مسعود افغان
مسعود افغان افغان اصلاً د کندهار ولایت د نودې کلي اوسېدونکی دی، چي په ١٩٩٥ م کال کي زیږیدلی دی، لومړنۍ زده کړي یې له قرانکریم څخه پیل کړي دي، تر لسم صنف پوري یې زده کړي د کندهار ولایت احمدشاه بابا عالي لیسه کي ترسره کړې، نوري پاته زده کړي یې ظاهرشاهي عالي لیسه کي پای ته ورسولې او د بکلوریا سند یې له یادي سوي لیسې څخه تر لاسه کړ، د قرانکریم د تفسیر زده کړي یی هم د دولسم صنف په جریان کي ترسره کړې، تر څنګ یې د خپل کلي پر مولوي صاحب په متفرقه ډول احادیث او د احادیثو اړوند درسونه هم وویل، د دولسم صنف څخه تر فراغت وروسته یې کابل کي د کانکور اماده ګي پیل کړل او د کانکور په امتحان کي د کندهار پوهنتون د حقوقو پوهنځی ته بریالی سو چي دوه کاله یې یاده پوهنځی په عمومي ډول وویل او پنځم سمیسټر د شروع څخه تر مخه د اختصاصي زده کړو لپاره د څانګي بندۍ په وخت کي یې د اداره او ډیپلوماسي څانګه غوره کړل او ٢٠١٧ م کال کي له همدې څانګي څخه د فراغت سند یا لیسانس تر لاسه کړ، د پوهنتون په جریان کي یې خصوصي لیسو کي استادي او مختلفو مؤسساتو کي د فیلوشيپ عملي دورې تیري کړي دي، د پوهنتون څخه تر فراغت وروسته یې ملالۍ خصوصي پوهنتون کي د استاد په حیث دنده پیل کړل، خو ډیر ژر یې بیرته استادي پریښودل او پر ځای د افغانستان نړیوال حقوقي بنیاد کي د سکالرشیپ یوه کلنه دوره شروع کړل، ٢٠٢٥ کال کي یې د دوکتور طارق السویدان کتاب له عربي څخه پښتو ته وژباړي، چي د کتاب عنوان یې: امام ابوحنیفه ( د آزادۍ زړورتیا او مبارزې) امام، دی[۱]