منطقي بڼه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په منطق کې، د یوې څرګندنې منطقي بڼه، په یوه بڼه‌ییز سیسټم کې د نوموړې څرګندنې په دقیقه توګه ټاکلې معنایی نسخه ده. منطقي بڼه، په نااړین ډول هڅه کوي، ترڅو یوې ممکنه ګونګې څرګندنې ته، د یوه بڼه‌ییز سیسټم په پام کې نیولو سره، د یوې دقیقې او ښکاره منطقي ژباړې بڼه وروبخښي. په یوې اېډیالې بڼه‌ییزې ژبه کې، د یوې منطقي بڼې د څرګندې معنا ټاکل یوازې د نحوې له‌لارې شوني دي. منطقي بڼې، معنایي جوړښتونه دي، نه نحوي؛ له‌دې امله، کېدای شي په یوې ټاکلې ژبه کې د ورته منطقي بڼې د ښودلو په موخه، تر یوې زیاتې لړۍ شتون ولري.[۱]

یوې استدلال منطقي بڼې ته د نوموړي استدلال «استدلالي بڼه» ویل کېږي.

تاریخچه[سمول]

د منطق لپاره د «بڼې» جاج اهمیت ډېر پخوا د لرغوني پېر په اوږدو کې پېژندل شوی ؤ. کېدای شي ارستو د لومړي ځل لپاره د باوري استنتاجونو د ښودلو په موخه، د خپل کتاب «لومړنۍشننې» له‌لارې، بېلابېل بدلېدونکي توري وکارول؛ ځکه نو، «یان ووکاشیویچ» ادعا کوي چې د بدلېدونکو پېژندنه «د ارستو یوه ستره نوښتګري» وه. د امونیوس په څېر، د ارستو لارویانو د څرګندونو له‌مخې، یوازې هغه اصول چې د شېماتیکو ګړنو له‌لارې څرګند شوي دي، منطق پورې اړوند دي، نه هغه چې د عیني ګړنو له‌لارې څرګندېږي. د انسان، فاني او داسې نورې عینې ګړنې د A، B، C د شېماتیکو ځای په ځای شویو تعویضي ارزښتونو ته ورته دي، چې ورته د استدلال ماده (په یوناني: ύλη؛ په لاتین: materia) ویل کېږي.

د «منطقي بڼه» ګړنه بِرتراند رُسِل له‌خوا، طبیعي ژبې او استدلال ته د بڼې ورکولو پروګرام په چوکاټ کې (چې هغه «فلسفي منطق» نومولی ؤ)، په ۱۹۱۴ ز کې مطرح شوه. رسل لیکي چې: «د منطقي بڼو یو ډول پوهه، سره له‌دې چې ډېریو خلکو ته څرګنده نه‌ده، خو د خبرو اترو په واړه پوهاویو کې ورګډه ده. دا د فلسفي منطق دنده ده ترڅو دغه پوهه د اړوند عیني استرونو له منځه راوکاږي او په څرګنده او کره توګه یې وړاندې کړي».[۲][۳]

د استدلالي بڼې بېلګه[سمول]

د یوه استدلال د «بڼې» مفهوم د اهمیت ښودلو په موخه، د لومړني استدلال د غونډلو له‌مخې، د ورته مواردو لپاره توري وکاروئ.

لومړنی استدلال

واړه وګړي، فاني دي.

سقراط یو وګړی دی.

نو په پایله کې، سقراط فاني دي.

استدلالي بڼه

واړه «و»، «ف» دي.

«س» یو «و» دی.

نو په پایله کې، «س»، «ف» دی.

