ملي پاڅون

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ملي پاڅون كله چې يو هېواد د بل هېواد له خوا په مستقيمه توگه اشغال شي او د هغه سياسي او اقتصادي استقلال تر كنترول لاندې راولي، د مستعمره هېواد ټولې اوسيدونكي پرگنې د استعماري هېواد د سلسلې د ختمولو له پاره په گډه مبارزه كوي، ترڅو خپل سياسي استقلال ترلاسه كړي، دې ډول مبارزې ته ملي قيام ويل كېږي. په ملي قيام كې د ملت ټول طبقات او اقشار برخه اخلي. په دې مرحله كې ايډيالوژيك اختلافات په نظر كې نه نيول كېږي، ځكه چې د ټولو دښمن مشترك وي. ملي قيام په وسله وال ډول، بې وسلې، ولسي نافرمانۍ او مختلفو شكلونو سره سرته رسيداى شي. په ۱۱۱۹ هجري شمسي كال كې د ميرويس نيكه په مشرۍ د صفويانو د سلطې پر ضد زموږ د ولس قيام، په ۱۱۵۰ هـ ش كې د افشاري تاړاكونو په مقابل كې د افغانانو ملي قيام، په ۱۲۹۸ هـ ش كې د غازي آمان الله خان په مشرۍ د افغانانو ملي قيام او په ۱۳۵۸ هـ ش كال كې د روسانو په مقابل كې د افغانانو ملي قيام په افغانستان كې د ملي قيامونو لوى مثالونه دي.