مراد خان (دوهم)
سلطان مراد خان ثاني یا دویم مراد خان شپږم عثماني سلطان او واکمن وو. نوموړی د عثماني واکمنانو لومړنی کس وو چي د بیعت په وخت کي یې د عثمان غازي توره تر ملا وتړل.
زېږونځای | |
---|---|
زېږون نېټه | |
مړينې نېټه | |
مړينې ځای | |
ښخولو ځای | |
ژبې | |
دنده | |
بلننوم |
عمومي مالومات | |
---|---|
وروڼه او خويندې | |
دین |
برخه د |
---|
مراد خان د خپل پلار، سلطان محمد له مړیني وروسته د عثماني امپراتورۍ واک په لاس راوړ. ویل کیږي چي ده به هیڅکله داسي جګړه نه کوله ترڅو په بریا به یې ډاډمن نه وو. مراد خان د عثمانیانو په تاریخ کي تر خپل پلار را وروسته د عثماني امپراتورۍ د دوهم جوړونکي لقب درلود، ځکه چي دوی (پلار او زوی) د خپلو پراخو هڅو له لاري د عثماني امپراتورۍ حیثیت بیرته هغه حالت ته راوست چي د تیمور له لوري د انقرې له جګړې مخکي یې درلود. مراد خان د خپلي واکمنۍ په لړ کي د یو لوی لښکر سره قسطنطنیه محاصره کړه، خو په نیولو یې ونه توانېدی. دا محاصره د رومیانو له لوري د سلطان مراد د تره شهزاده مصطفی بن بایزید د خوشې کولو له امله رامنځ ته سوه، ځکه رومیانو د مصطفي په مرسته د عثماني سلطنت د تخت کمزوري کولو هڅي ترسره کولې. له رومیانو په هاخوا مراد خان وکولای سول ترڅو په اناتولیا کې ټول ترکمن امارتونه تر خپل واک لاندي راولي. هغه امارتونه کوم چي دده نیکه سلطان بایزید عثماني امپراتورۍ سره یوځای کړي وه او بیا د تیمور لنگ لخوا د انقرې په جګړه کي د عثمانیانو د ماتې له کبله بیا خپلواک سول. مراد خان پخپل سیاست د بازنطین امپراتور مجبور کړ چي عثماني امپراتورۍ ته تسلیم او یو ځانګړی خراج ورکړي. همدارنګه یې ټولي هغه کلاګاني او سیمي هم ونیولې چي لا تر دغه وخته د رومیلیا، مقدونیې او تسالي په ساحلونو کي د رومیانو تر واک لاندي وې. تر یادو بریالیو هڅو وروسته مراد د بالکان نیولو ته مټي راونغښتلې او غوښتل یې د اسلام له ځمکو سره یې ونښلوي، خو څرنګه چي د روم پاپ یوجین څلورم د اروپا په زړه کي د اسلام د پراختیا څخه ویره درلوده، په ځانګړې توګه وروسته له هغه چي د بازنطیني امپراتور جان VIII پالیولوګس هم د مراد خان څخه ماته وخوړه، نو ځکه یې د څو لوېدیځو پاچاهانو ترمنځ یو اتحاد جوړ کړ ترڅو د رومیانو سره په ګډه د مسلمانانو په وړاندي په جګړه ترسره کړي او د بالکان سیمي له دوی څخه وژغوري. د بازنطین امپراتور له پاپ سره ژمنه وکړه چي د مراد خان په وړاندي د بریا په صورت کي به د قسطنطنیه د ایکومینیکل پادری چاریټ او د ختیځ ټولو پادریانو ته قناعت ورکړي ترڅو د رومي پاپ اطاعت غوره کړي. [۴] تر بشپړ چمتووالي وروسته په ۸۴۶ هجري س کال کي چي د ۱۴۴۲ میلادي کال سره سمون لري، یوه لویه صلیبي جګړه د مسلمانانو په وړاندي پیل سوه، چي یوه لویه برخه لښکر یې د هنګري ځواکونو څخه جوړ سوی وو او مشري یي جان هونیاډي کوله. عیسایان د نیس په ښار کي له عثمانیانو سره مخامخ سول، او د خونړي کش مکش په پایله کي یې سخته ماته وخوړه. [۵]
د عیسایانو تر ماتي او په ورته وخت کي د خپل زوی علاءالدین له مړینې وروسته سلطان مراد خان د سلطنت له بارونو او د نړۍ له اندیښنو څخه نور ستړی سو، او د خپل زوی محمد په ګټه یې واک پریښود. د اروپا واکمن چي کله دده له ګوښه ناستي خبر سو، نو هغه اوربند یې بیرته مات کړ چي له مراد خان سره یې کړی وو او د عثماني امپراتورۍ سره یې د جګړې لپاره بیا لښکري چمتو کړې. سلطان مراد خان اړ سو ترڅو خپله انزوا بیرته پریږدي او سلطنت له ګواښ څخه وژغوري. نوموړی د یو لوی لښکر په مشري د بلغاریا په وارنا ښار کي د صلیبي لښکرو سره مخامخ او یو ځل بیا یې پر هغوی لویه بریا ترلاسه کړه. له یادي جګړې وروسته مراد خان بیرته ګوښه ناسته غوره کړه، خو دا ځل د عیسایانو پر ځای خپله د عثماني لښکر جانیساري سرتیرو د سلطان محمد سپکاوی وکړ او په پلازمینه ایډرین کي یې فساد خپور کړ. سلطان مراد مجبوره سو چي د دوهم ځل لپاره واک ته راستون سي او خپل عسکر یې په اروپا کي او په ځانګړې توګه د البانیانو په منځ کي د سکندربیګ د بغاوت د ځپلو لپاره چي له عثماني سلطنت څخه یې بغاوت کړی وو، کي ښکیل کړل. د اسکندر بېګ سره د جګړو په همدغه اړو دوړ کي سلطان مراد د ۸۵۵ هجري قمري کال د محرم په ۱۱مه چي د ۱۴۵۱ میلادي کال د فبروري له ۱۳مې سره سمون لري، وفات سو.
- ↑ ويل شوي په: Great Norwegian Encyclopedia. Store norske leksikon (Great Norwegian Encyclopedia) ID: Murat_2. اثر ژبه: بوکمول ژبه. ISSN: 2464-1480.
- ↑ "Encyclopædia Britannica Online" (in انګليسي ژبه).
{{cite web}}
: CS1 maint: unrecognized language (link) - ↑ ۳٫۰ ۳٫۱ ۳٫۲ سرچينې تړی: https://islamansiklopedisi.org.tr/murad-ii.
- ↑ Invalid
<ref>
tag; no text was provided for refs namedمغبغب
- ↑ Invalid
<ref>
tag; no text was provided for refs namedالمصور
- هغه پاڼي چي د جېسن کنفیګرېشن غزونکې اله کاروي
- هغه پاڼي چې د P1559 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P19 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د ويکيډېټا مالومات کاروي
- هغه پاڼي چې د P569 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P570 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P20 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P119 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P1412 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P106 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P1449 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P3373 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P140 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P361 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چي بې پاراميټره مالوماتبکس کېټ کاروي
- هغه پاڼې چي مالوماتبکس کېټ کاروي
- مخونه د غبرګونيزي تيروتنې سره
- CS1 maint: unrecognized language