په استدلالي بڼه کې مو یوازېنی کار دا کړی چې د وګړي/وګړو په ځای مو «و»، د فاني په ځای مو «ف» او د سقراط پر ځای مو د «س» توري لیکلي. په پایله کې د لومړني استدلال «بڼه» ترلاسه کېږي. سربېره پر دې، د استدلالي بڼې هره جلا غونډله، د لومړني استدلال د اړوندې غونډلې، «غونډلیزه بڼه» ده.[۴]

د استدلالي بڼې اهمیت[سمول]

د استدلال او غونډلې بڼې ته ځانګړې پاملرنه کېږي، ځکه چې د «بڼې» پر مټ یو استدلال باوري یا غښتلی کېږي. واړه منطقي بڼه لرونکي استدلالونه استقرایي یا استنتاجي دي. په استقرایي منطقي بڼو کې استقرایي تعمیم، احصایوي استدلالونه، توسني (تعلیلي) استدلالونه او د قیاس استدلالونه شامل دي. د استنتاجي استدلال متداولې بڼې بیا په دې ډول دي: فرضي قیاس، غوڅ قیاس، د تعریف له‌مخې استدلال، د ریاضیاتو پر بنسټ استدلال، له تعریف څخه استدلال. د منطق تر ټولو موثقې بڼې، وضع کوونکی قیاس، نفی کوونکی قیاس او ځنځیري استدلالونه دي؛ ځکه چې که چېرې د استدلال لومړنۍ قضیې سمې وي، نو هرومرو پایلې ته مو رسوي. د استدلالي بڼو دوه ناموثق ډولونه، «د پایلې تاییدَونه» او د «پیلامې ردونه» ده. [۵]

د پایلې تاییدَونه

واړه سپي، ژوي دي.

کوکو یو ژوی دی.

نو په پایله کې، کوکو یو سپی دی.

د پیلامې ردَونه

واړه پیشوګانې، ژوي دي.

میسي یوه پیشو نه‌ده.

نو په پایله کې، میسي یو ژوی نه‌دی.

یو منطقي استدلال، چې د غونډلو د یوې منظمې ټولګې په توګه پېژندل کېږي، یوه منطقي بڼه لري چې د خپلو جوړښتي غونډلو یې ترلاسه کړې ده؛ د یوه استدلال منطقي بڼې ته ځیني وخت «د استدلال بڼه» هم ویل کېږي. ځیني لیکوالان د ټولو استدلالونو په پام کې نیولو سره، منطقي بڼه د استدلال شېما یا استنتاجي جوړښت په توګه تعریفوي. د استدلال په تیوري یا غیرصوري منطق کې، د استدلال بڼې ته ځیني وخت، د منطقي بڼې په پرتله، د یوه لا پراخه مفهوم په سترګه کتل کېږي.[۶][۷][۸]

د استدلال په بڼه کې ټولې شکمنې پښوییزې ځانګړنې (لکه: جنسیت او بېچار کړ بڼې) له غونډلې څخه تروژل کېږي او ټول عبارتونه، شېماتیکو بدلېدونکو په مرسته د «بحث موضوع» ته بدلېږي. د بېلګې په توګه: د «واړه ‹الف›ونه ‹ب›ګانې دي» څرګندنه یوه منطقي بڼه ښیي چې په «واړه انسانان فاني دي»، «ټولې پېشوګانې غوښخورې دي» او «واړه یونانیان فیلسوفان دي» او داسې نورو غونډلو کې مشترکه ده.

منطقي بڼه په نومهاله منطق کې[سمول]

د نومهاله او دودیز (یا ارستویی) صوري منطق ترمنځ ستر توپیر د اړوندو څرګندنو د منطقي بڼې په جلا شننه کې پروت دی:

