منځپانگې ته ورتلل

شمايل ندوي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
(له مفتي شمايل ندوي نه مخ گرځېدلی)

شمايل ندوي په (انګليسي ژبه: Shamail Nadwi‎،عربي ژبه: شمائل الندوي‎) د ۱۹۹۸زېږديز کال د جون په ۷مه نېټه زېږېدلی دی چې د مفتي شمائل ندوي او شمائل احمد عبدالله ندوي په نوم هم پېژندل کېږي، يو هندي اسلامي عالم، مفتي او ليکوال دی. د ۲۰۲۵ ز کال په وروستيو کې هغه د نوي ډيلي اساسي قانون کلب کې د هندي ليکوال، شاعر، سندرساز [۱]، روڼ اندي [۲]جاوېد اختر سره د ايا خدای شته؟ تر سرليک لاندې علمي شننه او بحث وکړ، چې په خوالو رسنيو کې ډېره زياته خپره شوه او د نوموړي د شهرت رابرسېرېدو لامل وگرځېد.[۳][۴][۵]

شمايل ندوي
د شخص مالومات
پيدايښت ۷ جون ۱۹۹۸
سري نگر   ويکيډاټا کې (P19) ځانګړنې بدلې کړئ
تابعیت هند   ويکيډاټا کې (P27) ځانګړنې بدلې کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک عالم ،  مفتي   ويکيډاټا کې (P106) ځانګړنې بدلې کړئ
کاروونکې ژبه اوردو ژبه ،  انګليسي ژبه ،  عربي ژبه   ويکيډاټا کې (P1412) ځانګړنې بدلې کړئ

لومړنی ژوند او زده کړې

[سمول]

شمايل ندوي د ۱۹۹۸زېږديز کال د جون په ۷مه نېټه د هند د جمو او کشمير په سرينيگر سيمه کې زېږېدلی[۶] او په کلکته کې رالوی شوی دی چې خپلې لومړنۍ زده کړې يې په کلکته کې ترسره کړې دي،[۷] د هغه مور د سرينگر او پلار د کلکتې څخه دي.[۶]

د رسمي زده کړو ترڅنگ هغه په ځوانۍ کې قران کريم حفظ کړ. د هغه لومړنۍ ديني زده کړې په خپل کور کې د ابتدا‌ء عالم ندوي او نديم ندوي ترلارښوونې لاندې ترسره شوې. هغه تر اتم ټولگي پورې زده کړې په انگليسي منځني ښوونځي کې ترسره کړې دي، له هغې وروسته د پرانېستي ښوونځي له لارې يې ليسانس ترسره کړی دی. نوموړي خپلې ديني زده کړې د قران او تفسير، حديث او اصول حديث، فقه او اصول فقه، عقايد او اسلامي تفکر په برخه کې د لکناو په ندوة العلما‌ء درالعلوم کې ترسره کړې دي.[۸][۹][۱۰]

سرچينې

[سمول]
  1. خان, عبدالله (۲۰۲۳ مارچ ۱۴مه). "هندي لیکوال، شاعر او سندرغاړي جاوید اختر اردو ژبه د هندي ژبې په توګه اعلان کړې ده". باغي ټي وي.{{cite web}}: د سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)
  2. "هندي شاعر او لیکوال: د طالبانو استازي ته د درناوي له کبله شرمېږم". افغانستان اينټرنېشنل. ۱۴۰۴ لمريز تلې ۲۱مه.{{cite web}}: د سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)
  3. يوسفزی, ديدار (۲۰۲۵ ډېسمبر ۲۸مه). "همفتی شمائل ندوي او جاوید اختر مناظره". ډيلي شهادت.کام.{{cite web}}: د سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)
  4. خان, عبدالرزاق (۲۰۲۵ ډېسمبر ۲۴مه). "د مناظرې نوی خو جالب شکل". هيواد ورځپاڼه.{{cite web}}: د سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)
  5. منصور هډه‌وال, مفتي دوکتور خالد (۱۴۰۴ لمريز مرغومي ۰۳مه). "مفتي شمائل ندوي او سکالر جاويد اختر ملحد تفصيلي مناضره (اوله برخه)". هيواد ورځپاڼه.{{cite web}}: د سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Sadiq, Alia (28 December 2025). "A Young Cleric in the Age of Doubt: The Intellectual Trajectory of Maulana Mufti Shamail Ahmad Abdullah Nadwi". The Chenab Times. بياځلي په 28 December 2025.
  7. "Does God Exist? Debate in New Delhi puts spotlight on Islamic scholar Mufti Shamail Nadwi". The Observer Post (in انګليسي). 22 December 2025. بياځلي په 25 December 2025.
  8. Ahmad, Qubool (22 December 2025). "कौन हैं मुफ्ती नदवी, जो ईश्वर के अस्तित्व पर हुई बहस के बाद सुर्खियों में हैं" (in هندي).{{cite news}}: د سي‌اس۱ تېروتنې: د نه منلو وړ پاراميټرونه (link)
  9. Shelke, Rahul (2025-12-22). "Who is Mufti Shamail Nadwi: देवाच्या अस्तित्वावर वाद! जावेद अख्तरांना भिडलेले मौलाना मुफ्ती शमाइल नदवी कोण आहेत?". Pudhari (in مراټهي). بياځلي په 2025-12-25.
  10. "कौन हैं मौलाना मुफ्ती शमाइल नदवी, जो ईश्वर के अस्तित्व पर जावेद अख़्तर से भिड़ने के बाद चर्चा में हैं?". TV9 Bharatvarsh (in هندي). 2025-12-22. بياځلي په 2025-12-25.