منځپانگې ته ورتلل

محمود ثاني

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

 

محمود دوهم (د جولای ۲۰، ۱۷۸۵ زیږیدلی - د جولای ۱، ۱۸۳۹ مړ شوی) د عثماني سلطنت دیرشم سلطان و. عثماني سلطان چې د سلیم دریم وروسته یې د اصلاحاتو کار ته دوام ورکولو هڅه وکړه، محمود (۱۸۰۸-۱۸۳۹) و. محمود د سلطان عبدالحمید اول زوی و. د هغه واکمني د ناکراریو، بغاوتونو سره پیل شوه. په مصر کې، د مملوک سیمه ایز مشران بې نظمه شوي وو، او په عربستان کې، د نجد سعودي سلطنت واکمني ترلاسه کړه، او سعودي ځواکونو د حجاز نیول پیل کړل او تر عراق او سوریې پورې یې بریدونه پیل کړل. یونان هم خپله خپلواکي اعلان کړه. محمود په ۱۸ کلونو کې ټول بغاوتونه وځپل. د مصر والي محمد علي په مصر او سوریه کې سوله ټینګه کړه. حجاز د سعودي ځواکونو څخه بیرته واخیستل شو، او په ۱۸۲۶ کې د یونان پاڅون هم وځپل شو. په همدې کال، جانیساري هم له منځه یوړل شول، چې مشران او سرتیري یې د امپراتورۍ لپاره یو سرخوږی وو. محمود اوس د دوی پر ځای یو نوی عصري پوځ راوست، چې د اروپايي ډوله یونیفورم یې درلود او د پګړۍ پر ځای یې ترکي خولۍ اغوستې وه. سلطان بکتاشي او درویشان هم لغوه کړل، چې د اصلاحاتو په وړاندې لوی خنډ وو. سربېره پردې، محمود په فیوډالي نظام محدودیتونه ولګول او امر یې صادر کړ چې هیڅوک باید پرته له محاکمې ونه وژل شي. د سلیمان عاليشان له وخت راهیسې، دا یو قانون و چې سلطانانو محکمې ته راتلل بند کړي وو، چیرې چې ټولې چارې د لومړي وزیر لخوا رهبري کیدې. محمود دا قانون مات کړ او په منظم ډول دیوان ته راتلل پیل کړل. د دې اصلاحاتو وروسته، تمه کیده چې امپراتورۍ به پرمختګ وکړي، مګر لویدیځ قدرتونه، په ځانګړې توګه روسیه، نه غوښتل چې عثماني امپراتورۍ بیا یو لوی ځواک شي. له همدې امله، دوی د عثماني امپراتورۍ په چارو کې لاسوهنه پیل کړه او د امپراتورۍ پر وړاندې یې جګړه پیل کړه. د اکتوبر په ۲۰، ۱۸۲۷ کې، د روسیې، برتانوي او فرانسوي ځواکونو ګډې بیړۍ د یونان په ناوارینو کې د عثماني بیړیو باندي برید وکړ او په بشپړه توګه یې ویجاړې کړې. د بالکان په لور د روسیې ځواکونه په ۱۸۲۹ کال کې ادرنه ته ورسېدل، سلطان اړ شو چې بیا له روسیې سره سوله وکړي. د روسیې د فشار لاندې، یونان ته خپلواکي ورکړل شوه. روسي ځواکونو فتح شوې سیمې بیرته ورکړې خو د رومانیا هغه سیمه یې ونیوله چې د ډینیوب سیند په خوله او د سیند په شمال کې موقعیت لري. کله چې له دې څخه رضایت ترلاسه شو، فرانسې په ۱۸۳۰ کال کې الجزایر ونیولو. په ۱۸۳۱ کال کې د مصر والي محمد علي پاشا پاڅون وکړ او د هغه ځواکونو، چې د ابراهیم پاشا په مشرۍ وو، سوریه فتح کړه او د ترکیې په زړه کې کوتهیا ته ورسیدل، او دا معلومه وه چې دوی به ډیر ژر استانبول ونیسي. په دې شرایطو کې، دوهم محمود مړ شو.

ماخذونه

[سمول]
کينډۍ:S-houکينډۍ:S-regکينډۍ:S-rel
واک اخيستنه له
مصطفی رابع
څخه
د عثماني امپراتورۍ سلطان
نومبر 15, 1808 – جولائی 1, 1839
واک سپارنه و
عبد المجید اول
تـــه
واک اخيستنه له
مصطفی رابع
څخه
خلیفہ
نومبر 15, 1808 – جولائی 1, 1839
واک سپارنه و
عبد المجید اول
تـــه