منځپانگې ته ورتلل

محمود مرهون

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
محمود مرحوم
محمود
اړوند
زېږونځای
کندهار، افغانستان
ښاروندتوب
افغان
زېږون نېټه
۱۳۶۹ / ۰۴/ ۱۳
دنده
استاد
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
د کابل پوهنتون استاد

استاد محمود مرهون په انگلیسي (Prof. Mahmood Marhoon) د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځی استاد٬ سیاسي فعال٬ ژبپوه٬ لیکوال او څېړنپوه دی. په په ژبه او ادبیاتو کي یې تر اوسه تر سل زیات اثار خپاره شوي. نوموړی په ١٣٦٩ل کال کې په کندهار ولایت کې د بارکزو په محرابخیلو کي د آغامحمد محرابي په کور کي زېږېدلى چي د ملاولي احمد محرابي د پلار له خوا او د مولوي عبدالرحمن(د سرخاب مولوي صاحب) د لور له خوا لمسی دئ، اوس مهال په هند او امریکا متحده ایالاتو کې د زدکړو تر څنګ د پښتو ژبي، تاریخ او کلتور لپاره چوپړ ترسره کوي.

محمود مرهون لومړنۍ او دیني زدکړي د کندهار ښار په امام ابوحنیفه مدرسه او شاه حسین هوتک افغان ترک عالي لېسه کې او لوړي زدکړي یې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو په پوهنځي کې کړي دی او په (۱۳۹۱) ل کې له یادي پوهنځی فارغه شوی دی. ده دکتورا د هند په تر ټولو لوی پوهنتون (جامعه ملیه اسلامیه) کي کړې ده.

مرهون په ١٣٩٢ کي د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو په پوهنځي کي د استاد په توګه وټاکل شو او لا هم په دې دنده بوخت دی. مرهون د پښتو ژبي سربيره په دري، انګرېزي، ترکي، اردو او عربي رواني خبرې کوي او په ازبکي ژبه هم پوهيږي. ددې ترڅنګ یې جرمني او فرانسوي هم په لنډ مهاله توګه ويلي، او په اروپايي هيوادونو لکه جرمني، فرانسه او سويس کي یې بېلا بېلې لنډمهاله زده کړي ترسره کړي دي. مرهون په پښتو ژبه زیات شمېر ادبي چاپ او ناچاپ اثار لري.

دندي

[سمول]

د محمود مرهون آثار:

[سمول]

خپل آثار یې:

  1. راځئ چي پشتو زده کړو ۱
  2. راځئ چي پشتو زده کړو۲
  3. راځئ چي پشتو زده کړو۳
  4. نثر
  5. د پشتو شعر مانوي توکي
  6. ادبي جوړښتونه
  7. تاریخي ژبپوهنه ۱
  8. تاریخي ژبپوهنه ۲
  9. د ژبپوهني بنسټونه
  10. اواز پوهنه
  11. د پښتو معاني
  12. لمن دي ونیسه چي زړه در واچومه
  13. افسانوي هینداره ۱
  14. افسانوي هینداره ۲
  15. افسانوي هینداره ۳
  16. سقوط
  17. ستا د سترگو د شهید قبر مي ولید
  18. کاشکي زه  د یار د سترگو صدقه وای
  19. نگاهی تطبیقی به زبانهای پشتو و دری(فارسی)
  20. دستور تطبیقی زبانها پشتو و دری (فارسی)
  21. او ...

کوچنیانو(ماشومانو ته) لیکلي آثار:

  1. الف نوم دئ د انسان بې بایسکل دئ د باغوان
  2. شین غوایی اوبو یوړئ
  3. الف و بې و تې زموز کور ته به راځې
  4. زموږ نړی
  5. زموږ انا
  6. زموږ ملاله
  7. د میوند زمری
  8. د بر کلي شاه ځلمي
  9. گیدړ او گیدړه
  10. مرغۍ او ظالم پاچا
  11. د چرگي ژړ چیچی
  12. شرمښ او سره بزه
  13. د باچا نوي کالي
  14. اروا وږی سپی(څو نورې کیسې)،
  15. او...

