مصاحبان (افغان کورنۍ)
مصاحبان د افغانستان په معاصر تاریخ کي[۱]د محمدزيانو کورنۍ ده چي د افغان بارکزي کورنۍ واکمني یې رامنځ ته کړه، او د شاهي نسب غړو یې د 1823 څخه تر 1978 پوري د امیر، پاچا یا ولسمشر په توګه پر افغانستان واکمني کوله [۲] دوی د سلطان محمد خان طلایي (۱۷۹۵-۱۸۶۱) او د هغه د مشر ورور امیر دوست محمد خان (۱۷۹۲-۱۸۶۳) له نسل څخه دي، او د 1978 کال په اپریل کي د ثور په انقلاب کي له راپرځول کیدو سره ددې کورنۍ وروستی واکمن او لمړئ جمهور رئیس سردار محمد داوود خان هم ووژل سو. [۳]
پېژندنه
[سمول]د مصاحبانو کورنۍ د سلطان محمد خان (۱۷۹۵-۱۸۶۱) اولاده ده، چي په افغان تاریخ کي ورته د "طلایي" لقب ورکول سوی وو، او مانا یې "د سرو زرو خاوند" [۳] یا هم (هغه څوک چي شتمن او ښې جامې کاروي).[۳] د طلایي مشر ورور دوست محمد خان د ابدالیانو تر پرځېدو وروسته د افغانستان ستر واکمن وو. طلایي د یحیی خان په نوم یو زوی هم درلود، چي د هغه زوی سردار محمد یوسف خان د یحیی خېلو قبیلې بنسټ کېښود، او همدوی د مصاحبانو په نوم ونومول سول. [۳] د امین صیقل په وینا، "په 1905 کي یوسف او د هغه ورور اصف د امیر ځانګړی مصاحب وو، چي له همدغه شخص راهیسي د مصاحبان نوم پکار ولوېدی.[۳]
- ↑ Caroe, Olaf (1958). The Pathans 550 B.C.--A.D. 1957 (in انګليسي). Macmillan & Co. Ltd. p. 307. ترلاسهکېدو نېټه 20 July 2016.
- ↑ M. Nazif Shahrani (1986). "State Building And Social Fragmentation, in: Afghanistan: A Historical Perspective". In Banuazizi, Ali; Weiner, Myron (eds.). State, Religion and Ethnic Politics: Afghanistan, Iran and Pakistan (in انګليسي). Syracuse University Press. p. 43. ISBN 978-0815624486. ترلاسهکېدو نېټه 30 May 2016.
- ↑ ۳٫۰ ۳٫۱ ۳٫۲ ۳٫۳ ۳٫۴ M. Nasif Shahrani (2013). "Islamic Movements in the Political Process". In Esposito, John L.; Shahin, Emad El-Din (eds.). The Oxford Handbook of Islam and Politics (in انګليسي). Oxford University Press. p. 459. ISBN 9780195395891. ترلاسهکېدو نېټه 30 May 2016.