مخکینیزه او وروستیزه
مخکینیزه او وروستیزه هغه اصطلاحات دي چې په فلسفه او ژبپوهنه کښې د پوهې ، توجیه کولو ، یا استدلال ډولونو توپیر کولو لپاره کارول کیږي چې په تجربو باندې ولاړ دی. مخکینیز پوهاوی د هر ډول تجربې څخه خپلواک دی. بېلګې یې ریاضي ، ټاټولوژي او له خالص عقل څخه تړون (استخراج) دي. وروستیز پوهاوی په څاریزو وندونو پورې اړه لري. د ساینس ډیری برخې او د شخصي پوهې ځینې اړخونه د وروستیز پوهاوي بېلګې دي.
دا اصطلاحات د څېړېزو توګو څخه سرچینه اخلي چې په ارګانون کې موندل کېږي، چې د ارسطو یوه د آثارو ټولګه ده. مخکینیز جاج ( a priori: یعنی مخکینی ) د استخراجي منطق په اړه دی، کوم چې د تعریفونو او لومړو اصولو څخه راځي. وروستیز جاج ( a posteriori: یعنی وروستیز ) د استقامتي منطق په اړه دی، کوم چې د هغه قسم وندونو څخه راځي، چې د څارلو دي.
دواړه اصطلاحات د اقلیدس په عناصرو کښې شتون دي او د ایمانویل کانت د خالص عقل انتقاد لخوا نومیال شوي دي، چې د فلسفې په تاریخ کې یو اغیزمن آثر دی. [۱] دواړه اصطلاحات په داسې توګه کارول کېږي، چې د پوهاوي ټکي ټیک یا څرګند کړي (مثال: مخکینیز پوهاوی). د « مخکینیز » ټکی هم د نورو څېزنومانو لکه "رېښتون" (حقیقت) له پاره کارول کیدی شي. فیلسوفان کله کله apriority ، apriorist او aprioricity (یعنی مخکینپال مخکینیتوب) د څېزنومو په توګه کاروي چې د مخکینيز پوهاوي څرنګوالي ته اشاره کوي.
بېلګې
[سمول]مخکینیزه
[سمول]یوه فلسفي مخکینیزه بېلګه
[سمول]یو د پام وړ وړاندېز: « که چیرې پنځم جورج لږترلږه څلور ورځې واکمني وکړه، نو هغه له درو ورځو څخه ډیره واکمني وکړه.» دا هغه څه دي چې یو څوک یې په مخ کښې پیژني ځکه چې دا یو بیان څرګندوي چې یو څوک یوازې د دلیل او استدلال له لارې ترلاسه کولی شي.
وروستېز
[سمول]یوه فلسفي وروستیزه بېلګه
[سمول]یو د پام وړ وړاندېز: "جورج پنځم له ۱۹۱۰ څخه تر ۱۹۳۶ پورې واکمني وکړه." دا هغه څه دي چې (که ریښتیا وي) یو څوک په وروسته کښې په پوهېږي ځکه چې دا یوه د څارلو پېښه ده چې یوازې د دلیل او د چرت وهلو له خوا څوک ځان نه شي په پوهولی.
د اړینو رېښتونو (حقایقو) او اکریز رېښتونو سره اړیکه
[سمول]د اړینو او اکرېزو رېښتونو ترمنځ رښپوهنېز (میټافزیکي) توپیر هم د مخکینېز او وروستيز پوهاوي سره تړاو لري.
هغه وړاندیز چې په اړین ډول ریښتیا وي هغه دی چې پکښې یې نفی پخپله اړپېچ (تضاد) وي؛ دا په هره کېدونکې نړۍ کښې ریښتیا ده. د مثال په توګه، "ټولې پېغلې واده شوي ندي" (په دغه صورت کښې د پېغلې معنی یوه ناواده شوې نجلۍ ده). د هغې نفی (یعنې هغه وړاندیز چې ځینې پېغلې واده شوي دي) په معنی کښې ناکېدونکې ده، او ځکه یوه اړپېچ ده، نو په اړینه توګه رېښتیا ده.
خو، هغه وړاندیز چې په اکرېز ډول ریښتیا وي هغه هغه دی چې پکښې یې نفي پخپله اړپېچ نه وي. په دې توګه، ویل کیږي چې په هره کېدونکې نړۍ کښې ریښتیا نه وي. لکه څنګه چې جیسن باهر وړاندیز کوي، دا د منلو وړ ښکاري چې ټول اړین وړاندیزونه په مخ کښې پیژندل شوي دي.
تاریخ
[سمول]لومړني کارونې
[سمول]د "A priori " اصطلاح په لاتینۍ ژبه کښې د "هغه څه څخه چې په مخکې راځي" معنی لري (یا لږ لفظي معنی یې "له لومړو اصولو څخه، د تجربې څخه مخکېنی" ده). د "a posteriori" اصطلاح په لاتینۍ ژبه کښې د "هغه څه څخه چې وروسته راځي" (یا "له تجربې وروسته") معنی لري.
د اقلیدس عناصرو په لاتیني ژباړو کښې راغلي دي: یو آثر چې په پراخه کچه د اروپا د عصري دورې په شروع کښې د دقیق فکر کولو بېلګه ګڼل کیده.
]
د ۱۴مې پیړۍ منطق پوه، د ساکسوني البرت ، د مخکینیزو او وروستيزو په اړه لیکلي دي.
جورج برکلي په خپل ۱۷۱۰ کال کې د "د انساني پوهې د اصولو په اړه یوه مقاله" (XXI پاراګراف) کښې دا توپیر بیان کړ.
ماخذونه
[سمول]یادښتونه
[سمول]حوالې
[سمول]سرچینې
[سمول]
نور لوستل
[سمول]
- A priori and a posteriori at the Indiana Philosophy Ontology Project
- A priori and a posteriori at PhilPapers
- A priori / a posteriori – in the Philosophical Dictionary online.
- "Rationalism vs. Empiricism" – an article by Peter Markie in the Stanford Encyclopedia of Philosophy.