منځپانگې ته ورتلل

محمود غزنوي جومات

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د سلطان محمود غزنوي جومات د پاکستان په شمال کې تر ټولو زوړ جومات دی چې په ۱۹۸۵ ز کال کې په پاکستان کې د اېټاليا لرغونپوهنې ماموريتي ډلې ومونده.[۱] دا جومات د زړې دورې اسلامي معمارۍ او ودانۍ جوړولو استازيتوب کوي.

محمود غزنوي جومات
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
اداري سیمه
هېواد
نور مالومات
کورډي‌نېشن
۳۴°۴۴′۳۶″شمال ۷۲°۱۸′۵۱″ختیځ / 34.74321°شمال 72.31427°ختيځ / 34.74321; 72.31427 پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
Map

عربي ليکنو موندنه

[سمول]

۱۹۸۴ ز کال کې په ناڅاپي ډول د راجا گيرا د کلا لاندې د غونډۍ لمنو کې په تور مرمر باندې په عربي ژبه يو کښل شوی ليک وموندل شو.[۲] دا ليکنه په ۴۴۰ سپوږميز (۱۰۴۶-۱۰۴۹ ز) کال په اوږدو کې د غزنوي پوځي مشر امير نستگين ( چې په تاريخ کې يې ذکر نه دی راغلی، يوازې همدې ډبرليک کې نوم راغلی دی) له خوا د جومات بنسټ اېښودلو ښکارندويي کوي.[۳]

۱۹۸۵-۱۹۹۹ ز کلونو سيمه ييزې کيندنې

[سمول]

د ۱۹۸۵-۱۹۹۹ ز کلونو منځ کې چې د دې سيمې کومې کيندنې وشوې، په هغې کې څرگنده شوه چې دا جومات له لرگيو څخه جوړ شوی وو، او په چت او ستنو کې يې لرگي د گندهارا د معمارۍ په دود کارول شوي وو.

ودانۍ جوړولو بڼه

[سمول]

د کنډوالو له کيندنو وروسته د دې جومات د ۳۰ فوټه لوړو دېوالونو نښې، يوه هديره، عامه خونې، د زده کوونکې خونې او د اوبوبيزې ژرندې پاتې شونې وموندل شوې، ترڅنگ يې د بودايي ستوپا (سټوپې) نښې هم راښکاره شوې چې د جومات تر جوړولو دمخه دلته موجوده وه. [۴] دې جومات مستطيلي شکل او ټول ۲۸ متره په ۲۱ متره کې پراخوالی لرلو.

سرچينې

[سمول]
  1. "Italy Ambassador Visit Swat". Youtube. بياځلي په 7 February 2014.
  2. "Literature inSwat". Swatvalley.com. خوندي شوی له the original on 15 April 2022. بياځلي په 16 March 2014.
  3. Swat Archeological Museum- A Brief Guide, Saidu Sharif, 2013
  4. Fazal, Khaliq (March 3, 2011). "Swat tourism: Historical mosque hopes for new life". Express Tribune. بياځلي په 7 February 2014.