مرهټه واکمني
د مرهټه امپراتوري یا د مرهټه واکمني [۱] [۲] [۳] چي د مرهټه کنفډراسيون په نوم هم یادیږي، د هند په نیمه وچه کي یو له لومړنیو عصري واکمنیو څخه وه.
پلازمېنه |
---|
عمومي مالومات | |
---|---|
ځايي ژبې | |
دین | |
ځایناستی د | |
ځایناستی |
د ړنګېدو وخت |
---|
مرهټیان په اصل کې د لویدیځ دکن له سیمي (اوسني مهاراشترا ) څخه د مراټي ژبو بزګرانو ډله وه چي د شیواجي په مشرۍ د شهرت پوړو ته ورسیده. شیواجي هغه کس وو، چا چي د " هندوی سوراجیا واکمنۍ د جوړولو لپاره د بیجاپور سلطنت او مغل امپراتورۍ پر وړاندې پاڅون وکړ د تاریخونو پر بنسټ په هند کي د امپراتور اورنګزیب سخت چلند غیر مسلمانان له مسلمانانو سره په لیریوالي کي واچول، او په دې توګه د مرهټیانو بغاوت د هغه د واک او ځواک لپاره په لویه بیه تمام سو. [۴] [۵] د مرهټه په حکومت کي جنګیالي، مدیران او د نورو مراټي ډلو لوړپوړي غړي هم شامل وه. [۶] د شیواجي سلطنت چي د مرهټیانو د سلطنت په نوم یادیږي، [۷] په اتلسمه پیړۍ کي د باجیراو اول په مشرۍ د هند په یوه لویه سیمه کي راڅرګند او پراخه سو. ددوی د پرله پسې پراختیا له امله په ډیلي کي د مغول امپراتورۍ سیاست د 1737 او 1803 کلونو ترمنځ په لویه کچه اغیزمن سو، او مسلمانان یې د سیمي له سیاست څخه بیخي ګوښې ته کړل.
په ۱۷۰۷ کال کي د اورنګزېب له مړیني وروسته د شیواجي لمسي شاهو د باجیراو په مشرۍ د مرهټیانو ځواک ته زیاته پراختیا ورپه برخه کړه او د بهټ کورنۍ ته یې دومره واک ورکړ، چي هغوی په میراثي ډول پیشوا ( لومړي وزیران ) سول. په ۱۷۴۹ کال کي د شیواجي تر مړیني وروسته د مرهټه واکمني لړزانه سول، او په دوی کي مخکښو مرهټي کورنیو لکه سکنډیا، هولکر، بھونسلي او ګیکواډ په شمالي او مرکزي هند کي خپلي پولي یوپه بل پسې وغځولې، چي په دې توګه یې د ستري مرخټه واکمنۍ څخه خپلواکي ترلاسه کړه. د مرهټیانو یاده پراختیا په ۱۷۶۱ کال کي د افغان امپراتورۍ په لاس د پانیپت د لویي جګړې په ترڅ کي سخته وځپل سوه، او د هند مسلمانان وتوانېدل ترڅو د افغانانو په مرسته څه وخت د ارام ساه واخلي. د پانیپت تر جګړې او د لمړي مادھوراو تر مړیني وروسته د مرهټه امپراتورۍ واک نور هم سره وپاشل سو، او ځینو سیمه ییزو مشرانو یې خپلواکي ترلاسه کړه. په ۱۸۰۲ کال کي کله چي د هولکر کورنۍ پر مرکزي مرهټه واکمنۍ باندي یرغل وکړ او دوی ته یې ماته ورکړه، ددوی واکمن باجي راو دوهم د برتانوي ختیځ هند شرکت څخه د مرستي غوښتنه وکړه، او په دې توګه یې انګرېزانو ته د لاسوهني لاره پرانیستل. د انګرېزانو ددې مداخلې له امله د دوهم او دریم انګلیس-مرھټه جګړو په پایله کي په ۱۸۱۸ کال کي ددوی حکومت بشپړ له منځه ولاړ.
د مرهټه دولت جوړښت پخپل وخت کي د څلورو راجاګانو د کنفډراسیون په څیر وو، چي د لویدیځ هند په پونا (اوسنۍ پونا) کي یې د پیشوا په مشرۍ چاري سرته رسولې. د ۱۷۳۷ کال د بهوپال له جګړې وروسته ددې کنفډراسیون باثباته پولي په سویل کي تر اوسني مهاراشترا، په شمال کي تر ګوالیر او په ختیځ کي تر اوریسا یا د هند د نیمي وچي تر شاوخوا دریمي برخه پوري غځېدلي وې.
- ↑ Maratha Empire
- ↑ The Maratha Empire
- ↑ . 2021-11-26.
{{cite journal}}
:|doi-access=
requires|doi=
(help); Cite journal requires|journal=
(help); Missing or empty|title=
(help) - ↑ . 2020-07-03.
{{cite journal}}
: Cite journal requires|journal=
(help); Missing or empty|title=
(help) - ↑ . 2008-07-01.
{{cite journal}}
: Cite journal requires|journal=
(help); Missing or empty|title=
(help) - ↑ . 1978.
{{cite journal}}
: Cite journal requires|journal=
(help); Missing or empty|title=
(help) - ↑ . 1994.
{{cite book}}
: Missing or empty|title=
(help)
- هغه پاڼي چې د P36 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P2936 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P140 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P1365 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P1366 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P576 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چي بې پاراميټره مالوماتبکس کېټ کاروي
- هغه پاڼې چي مالوماتبکس کېټ کاروي
- هغه پاڼې چي انځور نلري
- هغه پاڼې چې یو خصوصیت کارويP242
- هغه پاڼي چي د جېسن کنفیګرېشن غزونکې اله کاروي
- CS1 errors: missing periodical
- CS1 errors: param-access
- CS1 errors: missing title