ژباړي او ترجمې

  1. انځور
  2. د ژوند ساز د زړه اواز
  3. مینه لیکونه
  4. د میني لیک
  5. د ویني رنگ
  6. تورکالي لوچکان
  7. فاحشه
  8. اسلامي نړی لید
  9. لمونځ اودس او د هغو مانا
  10. د عناصرو فرهنگ
  11. د میني لیکونه
  12. د اخیري زمانې کوچنیان
  13. د اولنو خبري
  14. د خدای په لور
  15. او...

کوچنیانو ته ژباړي او ترجمې

  1. جګ بابا، لیکوال: جین وبستر، مترجم: محمود مرهون،
  2. د آسمانو شاپیرۍ، لیکوال: شاګاهیراتا، مترجم: محمود مرهون،
  3. د واورو ملکه، لیکوال: شاګاهیراتا، مترجم: محمود مرهون،
  4. د اُز د ښار جادو ګر، لیکوال: شاګاهیراتا، مترجم: محمود مرهون،
  5. سورکۍ، لیکوال: شاګاهیراتا، مترجم: محمود مرهون،
  6. ملاله په عجبه دنیا کې، لیکوال: لوییس کارول، مترجم: محمود مرهون،
  7. اورلګیت خرڅونکې نجلۍ، لیکوال: هانس کریستین اندرسن، مترجم: محمود مرهون،
  8. د ماشیني انسانانو سره جنګ، لیکوال: فرانک با اُوم، مترجم: محمود مرهون،
  9. قهرمان هلک او جادوګر، لیکوال: شاګاهیراتا، مترجم: محمود مرهون،
  10. د ځنګله د ماڼۍ راز، لیکوال: شاګاهیراتا، مترجم: محمود مرهون،
  11. شین طوطي، لیکوال: شاګاهیراتا، مترجم: محمود مرهون،
  12. سارا سرور، لیکوال: شاګاهیراتا، مترجم: محمود مرهون،
  13. شپږ ورونه او یو سوی، لیکوال: شاګاهیراتا، مترجم: محمود مرهون،
  14. نیک بخته شاهزاده، لیکوال: شاګاهیراتا، مترجم: محمود مرهون،
  15. مغروره باز(او یوه بله کیسه)، لیکوال: شاګاهیراتا، مترجم: محمود مرهون،
  16. چالاکه پیشي، لیکوال: شاګاهیراتا، مترجم: محمود مرهون،
  17. د ریدي وفاداره سپی، لیکوال: شاګاهیراتا، مترجم: محمود مرهون،
  18. سرتیری او وحشي دیب، لیکوال: شاګاهیراتا، مترجم: محمود مرهون،
  19. د ګیدړې شیطان چیچی، لیکوال: شاګاهیراتا، مترجم: محمود مرهون
  20. د کلي عجیبه سپی، لیکوال: شاګاهیراتا، مترجم: محمود مرهون،
  21. انګوړ و منګوړ او چیچي مچونګړ، محمود مرهون،
  22. ښکار او ښکاري(او یوه بله کیسه)، لیکوال: شاګاهیراتا، مترجم: محمود مرهون،
  23. مچمچکه، لیکوال: بن زلس، مترجم: محمود مرهون،
  24. هوايي هیلۍ، لیکوال: هانس کریستن اندرسن، مترجم: محمود مرهون،
  25. د کوچنیو انسانانو دنیا، لیکوال: شاګاهیراتا، مترجم: محمود مرهون،
  26. آسماني نجلۍ، لیکوال: شاګاهیراتا، مترجم: محمود مرهون،
  27. لنډیان او خفاف(بوټ ګنډونکی)، لیکوال: شاګاهیراتا، مترجم: محمود مرهون،
  28. نازو او جادوګر، لیکوال: شاګاهیراتا، مترجم: محمود مرهون،
  29. مهربانه نجلۍ، لیکوال: شاګاهیراتا، مترجم: محمود مرهون،
  30. شین سترګې ارزو، لیکوال: لوسی م مونټګمري، مترجم: محمود مرهون،
  31. ماریا او زمری شاهزاده، لیکوال: شاګاهیراتا، مترجم: محمود مرهون،
  32. نازو او جادوګر باچا، لیکوال: فرانک با اُوم، مترجم: محمود مرهون،
  33. علي بابا او څلویښت غله، لیکوال: شاګاهیراتا، مترجم: محمود مرهون،
  34. هوښیار سوی او بد رنګه راکون
  35. درې سترګی دیب او کوچنی بوټبه
  36. د زمریالي وفا داره سپی
  37. د هیلۍ بد رنګه چیچی
  38. وحشي خرس او هوښیار هلک
  39. بامبي
  40. او...

