منځپانگې ته ورتلل

منګل قوم

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د لغمان د منګلو پېژندنه

د لغمان ولایت په علینګار ولسوالۍ کې د منګو کلی په دوه قریو کې د منګلو قوم مېشت دی. د دوی د اوسېدنې تاریخ له یوې پېړۍ څخه زیات عمر لري، او د اصلي ټاټوبو څخه د کوچېدو وروسته په لغمان کې ځای پر ځای شوي دي.[۱]

۱- د جالم قریه (د جانی خیلو – یاری خیلو – کوسین ښاخ)

• دا منګل د جانی خیلو ښاخ د یاری خیلو پیښې پورې تړاو لري چې د کوسین قبیله بلل کېږي.

• د دوی اصلي ټاټوبی د پکتیا ولایت د لجه ولسوالۍ د شاټو کلي دی، له هغه ځایه لغمان ته کوچېدلي.

• له یوې پېړۍ څخه زیات وخت کېږي چې په علینګار ولسوالۍ جالم کلي کې مېشت دي.

د مشرانو نسلونه

مرحوم مشر ولی محمد منګل د جالم د منګلو بنسټیز مشر ګڼل کېږي. درې زامن یې درلودل:

1. مرحوم علي محمد منګل

• لمسی یې مرحوم دوست محمد خان منګل د یوې قبلې نیکه ګڼل کېږي.

• اوس یې په سلګونه لمسیان، کړوسیان، کودیان او پردیان شتون لري.

2. مرحوم الف خان منګل

• لمسیان یې مرحوم جعمه خان منګل او داد محمد منګل دي.

• د یوې لویې کورنۍ نیکونه ګڼل کېږي.

3. مرحوم نامدار منګل

• لمسی یې مرحوم پاینده محمد منګل.

• د یوې پراخې کورنۍ بنسټ ایښودونکی دی.

مشهوره څېرې

• ولسوال قاري اسدالله منګل.

• قومندان عبدالرحمن مشهور (خان).

• معلم قهار منګل.

• مرحوم ماریل قدیر منګل.

• مرحوم ډاکتر عبدالقیوم.

• ډاکتر رفیق منګل.

•مرحوم سپه سالار طاهر خان منګل.

• مفتی خلیل منګل.

• ډګروال عبدالمالک منګل.

• ځوان تاجر ځواک منګل.

• مرحوم قومی مشر ګل محمد منګل.

• مرحوم قومی مشر علاقه دار ګل احمد منګل.

• مولوي قدیم منګل.

-------------------------

۲- د دړین قریه (د موسی خیلو – میرال خیلو قبیله)

• د دې سیمې منګل د موسی خیلو ښاخ د میرال خیلو قبیله پورې تړاو لري.

• دوی د پاکستان د کورمې اجنسۍ څخه لغمان ته کوچېدلي دي.

• له یوې پېړۍ څخه زیات وخت کېږي چې د علینګار ولسوالۍ د منګو کلي دړین قریه کې مېشت دي.

د مشرانو نسلونه

مرحوم مشر ملک عظم الدین منګل د دړین د منګلو بنسټیز مشر ګڼل کېږي. درې زامن یې درلودل:

1. مرحوم ملک شرف الدین.

• لمسی یې مرحوم عبدالوهاب خان. او محمد صابر د یوې قبلې نیکه ګڼل کېږي.

• اوس یې په سلګونه لمسیان، کړوسیان، کودیان او پردیان شتون لري.

2. مرحوم ملا حسام الدین.

• لمسیان یې مرحوم حاجی محمد ایوب. حاجی شعیب. حاجی عبدالحی دي.

• د یوې لویې کورنۍ نیکونه ګڼل کېږي.

3. مرحوم خنجر خان .

• لمسی یې مرحوم عبدالله خان. عبدالحلیم. محمد الیاس.کمال الدین خان.سلطان شاه.محمد ظاهر خان.

• د یوې پراخې کورنۍ بنسټ ایښودونکی دی

دغه مشران د یوې لویې کورنۍ نیکونه ګڼل کېږي چې اوس یې سلګونه لمسیان او کړوسیان ژوند کوي.

مشهوره څېرې

• حمیدالله خیبر

• حاجي محب الله

• سیف الرحمن منګل

• مرحوم سناتور عبدالحي منګل

• ډاکتر نورالله منګل

• ډاکتر وکیل

• ډاکتر یوسف منګل

• عین الله منګل.

  •مولوی عبدالکریم.

  •امان الله.

  •ډاکتر امرالله.

پایله

د لغمان د علینګار ولسوالۍ د منګو کلي په جالم او دړین قریو کې مېشت منګل د افغانستان د منګلو د لوی قوم مهمې څانګې دي. د دوی د مشرانو او وتلو څېرو ژوند او کارنامې د سیمې په تاریخ، کلتور او ټولنیز جوړښت کې مهم رول لري.

  1. منګل څوک دی