9188V. doi:10.1038/s41598-017-09456-y. PMC 5569008. PMID 28835630. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Cott, Hugh (1940). Adaptive Coloration in Animals. Methuen. د کتاب پاڼي 392–393. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Annandale, Nelson (1900). "Observations on the habits and natural surroundings of insects made during the 'Skeat Expedition' to the Malay Peninsula, 1899–1900". Proceedings of the Zoological Society of London. 69: 862–865. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. O'Hanlon, James C.; Holwell, Gregory I.; Herberstein, Marie E. (2014). "Pollinator deception in the orchid mantis". The American Naturalist. 183 (1): 126–132. doi:10.1086/673858. PMID 24334741. S2CID 2228423. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Levine, Timothy R. (2014). Encyclopedia of Deception. Sage Publications. د کتاب پاڼې 675. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4833-8898-4. In aggressive mimicry, the predator is 'a wolf in sheep's clothing'. Mimicry is used to appear harmless or even attractive to lure its prey. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. "Video of antlion larva ambushing an ant". National Geographic. د اصلي آرشيف څخه پر June 17, 2014 باندې. د لاسرسي‌نېټه November 30, 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. "Antlion ambush". BBC. د لاسرسي‌نېټه November 30, 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Janetos, Anthony C. (1982). "Foraging tactics of two guilds of web-spinning spiders". Behavioral Ecology and Sociobiology. 10 (1): 19–27. doi:10.1007/bf00296392. S2CID 19631772. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Shine, R.; Sun, L.-X. (2003). "Attack strategy of an ambush predator: which attributes of the prey trigger a pit-viper's strike?". Functional Ecology. 17 (3): 340–348. doi:10.1046/j.1365-2435.2003.00738.x. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. Fang, Janet (2010-03-14). "Snake infrared detection unravelled". Nature. doi:10.1038/news.2010.122. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. Hoar, W. S.; Randall, D. J.; Conte, F. P. (1997). Deep-Sea Fishes. 16. Academic Press. د کتاب پاڼې 344. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-12-350440-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. Hyde, N. (2009). Deep Sea Extremes. Crabtree Publishing Company. د کتاب پاڼې 16. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7787-4501-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. Winner, C. (2006). Life on the Edge. Lerner Publications. د کتاب پاڼي 18. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-8225-2499-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. Gage, J. D.; Tyler, P.A. (1992). Deep-sea biology: a natural history of organisms at the deep-sea floor. Cambridge University Press. د کتاب پاڼې 86. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-521-33665-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)