ملا عبدالمجيد اخوند
ملا عبدالمجيد اخوند د افغانستان د کندهار په په لمړۍ ناحیه کې کي نړۍ ته سترګې پرانیستې. ښاغلي ملا عبدالمجيد اخوند په ځوانۍ کي د کندهار د نقشبندي طریقت مشهور شیخ رواڼي چې په حاجي بابا مشهور وو په مشرۍ د شوروي خلاف جهاد وکړ، او د شوروي د ماتې سره سم په پښه ټپي سو او تر ډېرې مودې پر کور پاته سو. خو در ښه کېدو وروسته، په یوه جهادي تنظیم کې چې مشري يې مولوي خالص یې کوله، ملا عبدالمجيد آخند ته د يوې ډلګۍ مشرتوب ور وسپارل سو. کله چې بیا د طالبانو غورځنګ رامنځته سو، نو ملا عبدالمجی د ډنډ چوک په شاوخوا کي د ملا محمد عمر سره ولیدل، کله چې طالبانو د کندهار ښار فتح کړ، نو ملا عبدالمجید آخند ته ځيني مسئولیتونه ورپه غاړه سوه. کله چي طالبان پر ټول هېواد واکمن سول، نو ملا عبدالمجید اخند ته د ملا محمد عمر په امر د جلال آباد ښار د ګمرک مسئول وټاکل سو ، او په ډېره لنډه موده کي بیا چې د ملا محمد عمر په امر د کابل ښاروال وټاکل سو او شاوخوا درې نیم کاله یې د ښاروال په توګه دنده ترسره کړه. پر دې سربېره نوموړی د لوی ملا صاحب په امر د کندهار ګمرک مرستیال مشر، د هلمند ښاروال او د زابل ولایت د شهر صفا ولسوالۍ ولسوال هم پاته سو. پر افغانستان د امريکا د شل کلن اشغال په دوره کي د ملا عبدالمجيد آخند د زوی او ورور په شمول د کورنۍ ۶ غړي ووژل سول، په همدې دوره کې ملا عبدالمجید آخند د طالبانو دپاره د کندهار ولایت د نظامي کمیسیون غړی او بیا د شهیدانو او معلولینو د کیمسیون مسؤل پاته سو. کله چي جمهوریت سقوط وکړ، نو د مولوي ھیبت الله اخوندزاده د فرمان پر اساس ملا عبدالمجید آخند د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر ټاکل سو.[۱]
دا هم وګورئ
[سمول]سرچینې
[سمول]- ↑ "د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند ژوند لیک". د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت. ۲۰۲۵.