د محمود مرهون به اهتمام چاپ شوي آثار:

  1. پشتو فنولوژی - د پوهندوی بایزید اڅک
  2. د تاریخي ژبپوهني مبادي - د پوهندوی بایزید اڅک ترجمه
  3. منثور متون - پوهاند محمد صابر خویشکی
  4. د معاصر شعر سبکونه - پوهاند محمد رفیق - رفیق
  5. د انار تر ونه لاندي د تورنتو اوښکي - د علم گل سحر ترجمه
  6. کرزی - د ولي نوري ترجمه
  7. د نارنج پر لمن نرگسي اوښکي
  8. د افغانستان پیښلیک - ولي نوري
  9. د ملی هینداری د انگلیسی تالیف.
  10. او...

شخصیت

[سمول]

داکتر محمود مرهون (زوکړه: ۱۳۶۹ هـ.ش، د سرطان ۱۳ مه) د افغانستان يو نومیالی ژبپوه، توکمپوه، لیکوال، سیاستوال، ژبار، سیرونکی، نطاق، او د کابل پوهنتون استاد دی. نوموړی د تلویزیوني بحثونو، ژبپوهنیزو څېړنو، او د ماشومانو ادبیاتو په برخه کې د پراخ کار له امله پېژندل کېږي. همدارنګه، هغه د هندو-اروپایي، په ځانګړي ډول آریایي ژبو په اړه د ژور پوهې له امله شهرت لري.[۱]


علمي او څېړنیز فعالیتونه

[سمول]

داکتر مرهون د پښتو او فارسي ژبو، د ژبو د ادبیاتو، او د ویونکو د تاریخي-مقایسوي تحقیق له لارې لا پراخ شهرت موندلی دی. هغه په ژبه‌زده‌کړه کې مشخص میتودونه رامنځته کړي چې د ډېرو زده‌کوونکو لپاره یې د دویمې ژبې زده‌کړه اسانه کړې ده. د هغه روزنیز ویډیوګانې او د «بیایید پشتو بیاموزیم» تر سرلیک لاندې خپاره شوي کتابونه په افغانستان او ایران کې تر ټولو ډېر چاپ شوي او خپاره شوي زده‌کړیز آثار ګڼل کېږي.

د ماشومانو لپاره د هغه درسي دوره ځانګړی ارزښت لري. په ځانګړې توګه، د هغه لومړی کتاب «زمونږ نړی» د پښتو ماشومانو د کتابونو په تاریخ کې تر ټولو رنګین او د نړیوالو معیارونو مطابق کتاب بلل شوی دی. نوموړي تر اویا زیات رنګین کیسېز کتابونه لیکلي، چې د پښتو ماشوم ادبیاتو په تاریخ کې یې یوه نوې څپه راوړي ده.


