منځپانگې ته ورتلل

منير شاکر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
منير شاکر
اړوند
زېږونځای
ښاروندتوب
زېږون نېټه
۴ اپريل ۱۹۶۹ پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
مړينې نېټه
۱۵ مارچ ۲۰۲۵
مړينې ځای
زدکړنځی
ژبې
دنده
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
دین
جوړښت
د معماري سټایل

مفتي منير شاکر (انګليسي ژبه: Munir Shakir‎) ۴ اپريل ۱۹۶۹ يو پاکستانی اسلامي عالم، د لښکر اسلام وسله والې ډلې بنسټگر او د پښتون ژغورنې غورځنگ غړی و، چې په سيمه کې د پاکستاني پوځ د عملياتو مخالف گڼل کېده.

هغه د مولوي رحمت الله زوی و [۲] چې د خيبر پښتونخوا ايالت د کورم ولسوالۍ په مخيزۍ کلي کې زېږېدلی وو، هغه خپلې دينې زده کړې د کراچۍ په جامعه بنوريه کې ترسره کړې، وروسته يې د اورمړو جامع جومات کې د ندای قرآن په نوم مدرسه هم جوړه کړه.[۳] [۴] مفتي منير شاکر يو زړور، رېښتينی او حق ويونکی عالم وو، چې زموږ د زمانې يو له تر ټولو بې پروا، بې وېرې او رېښتيا ويونکو ديني عالمانو څخه وو.[۵] هغه د دیوبندي مکتب فکر د پنج پیر څانګې استازی و او د "اشاعت توحید" تنظیم غړی هم پاتې شوی و.[۶] دی د پښتون قومي جرګې غړی هم و او د ۲۰۲۴ کال اوکتوبر جرګې کې یې له ګډونوالو د پښتنو حقونو ته د وفادارۍ لوړه هم اخېستې وه.[۷]

شيخ سيف الرحمن سره شخړه

[سمول]

مفتي منير شاکر په ۲۰۰۴ ز کال کې د لښکر اسلام په نوم يوه وسله واله ډله جوړه کړه[۸]، په باړه کې يې د يوې اېف اېم راډيو له لارې خپرونې هم پيل کړې، دې وخت کې د ده او پير سيف الرحمن چې په ۱۹۸۰ ز کال له افغانستان باړې ته ورغلی وو[۹] او همالته استوگن وو، نظر اختلاف پيدا شو، چې پير سيف الرحمن يې هم په مقابل کې اېف راډيو جوړه کړه، چې دا مخالفت وروسته وسله والې نښتې ته واووښت د ۲۰۰۶ ز کال د مارچ په ۲۹ مه مفتي شاکر د پير سيف الرحمن پروړاندې د لويې جگړې چمتووالی ونيوه، دا چې د دوی دواړو ترمنځ نښتو او جگړو په سيمه کې ناامني جوړه کړه، نو ۶ مياشتې وروسته دواړه مفتي شاکر او پير سيف الرحمن د قامي جرگې د پرېکړې له مخې له باړې نه په وتلو محکوم شول.[۱۰] له دې وروسته د لښکر اسلام ډلې مشري د منگل باغ لاسته ورغله چې وروسته بيا په ۲۰۰۸ ز کال کې پر دې ډلې بنديز ولگېده.[۱۱]

مړينه

[سمول]

وروسته له هغې چې مفتي منير شاکر پېښور شگي قلعه توحید اباد کې د خپلې مدرسې مخې ته د مازیگر پر وخت په یوه چاودنه کې ټپي شو، چې د ۲۰۲۵ ز کال د مارچ په ۱۵ مه يې په ليډي ريډينگ هسپتال کې ساه ورکړه.[۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

دا هم وگورئ!

[سمول]

