مهرانا اودی سېنگ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

مهرانا اودی سېنگ نوموړی درانا سنگا زوی و چې په ١٥٢٢ زيږديز کال يې دې نړۍ ته ستر گې پرانيستلې. د اوديپور د ښار بنسټ دده په وخت کې ايښودل شوی و. کله چې مغولي واکمن جلال الدين محمد اکبر په ١٥٦٧ ميلادي کال پر ميوار بريد وکړ نو مهارانا اودی سنگ په ميړانه ورسره وجنگيد. دی يو مدبر واکمن و. نوموړی په ١٥٧٢ کال کې په گوگوندا کې مړ شو. د هغه تر مړينې وروسته يې زوی مهارانا پرتاپ د ميوار دسيمې واکمني تر لا سه کړه