اثار او نوښتونه

[سمول]

داکتر مرهون د ژبپوهنې په برخه کې څو بنسټیز اثار لیکلي، چې اوس د افغانستان په پوهنتونونو کې د درسي کتابونو په توګه تدریسېږي. په ځانګړې توګه، د تاریخي ژبپوهنې، پښتو معناپوهنې، او آواپوهنې اړوند کتابونه یې په پښتو ژبه کې لومړی ځل لیکل شوي علمي متون ګڼل کېږي.

په پښتو فولکلور کې، د هغه شپږ‌جلدي مجموعه «افسانوي هنداره» (۳ جلده)، «ولسي هنداره» (۲ جلده)، او «تصويري هنداره» (۱ جلد) تر ملي هندارې وروسته تر ټولو پراخ استقبال موندلی دی. دا مجموعه د ملي هندارې د دوام یوه بله بڼه بلل کېږي.

همداراز، د خپل امریکایي همکار او زده‌کوونکي دیوید زوما سره یې «ملي هنداره» ته انګلیسي ژباړه هم کړې ده، چې دا یو بل ارزښتناک نوښت ګڼل کېږي.


علمي نظریې او تیورۍ

[سمول]

داکتر مرهون د معاصرې ژبپوهنې په برخه کې څو نوې تیورۍ وړاندې کړي، چې وخت پر وخت یې د خپلو لیکنو، څېړنو او کتابونو له لارې تشریح کړي دي. دا تیورۍ په ځانګړې توګه د ژبې بدلون، جوړښت، او د ژبپوهنې له تاریخي لیدلوري سره تړاو لري.


ماشومتوب او زده کړې

[سمول]

استاد محمود مرهون په ۱۳۶۹ هـ.ش کال د کندهار ښار د بارکزو په یوه لویه کورنۍ کي د آغامحمد محرابي په کور کې وزېږېد. نیکه یې ملا ولي احمد محرابي د خپل وخت یو متشرع عالم، شاعر، او د بارکزیو د لوی قوم مشر و. مور یې د مولوي عبدالرحمن لور وه، چې هغه هم د خپل وخت له تکړه عالمانو څخه و، او اوس د شالدرې په سرخاب کې خاورو ته سپارل شوی، چې زیارت یې د علمي شخصیت له امله مشهور دی.

مرهون خپلي لومړنۍ زده‌کړه په کور کې وکړه، او بیا د کندهار ښار د امام ابوحنیفه مدرسې ته شامل شو، چېرته چې یې اووه کاله زده‌کړه وکړه. له دې وروسته، ظاهر شاهي عالي لېسه، بیا احمدشاه بابا عالي لېسه، او بالاخره د شاه حسین هوتک افغان-ترک نړېوالې لېسې ته ولاړ، او هلته یې تر دولسم ټولګي زده‌کړې بشپړې کړې. لیانس او ماستري یي د کابل پوهنتونه کړي. دکتورا یي د هند له بین الملي اوله درجه پوهنتون (جامعه ملیه اسلامیه ) څخه کړې ده اوس مهال د امریکا په متحده ایالاتو او هند کي‌ په تحقیقاتو بوخت دئ.


ټولنیز او فرهنګي فعالیتونه

[سمول]

د زده‌کړو پر مهال، محمود مرهون د کندهار ولایت د معارف د مجلس مرستیال، د ماشوم ژغ جریدې بنسټګر، او د ذهنی سیالیو مسؤل پاتې شوی دی. همدارنګه، د کندهار ولایت د ورزشي لوبو نطاق او د ګڼو فرهنګي ټولنو غړی و. هغه د کندهار د نندارې له بنسټ‌ګرو څخه و او په تمثیلي هنر کې هم فعاله ونډه اخیستې ده.

مرهون له خپل فطري خیرخواهۍ سره، د یولسم ټولګي پر مهال د نرسي لنډمهاله زده‌کړه وکړه، او بیا یې د میرویس روغتون کې د ناروغانو خدمت پر مخ بې له کوم امتیاز یا معاشه دوام ورکړ.

پايڅوړ

[سمول]