محمود الحسن ګنګوهي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


مفتي محمود حسن ګنګوهي (۱۹۰۷–۱۹۹۶) هندي اسلامي عالم وو. د هندوستان د ستر مفتي او همداراز د ديوبند دارالعلوم او مظاهر العلوم مدرسو د مشر مفتي په حیث یې دنده ترسره کړي ده. هغه د شيخ ذکريا کاندهلوي ځانګړی خليفه وو. او همداشان د ديوبند د اوسني مهتمم پير وو. د ۱۹۰۷ز کال په جولای مياشت کي د هند په ګنګوه کي وزېږېد. په مظاهر العلوم سهارنپور او ديوبند دارالعلوم کي يې زده کړي وکړې. وروسته يې د فتوا ورکولو تر څنګ په ديوبند او مظاهر العلوم کي تدريس پيل کړ. 
د هغه د فتواوو مجموعه د فتاوی محموديه په نوم يادېږي چي ۲۶ جلدونه لري. دا په حنفي فقه کي د فتوا ستره منبع ده. هغه په ۱۹۹۶ز د سپتمبر په دوهمه نېټه په سويلي افريقا کي وفات شو او په ايلسبرګ کي دفن کړی شو.
==له ذکريا کاندهلوي سره بيعت
مفتي صاحب په ۱۳۴۹ز کال کي چي په ديوبند کي وو له مولانا ذکريا کاندهلوي سره بيعت وکړ. کله به چي هغه د رايپوري او دهلوي يا مدني په حلقه کي کېناست نو د اخرت لور ته به يې ميلان زیاتېده. کله به چي د زکریا صاحب په حلقه کي کېناست نو مفتي صاحب به دومره ترېنه اغېزمن شو چي د هغه ګناهونه او خطاګاني به زکریا صاحب ته معلومي شي. په پايله مفتي صاحب دې نتیجې ته ورسېد چي د هغه اصلاح يوازي د مولانا زکريا کاندهلوي په لاس کېدای شي. دا لومړۍ وجه وه چي مفتي صاحب له شیخ زکريا صاحب نه بيعت وکړ.
دوهم لامل يې داوو چي په دوئ ټولو کي مولانا زکريا کاندهلوي کم عمره وو. مفتي صاحب کوښښ کاوه چي د خپل شیخ په خدمت کي د زيات وخت لپاره پاته شي. کله چي هغه مولانا زکريا صاحب ته ورسېد هغه ورته وویل چي له مولانا حسين احمد مدني څخه بيعت وکړي. مفتي صاحب ځواب ورکړ «حضرت ما اورېدلي دي کله چي يو مريد له يوه پير څخه بيعت واخلي. او هغه ښه متوجه وي نو داد مريد لپاره ډېره ګټوره ده» د څو مياشتو لپاره مولانا زکريا صاحب له هغه څخه بيعت وانه خيست. وروسته يې ورته وويل که چېري ته مولانا مدني صاحب ته ميلان نه لرې.  نو استخاره وکړه. که چېري په استخاره کي څه درته روښانه نه شوو. نو بيا دريو ځايونو ته سفر وکړه. رايپور، نظام الدين او تهانه بهول. د سترو خلفاوو په حلقه کي کېنه او هیڅ هم مه وايه. مفتي صاحب نه ولاړ نو زکریا صاحب دده بيعت واخيست.
==ليکني
‌د امام طبري د سيرت «سيرت سید البشر» اردو ژباړه.
‌مناظر العلم.
‌مسلک علمايي ديوبند ار حب رسول.
‌ملفوظات فقيه الامة
‌مواعظ فقيه الامة.
‌فتاوی محموديه.
==مشهور خلفاء
مولانا محمد ابراهيم. پاندر-جرمسټن، سویلي افریقا.
مولانا ابو القاسيم نعماني. د ديوبند دارالعلوم اوسني مهتمم.
مفتي احمد خانپوري. د جامعه اسلاميه تعليم الدين ديبل ستر مفتي.
مفتي ابراهيم دوبي.
مولانا يونس پتل.
مفتي ابراهيم سليجي.
مفتي فاروق مراتي.
مفتي محمد شفيق الاسلام.
مولانا يوسف نظامي.
مولانا محمد رحمت الله مير قاسمي.
مفتي طاهر غازي ابادي.
مولانا نور حسين قاسمي.
==سرچينې

^ "Archived copy". Archived from the original on 2012-10-31. Retrieved2012-11-05.

^ Boundaries of Differences. Idara Impex, Jamia Nagar, New Delhi. p. 184.ISBN 81-7101--683-9.

^ "Archived copy". Archived from the original on 2013-07-03. Retrieved2013-06-04.

^ "Archived copy". Archived from the original on 2016-07-03. