Jump to content

معنوي، خو نه دیني

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

«معنوي، خو نه دیني» (په انګلیسي: spiritual but not religious یا SBNR) چې د «معنوي خو نه تړلي» (په انګلیسي: spiritual but not affiliated یا SBNA) په توګه هم پېژندل کېږي، یو متداول او لومړنی عبارت دی چې د ځان‌پېژندنې لپاره د معنویت اړوند د ژوند یوه دریځ په توګه کارول کېږي او په هغه کې تنظیم شوی دین/مذهب، د معنوي ودې لپاره، بنسټیز یا تر ټولو ارزښتمن نه‌ګڼل کېږي. له تاریخي پلوه، د «دیني» او «معنوي» ګړنې د دین د مفهوم ټولو بېلابېلو اړخونو د بیانولو په موخه، په مترادفه توګه کارول شوې دي؛ خو په اوسمهاله کارونه کې، «معنویت» په ټولیز ډول، د یوه وګړي له دنني ژوند سره په تړاو کې راڅرګندېږي او د وګړي د «ذهن–جسم–روح» پر هوساینې باندې ټینګار لري، په داسې حال کې چې دین سازماني یا ټولنیزو اړخونو ته اشاره کوي.[۱][۲]

آرونه او دېموګرافي

[سمول]

له تاریخي اړخه، د «دیني» او «معنوي» ګړنې د دین د مفهوم ټولو بېلابېلو اړخونو د څرګندولو په موخه، په مترادفه توګه کارول شوې دي. سره له‌دې، دین د مناقشې وړ یوه ګړنه ده او د رسل مک‌کچیون په څېر مدرسیان ادعا کوي چې د «دین» ګړنه «د انساني فعالیت او تولید د بېلابېلو برخو، په څرګنده توګه، یوې توپیر لرونکې محدودې» د نومولو په موخه کارول کېږي. د دیني علومو څانګه، د دین لپاره یوه واحد تعریف پر وړاندې کولو باندې توافق درلودلای نه‌شي او له هغه ځایه چې معنویت له هغه سره ګڼ‌شمېر ګډ اړخونه لري، د معنویت د تعریف لپاره هم یوې عمومي اجماع ته رسېدل ستونزمن برېښي.[۳][۴][۲]

دغه ځانګړی عبارت په څوګونو علمي اثرونو کې کارول شوی؛ له هغو څخه یو هم په ۱۹۶۰ ز کال کې یوه وګړپوهنیزه مقاله وه چې د زین‌باوېر او ملګرو له‌خوا وړاندې شوه: «دین‌والی او معنویت: د خورورې سکالو راغونډول». SBNR په امریکا کې د لیکوال «سوېن اېرلندسن» له‌خوا په ۲۰۰۰ز کال کې د «معنوي، خو نه دیني» کتاب له‌لارې د یوه غورځنګ په توګه وانځورول شو. داسې برېښي چې دغه ښکارنده په ۱۹۶۰ز لسیزه کې د یوه نوي پیل شوي تخیلي غورځنګ په پایله راڅرګنده شوه، چېرې چې د دواړو ترمنځ اړیکه له ورایه، د دیني تجربې په اړه د ویلیام جېمز تعریف پورې تړاو موندلی دی او هغه په دغه تعریف کې وایي چې، «دیني تجربه د وګړو په یوازېتوب کې احساسات، کړنې او تجربې دي، داسې چې د هرڅه پر وړاندې (چې هغوی یې الهي ګڼي) له درېدلو څخه ځان بېروي». تخیلي غورځنګونه له دودیز دین څخه لېرې کېدو ته لېواله دي او د عرفاني، غیرارتودوکسي او عجیب او غریبو طریقو په تاییدولو کې معنوي غورځنګونو ته ورته دي. اووېن ټوماس هم څرګندوي: څرنګه چې په تخیلي غورځنګونه سم جوړښت نه‌لري او ډېره څیزونه په کې ګونګ دي، دغه ناانډولتیاوې په معنوي غورځنګونو کې هم شتون لري.[۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

د یوې مطالعې له‌مخې چې په ۲۰۱۲ز کال کې د پيو څېړنیز مرکز له‌خوا ترسره شوه، د هغو امریکاییانو شمېر چې له هېڅ دین سره همغږي نه‌لري له ۲۰۰۷ څخه تر ۲۰۱۲ز پورې له ۱۵ سلنې څخه تر ۲۰ سلنې پورې لوړ شوی دی او لا هم مخ په زیاتېدو دی. د مطالعاتو له‌مخې، د متحده ایالاتو یو پر پنځمه برخه وګړي هېڅ کوم دین پورې تړلي نه‌دي، خو په یو ډول نه، یو ډول معنوي ګڼل کېږي. د دغو مذهب ته ناتړاوو امریکاییانو له ډلې څخه، ۳۷ سلنه یې ځانونه د معنوي وګړو په ټولګه کې شمېري خو مذهبي نه‌دي، په داسې حال کې چې ۶۸ سلنه یې وایې چې پر خدای باور لري او ۵۸ سلنه یې له ځمکې سره یوه ژوره اړیکه احساسوي.

«معنویت» ته د خلکو او پوهانو د پاملرنې زیاتېدنه، د پارګامنت په څېر څېړونکو له‌خوا، د ناروغیو له‌منځه وړلو، فردیت‌جوړونې او نړیوالتوب په لورې ټولنیز-هڅوبي لېوالتیاوو ته اړوند ګڼل شوې ده.[۱۲]

نسلي ځای په ځای کېدنه، د مذهب ته نااړوندو وګړو په وده کې د یوه اغېزمن لامل په توګه پېژندل شوی دی. د y ځوان نسل (چې له ۱۹۹۰ تر ۱۹۹۴ز کې زېږېدلي دي) او د x زوړ نسل (هغه وګړي چې له ۱۹۶۵ تر ۱۹۸۰ز کې زېږېدلي دي) د سلنو ترمنځ، د پرتله کولو پر مهال د پام وړ توپیرونه موندل شوي دي، او د مطالعاتو له‌مخې دغه نسلونه، په ترتیب سره، ۳۴ او ۲۱ سلنه له مذهبي پلوه، تړلي نه‌دي.[۱۳]

د دېموګرافي له‌مخې، څېړنو موندلې ده چې غیرمذهبي ځوان وګړي، تر ډېره نارینه دي او ۳۵ سلنه یې د ۱۸ او ۲۹ کلنو ترمنځ عمر لري. برعکس، یوازې ۸ سلنه غیرمذهبي وګړي له ۶۵ څخه زیات عمر لري. د هغو وګړو له‌منځه چې په ټولیز ډول تنظیم شوي دین/مذهب سره په تړاو کې نه‌دي، ۵۶ سلنه نارینه او ۴۴ سلنه ښځینه دي.[۱۳]

د SBNR د راولاړېدو لپاره یو بل احتمالي بیان، ژبنیز بیان دی. اووېن ټوماس هغه واقعیت څرګندوي چې معنوي غورځنګونه په انګلیسي او شمالي امریکایي هڅوبونو کې ځای په ځای کېدلو ته لېواله دي. په انګلیسي کې د «spirit – اروا» وییکي معنی د نورو ژبو په پرتله زښته محدوده ده او د انسان ټولو ځانګړو وړتیاوو او هڅوبي کارکړونو ته ویل کېږي. [۱۴]

سره له‌دې، د سیوبهان چندلر په وینا، «دنني خدای» ته درناوی د شلمې پېړۍ یو مفهوم نه‌دی چې ریښه یې د ۱۹۶۰ز لسیزه ضد هڅوبي یا ۱۹۸۰ز لسیزې نوي پېر ته ورسېږي، بلکې معنویت داسې یو مفهوم دی چې د ټول تاریخ په اوږدو کې شتون لري.[۱۵]

د SBNR ځانګړنې

[سمول]

ضد بنسټي او شخصي

[سمول]

د ابي دې په وینا، ځیني هغه کسان چې پر دین نیوکه کوي، هغه سخت او سختګیره ویني او هغو داسې یوه لوري ته لېږدوي چې د ځان په ستایلو کې له آتیست او اګنوسټیک په څېر ګړنو څخه کار واخلي. د ډېریو خلکو په اند، SBNR یوازې د دین د ردلو په معنی نه‌ده، بلکې موخه یې  دا ده چې د دین په وسیله تحدیدېدل نه‌غواړي.[۱۶]

د لیندا مرکادانته څرګندونې له‌مخې، SBNR په ټوله کې د دیني باورونو پر وړاندې ضد-دوګماټیک دریځ نه‌نیسي. هغوی ادعا کوي چې باور یوازې دا نه چې نااړین دی، بلکې په بالقوه توګه مضر هم دی او یا کم تر کمه معنویت ته د رسېدو پر لاره ولاړ خنډ دی.[۲]

د فیلیپ د. کېنېسن په وینا، تر مطالعي لاندې ډېري وګړي چې د SBNR په توګه پېژندل کېږي، د خپل شخصي معنویت او د یوه متداول دیني جوړښت غړیتوب ترمنځ یو تشنج احساسوي. ډېري یې تلوسناکي، فکري ازادي او دین ته د یوې تجربي تګلارې موندلو ته ارزښت ورکوي. ډېري تر هغو مخ‌ته ځي چې تنظیم شوی دین د معنویت اصلي دښمن ګڼي او ادعا کوي چې معنویت یو شخصي غبرګون او شخصي تجربه ده — نه یو عام دود دستور. «دیني»توب له یوه بنسټیز مفهوم سره په ملتیا کې څرګندېږي، چې په ټولیزه توګه د ابراهیمي دینونو له دود دستور سره تړاو لري: د عبادت په مراسمو کې ګډون، عشای رباني دود ترسره کول، د حانوکا شمعو روښانه کول. له‌دې سره په توپیره کې، «معنوي»توب د شخصي ریاض او شخصي پیاوړتیا موندنه ده چې د ژوندون له ډېرو ژورو هڅو سره اړیکه لري. د پایلې په توګه، په هغو هڅوبونو کې چې بنسټي جوړښتونو ته په ژور ډول د شک په سترګه ګوري او فردي ازادۍ او خپلواکۍ ته لوړ ارزښت ورکوي، معنویت تر ډېره بریده مثبت مفهومونه ترلاسه کړي دي، په داس حال کې چې دین په لا منفي بڼه لېدل کېږي.[۱۷]

د رابرټ فولر په وینا، د SBNR ښکارنده کېدای شي د فکري پرمختګوالې او عرفاني تږې د ترکیب په توګه ځانګړې کړل شي، چې د جوړو شویو کلیساوو د تقوا زغم نه‌لري.[۱۸]

د رابرټ وُتنو په وینا، معنویت له کلیسا ته تګ او یا د کلیسا له اصولو څخه موافقت یا مخالفت څخه پورته څه دي. معنویت یوه لنډه ګړنه ده چې په لوېدیځې ټولنه کې د یوه وګړي او خدای ترمنځ اړیکې په هکله د غږېدو پر مهال کارول کېږي. د ډېريو خلکو لپاره، د دین او معنویت په هکله د هغو د تفکر څرنګوالی په قطعي توګه د هغه څه پر بنسټ لارښوونه مومي چې په خپله مذهبي ټولنه کې یې ویني او هغه ترسره کوي. د یوه لا ژور لیدلوري له‌مخې، د وګړي پېژندګلوي په‌کې شامله ده — پر خدای باندې د ګرانښت احساس؛ او دا احساس کېدای شي زیات او کم شي.[۱۹]

سرچینې

[سمول]
  1. Heelas, Paul (21 January 2009). Spiritualities of Life: New Age Romanticism and Consumptive Capitalism. John Wiley & Sons. p. 63. ISBN 978-1-4443-0111-3.
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ ۲٫۲ Mercadante 2014.
  3. McCutcheon, Russell T. (2010-12-01). "Will Your Cognitive Anchor Hold in the Storms of Culture?". Journal of the American Academy of Religion. 78 (4): 1182–1193. doi:10.1093/jaarel/lfq085. ISSN 0002-7189.
  4. "Critical Theory and the Importance of Religious Studies". Bulletin for the Study of Religion. 19 December 2012. Archived from the original on 2016-01-07. نه اخيستل شوی 2015-12-06. {{cite web}}: External link in |خونديځ تړی= (help); Unknown parameter |تاريخ الأرشيف= ignored (help); Unknown parameter |خونديځ-تړی= ignored (help); Unknown parameter |مسار الأرشيف= ignored (help)
  5. Publications in Anthropology, 1960. 1960.
  6. Zinnbauer, Brian J.; Pargament, Kenneth I.; Cole, Brenda; et al. (December 1997). "Religiousness and Spirituality: Unfuzzying the Fuzzy". Journal for the Scientific Study of Religion. 36 (4): 549–564. doi:10.2307/1387689. JSTOR 1387689.
  7. Erlandson, Sven (2000). Spiritual but Not Religious: A Call to Religious Revolution in America. Bloomington: iUniverse. ISBN 059501108X.
  8. Hayes, Alan L. (March 6, 2018). "Spiritual but Not Religious". Toronto School of Theology. Archived from the original on April 5, 2018.
  9. Lark, Dana (November 13, 2017). "Spiritual but Not Religious: The Movement". Reflector. Georgia Southern University. Archived from the original on February 9, 2018.
  10. Thomas, Owen (January 2006). "Spiritual but Not Religious: The Influence of the Current Romantic Movement". Anglican Theological Review. 88 (3): 397.
  11. Kenneson 2015، م. 8.
  12. Marler, Penny Long; Hadaway, C. Kirk (June 2002). ""Being Religious" or "Being Spiritual" in America: A Zero Sum Proposition?". Journal for the Scientific Study of Religion. 41 (2): 289–300. doi:10.1111/1468-5906.00117.
  13. ۱۳٫۰ ۱۳٫۱ Funk, Cary; Smith, Greg. ""Nones" on the Rise: One-in-Five Adults Have No Religious Affiliation" (PDF). The Pew Forum on Religion and Public Life. Archived from the original (PDF) on 2014-06-29. نه اخيستل شوی 2015-11-17.
  14. Thomas, Owen (January 2006). "Spiritual but Not Religious: The Influence of the Current Romantic Movement". Anglican Theological Review. 88 (3): 398.
  15. Chandler 2013.
  16. Day, Abby, ed. (2013). Social identities between the sacred and the secular (New ed.). Burlington: Ashgate. ISBN 978-1-4094-5677-3.
  17. Kenneson 2015، م. 5.
  18. Fuller 2001، م. 12.
  19. Wuthnow 2007.