  • په دودیز الواک کې، د یوې غونډلې په بڼه کې دا توکي پراته دي: ۱) یو ایښی/مبتدا (لکه، «سړی») او د شمېر یوه نښه (لکه، «واړه/ټول» یا «ځیني» یا «هېڅ»)؛ ۲) نښلوونکی وییکی (یا کړ)، چې د «دی» یا «نه‌دی» بڼه لري؛ ۳) یو ایښونی/خبر (لکه، «فاني). د «واړه»، «هېڅ» او داسې نور منطقي ثابتونه او غونډلیز نښلوونکي (لکه، «او» او «یا») د هم‌ایښونو (syncategorematic) ګړنو په نامه یادېږي (په یوناني کې، kategorei د «ایښوني/خبر» او syn د «هم‌مهاله/ګډ/سره یوځای» په معنی دی). دغه یوه ثابت جوړښتي بڼه دی او په هغې کې هره پرېکړې یوه ټاکلې کچه او ټاکلی نښلوونکی کړ لري، چې د یوې غونډلې منطقي بڼه جوړوي.
  • نومهاله الواک لږ څه پېچلی دی، ځکه چې د ارستو د سیسټم یوې واحدې پرېکړې کې دوه یا لا زیات‌شمېر منطقي نښلوونکي پراته دي. د بېلګې په توګه: «واړه سړي فاني دي» غونډله کې، له منطقي اړخه، دوه غیرمنطقي ګړنې نغښتې دي: «… یو سړی دی» (دلته په M ښودل شوی) او «فاني دی» (دلته په D ښودل شوی)؛ دغه غونډله د A(M,D) پرېکړې په توګه ښودل کېږي. د ایښونو په منطق (یا د لومړي ترتیب منطق) کې په جمله کې همهغه دوه غیرمنطقي مفهومونه نغښتي دي، چې دلته د m(x) او d(x) په بڼه شنل کېږي او جمله په x(m(x) → d(x)) توګه وړاندې کېږي، چې د ټولیز کمیت ټاکنې او مفهوم جوړونې واړه منطقي نښلوونکي په‌کې شامل دي.

نومهاله پېچلی الواک لا غښتلی راڅرګندېږي. په نومهاله الواک کې، د ساده غونډلې بنسټیزه بڼه د یوې تکراري شېما په مرسته ښودل کېږي؛ لکه، طبیعي ژبه چې منطقي نښلوونکي په‌کې شامل دي (نوموړي نښلوونکي د نورو غونډلو څنګ په څنګ کېښودلو له‌لارې، چې ګواکې په خپل وار سره منطقي جوړښت ولري، سره نښتي دي). د څوګوني ټولیزوالي ستونزه د منځنیو پېړیو منطق‌پوهانو له‌خوا نومېرل شوې وه، چېرې چې ارستویي منطق کې د «ځیني هلکان تل بختور دي» په څېر غونډلې، په پوره ډاډ سره وړاندې کېدلای نه‌شي؛ دا ځکه چې، کېدای شي «واړه» او «ځیني» کمیتونه په یوه استنتاج کې سره تړاو ولري، خو هغه ثابته شېما چې ارستو کارولې ده، یوازې یوه وګړي ته مجال ورکوي، ترڅو د استنتاج ولکه په لاس کې ونیسي. څرنګه چې ژبپوهان په طبیعي ژبو کې تکراري جوړښت نومېري، داسې برېښي چې منطق هم تکراري جوړښت ته اړتیا لري.

منطقي بڼې د طبیعي ژبې په چارَنه کې[سمول]

په معنایي شننه او راسپړنه کې، د طبیعي ژبو اړوند څرګندونې داسې منطقي بڼو ته اړول کېږي چې د هغو معنا وړاندې کړای شي.[۹]

سرچینې[سمول]

  1. The Cambridge Dictionary of Philosophy, CUP 1999, pp. 511–512
  2. Russell, Bertrand. 1914(1993). Our Knowledge of the External World: as a field for scientific method in philosophy. New York: Routledge. p. 53
  3. Ernie Lepore; Kirk Ludwig (2002). "What is logical form?". In Gerhard Preyer; Georg Peter (المحررون). Logical form and language. Clarendon Press. د کتاب پاڼې 54. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-924555-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) preprint Archived 2018-04-17 at the Wayback Machine.
  4. Hurley, Patrick J. (1988). A concise introduction to logic. Belmont, Calif.: Wadsworth Pub. Co. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-534-08928-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Bassham, Gregory (2012). Critical thinking : a student's introduction (الطبعة 5th). McGraw-Hill. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-07-803831-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Paul Tomassi (1999). Logic. Routledge. د کتاب پاڼې 386. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-415-16696-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Robert C. Pinto (2001). Argument, inference and dialectic: collected papers on informal logic. Springer. د کتاب پاڼې 84. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7923-7005-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. J. C. Beall (2009). Logic: the Basics. Taylor & Francis. د کتاب پاڼې 18. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-415-77498-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Ekaterina Ovchinnikova (15 February 2012). Integration of World Knowledge for Natural Language Understanding. Springer Science & Business Media. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-94-91216-53-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)