د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
مروان بن محمد ( زوکړه: ۷۲ هجري– مړینه ۲۸ ذوالحجه ۱۳۲ ه) چي د مروان الحمار په نامه هم یادیږي، د اموي خلافت وروستی او څورلسم خلیفه وو. نوموړي د خپل تره زوی ابراهیم بن الولید بن عبدالملک وروسته د خلافت چاري په غاړه واخیستې، او هغه یې مجبوره کړ ترڅو دده په ګټه خلافت پریږدې. مروان په اموي کورنۍ کي یو زړور خلیفه ګڼا کېدی او پخپله واکمني کي یې خوارجو ته ستر ګوزارونه ورکړل، خو دا چي په خلافت کي دننه یې لوی شمېر دښمنان درلودل نو ځکه یې واکمنۍ زیات دوام ونکړ. [۱]
اړوندښاروندتوب | |
---|
زېږون نېټه |
۰۶۸۸  |
---|
مړينې نېټه |
۶ اگست ۰۷۵۰  |
---|
مړينې لامل | |
---|
مړينې ځای | |
---|
مړينې لامل | |
---|
ژبې | |
---|
دنده | |
---|
ټوليز مالوماتعمومي مالومات | |
---|
دین | |
---|
سمول - سرچینه سمول - ويکيډېټا سمول
مروان د خپل تره عبدالملک بن مروان د خلافت پر مهال په ۷۲ هجري کال کي په الجزیره الفراتیه کې زیږیدلی و. د هغه پلار پخپل وخت کي د خلیفه عبدالملک په استازیتوب د الجزیره سیمي امیر وو. مروان د خپلي زړورتیا او چالاکۍ پر بنسټ د خلافت له ترلاسه کولو دمخه په مختلفو پوستونو او ولایتونو کي دندي ترسره کړي وې. د نوموړي د تره زوی هشام بن عبدالملک هغه په ۱۱۴ هجري کال کې د ارمنستان ، آذربایجان او الجزیره مشر وټاکه، چیري چي هغه د روميانو پر ځمکو باندي يرغل وکړ او ستري سوبي يې ترلاسه کړې. [۲] مروان بن محمد په ۱۲۷ هجري کي د امویانو دیارلسم خلیفه ابراهیم بن ولید ته ماته ورکړه او هغه یې اړ ایستی ترڅو د ۱۲۷ هجري کال د صفر په میاشت کي دده خلافت ته غاړه کښیږدي. د خلافت له لاسته راوړلو سره سم مروان ته تر ټولو لوی ګواښ د خراسان څخه د عباسیانو په مشرۍ راپورته سو، او دواړه خواوي تر څه اړو دوړ وروسته په ۱۳۲ هجري کال کي د زاب په جګړه کي سره مخامخ سوې، چي په ترڅ کي یې مروان ماته وخوړه او شام ته پر شا سو. عباسيانو نوموړی بیاهم تعقیب کړ او د همدې کال د ذی الحجې په میاشت کي یې د مصر په بصیر په کلي کي وواژه. د مروان له مړیني سره په شام او اسلامي نړۍ کي د امويانو دولت بشپړ وپرځېدی او عباسیان وتوانېدل ترڅو د افغانانو او ابومسلم خراساني په مرسته د اسلامي نړۍ واک لاسته راوړي. [۳]
- ↑ Lua error in Module:Cite_Q at line 351: attempt to call upvalue 'getPropOfProp' (a nil value).
- ↑ Lua error in Module:Cite_Q at line 351: attempt to call upvalue 'getPropOfProp' (a nil value).
- ↑ Lua error in Module:Cite_Q at line 351: attempt to call upvalue 'getPropOfProp' (a nil value).