مدینه
پلازمېنه د |
---|
عمومي مالومات | |
---|---|
وګړو شمېر | |
اداري سیمه | |
هېواد |
مهمې پېښې |
|
---|
د ځای کچه |
---|
وېبپاڼه |
amana-md.gov.sa (عربي ژبه) ![]() |
---|---|
کورډينېشن |

مدینه یا مدینه منوره د لویدیځ سعودي عربستان د مدینې ولایت پلازمېنه ده. دا ښار د اسلامي تاریخ یو له پخوانیو او خورا مهمو ځایونو څخه ګڼل کیږي. مدینه په اسلام کې یو له سپیڅلو ښارونو څخه دی، او د 2022 کال د سرشمېرني له مخي یې نفوس 1,411,599 تنه دی، چي په دې توګه دا په عربستان کي څلورم ډیر نفوس لرونکی ښار دی. د مدینې ښار شاوخوا ۵۸.۵ سلنه وګړي د سعودي اصلي وګړي او ۴۱.۵ سلنه یې بهرنیان دي. مدینه د سعودي عربستان په لویدیځ کي د مدینې ولایت په مرکز کي موقعیت لري، او ۵۸۹ kم2 (۲۲۷ ميل2) ساحه په ځان کي رانغاړي، چي له دې جملې ۲۹۳ kم2 (۱۱۳ ميل2) د ښار استوګنیزه سیمه او پاته برخه یې د حجاز غرونو، خالي درې، کرنیزو ځایونو او زړو غیر فعال آتش فشانونو لخوا پوښلې ده.
مدینه په عمومي توګه د " اسلامي کلتور او تمدن مرکز" ګڼل کیږي. دا ښار په اسلامي شریعت او قانون کي د دریو کلیدي ښارونو دوهم مقدس ګڼل کیږي، چي تر مکې او بیت المقدس وروسته په ترتیب سره دریم ځای لري. د مدینې په ښار کي نبوي مسجد په اسلام کي ځانګړی اهمیت لري، چي د پیغمبر محمدﷺ مقبره پکښي شتون لري، او خپله دغه مسجد په 622 زیږدیز کال (د هجرت په لومړي کال) کي جوړ سوی دی. د مدینې څخه لیدونکي مسلمانان په دودیزه توګه لږترلږه په ژوند کي یو ځل د زیارت په نوم د حضرت محمدﷺ ارام ځای یا روضې ته ورځي. [۳] د اسلام له ظهور څخه مخکي د مدینې د ښار نوم یثرب وو، چي یاده خبره د قرآن کریم په سورة الاحزاب کي هم ثابته سوې ده. تر یثرب وروسته دا ځای د حضرت محمدﷺ له لوري مدینه یعني نوی ښار ونومول سو چي تر ننه هم دغه مبارک نوم ورته کاریږي.
د مدینې ښار د محمد صلی الله علیه وسلم تر هجرت ۱۵۰۰ کاله وړاندې شتون درلود ، او تر هجرت وروسته د محمد صلی الله علیه وسلم په مشرۍ د ګړندۍ مخ په زیاتیدونکي اسلامي خلافت پلازمینه وه. د مدینې اوسیدونکو ( انصارو ) او همدارنګه له مکې څخه د محمدﷺ سرت تلونکو( مهاجرینو ) دلته زیات نفوذ درلود. مدینه د دریو مشهورو جوماتونو کور دی، لکه مسجد نبوي ، مسجد قبا ، او مسجد القبلتین، او د اسلام د مقدس کتاب قرآن کریم یوه لویه برخه په مدینه منوره کي نازل سوې ده. [۴] [۵]
د حجاز د ډیرو برخو په څېر مدینې هم پخپل تاریخ کي د قدرت ډیر ادلون بدلون لیدلی دی.
په مدینه کي د زیارت کولو سربیره حاجیان او عام مسلمانان په ښار کي د نورو مشهورو جوماتونو او ځایونو لیدو ته هم چي مذهبي اهمیت لري، راځي لکه: د احد غز د البقیع قبرستان او داسي نور. معاصر سعودي حکومت په مدینه منوره او مکه مکرمه کي د څو تاریخي اثارو او لرغونو اثارو ویجاړی هم ترسره کړي دي. [۶]
- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ ۱٫۳ "تعداد السكان والمساكن". General Authority for Statistics. بياځلي په ۱۲ جولای ۲۰۲۰.
{{cite web}}
: سياس۱ تېروتنې: نېټې (link) - ↑ ArchINFORM location ID: 8366. ويل شوي په: آرک انفارم. بياځلي سمون: ۶ اگسټ ۲۰۱۸. اثر ژبه: جرمني ژبه.
- ↑ . Madinah.
{{cite book}}
: Missing or empty|title=
(help) - ↑ . 2002.
{{cite book}}
: Missing or empty|title=
(help) - ↑ . 2005.
{{cite book}}
: Missing or empty|title=
(help) - ↑ "Wahhābī (Islamic movement)". Encyclopædia Britannica. (9 June 2020). Edinburgh: Encyclopædia Britannica, Inc.. “Because Wahhābism prohibits the veneration of shrines, tombs, and sacred objects, many sites associated with the early history of Islam, such as the homes and graves of companions of Muhammad, were demolished under Saudi rule. Preservationists have estimated that as many as 95 percent of the historic sites around Mecca and Medina have been razed.”
- هغه پاڼي چي د جېسن کنفیګرېشن غزونکې اله کاروي
- هغه پاڼي چې د ويکيډېټا مالومات کاروي
- هغه پاڼي چې د P1448 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P1376 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P1082 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P793 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P2046 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P856 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چي بې پاراميټره مالوماتبکس کېټ کاروي
- هغه پاڼې چي مالوماتبکس کېټ کاروي
- سياس۱ تېروتنې: نېټې
- CS1 errors: missing title
- نخشه لرونکي مخونه