ملي بیرغ
ښکارېدونکې بڼه

ملي بیرغ هغه بیرغ دی چي د یو ټاکل سوي خپلواک دولت استازیتوب او سمبول ګڼل کیږي. یاد بیرغ د هر هیواد د حکومت لخوا په ملي کچه ټاکل کیږي ، چي د هیواد ملي تاریخ، مذهب او ولسي کلتورونو ته هم پکښي پاملرنه کیږي. ملي بیرغ په دودیزه توګه د رنګونو او سمبولونو لپاره د ځانګړو ماناوو سره ډیزاین کیږي، چي په دې توګه له نورو ملتونو څخه ځان ته جلا یو ملي سمبول ګرځي. د ملي بیرغ ډیزاین کله ناکله د مهمو تاریخي پیښو له رامنځته کیدو وروسته بدلیږي، خو ټول ملي بیرغ له خپل مفهوم سره هیڅکله نسي بدلېدای.
د افغانستان ملي بیرغ تور، سور او زرغون رنګ لري چي په منځ کي یې د غنمو وږی او محراب ښکاري او سر ته یې کلمه طیبه لیکلې ده چي د هیواد د اسلامیت ښکارندویي کوي.
ملي بیرغ
ځانګړې وېشنيزه |
---|