سرچينې

[سمول]
  1. "Prominent Religious Scholar Mufti Munir Shakir Killed in Peshawar Blast". خوندي شوی له the original on ۱۶ مارچ ۲۰۲۵. ترلاسه‌کېدو نېټه ۱۶ مارچ ۲۰۲۵.{{cite web}}: د سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)
  2. "پشاور دھماکہ میں جاں بحق مفتی منیر شاکر کون تھے؟" [پېښور بمي چاودنه کې وژل شوی مفتي منير شاکر څوک وو؟]. ټي اېن اېن اوردو ټکی کام (in اوردو). ۲۰۲۵ مارچ ۱۵ مه. خوندي شوی له the original on 2025-03-18. ترلاسه‌کېدو نېټه 2025-03-16.{{cite web}}: CS1 maint: unrecognized language (link) د سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)
  3. الله, اظهار (۲۰۲۵ مارچ ۱۵ مه). "پشاور بم دھماکے میں نشانہ بننے والے مفتی منیر شاکر کون تھے؟" [پېښور بمي چاودنه کې نښه شوی مفتي منير شاکر څوک وو؟]. اېنډېپېنډېنټ اوردو ټکی کام (in اوردو).{{cite web}}: CS1 maint: unrecognized language (link) د سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)
  4. سنگر نيازۍ, موسکا (۲۰۲۵ مارچ ۱۶). "مفتي منیر شاکر څوک و؟". افغانستان اېنټرنېشنل پښتو.{{cite web}}: د سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)
  5. بابر, هـ (۲۰۲۵ مارچ ۱۵). "مفتی منیر شاکر". دعوت مېډيا.{{cite web}}: د سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)[مړه لينکونه]
  6. سنگر نيازۍ, موسکا (۲۰۲۵ مارچ ۱۶). "مفتي منیر شاکر څوک و؟". افغانستان اېنټرنېشنل پښتو.{{cite web}}: د سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)
  7. "دیني عالم منیر شاکر چاودنه کې له ژوبلېدو وروسته مړ شوی؛ منير شاکر څوک و؟". بي بي سي ټکی کام/پښتو. ۲۰۲۵ مارچ ۱۶.{{cite web}}: د سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)
  8. سنگر نيازۍ, موسکا (۲۰۲۵ مارچ ۱۶). "مفتي منیر شاکر څوک و؟". افغانستان اېنټرنېشنل پښتو.{{cite web}}: د سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)
  9. "پشاور دھماکہ میں جاں بحق مفتی منیر شاکر کون تھے؟" [پېښور بمي چاودنه کې وژل شوی مفتي منير شاکر څوک وو؟]. ټي اېن اېن اوردو ټکی کام (in اوردو). ۲۰۲۵ مارچ ۱۵ مه. خوندي شوی له the original on 2025-03-18. ترلاسه‌کېدو نېټه 2025-03-16.{{cite web}}: CS1 maint: unrecognized language (link) د سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)
  10. "پشاور دھماکہ میں جاں بحق مفتی منیر شاکر کون تھے؟" [پېښور بمي چاودنه کې وژل شوی مفتي منير شاکر څوک وو؟]. ټي اېن اېن اوردو ټکی کام (in اوردو). ۲۰۲۵ مارچ ۱۵ مه. خوندي شوی له the original on 2025-03-18. ترلاسه‌کېدو نېټه 2025-03-16.{{cite web}}: CS1 maint: unrecognized language (link) د سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)
  11. "پشاور دھماکہ میں جاں بحق مفتی منیر شاکر کون تھے؟" [پېښور بمي چاودنه کې وژل شوی مفتي منير شاکر څوک وو؟]. ټي اېن اېن اوردو ټکی کام (in اوردو). ۲۰۲۵ مارچ ۱۵ مه.{{cite web}}: CS1 maint: unrecognized language (link) د سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)[مړه لينکونه]
  12. "پشاور دھماکہ میں جاں بحق مفتی منیر شاکر کون تھے؟" [پېښور بمي چاودنه کې وژل شوی مفتي منير شاکر څوک وو؟]. ټي اېن اېن اوردو ټکی کام (in اوردو). ۲۰۲۵ مارچ ۱۵ مه. خوندي شوی له the original on 2025-03-18. ترلاسه‌کېدو نېټه 2025-03-16.{{cite web}}: CS1 maint: unrecognized language (link) د سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)
  13. سنگر نيازۍ, موسکا (۲۰۲۵ مارچ ۱۶). "مفتي منیر شاکر څوک و؟". افغانستان اېنټرنېشنل پښتو.{{cite web}}: د سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)
  14. خان, مدثر (۲۰۲۵ مارچ ۱۶). "مفتي منیر شاکر د ټپونو له امله روغتون کې ساه ورکړه". پژواک خبري اژانس.{{cite web}}: د سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)
  15. "دیني عالم منیر شاکر چاودنه کې له ژوبلېدو وروسته مړ شوی؛ منير شاکر څوک و؟". بي بي سي ټکی کام/پښتو. ۲۰۲۵ مارچ ۱۶.{{cite web}}: د سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)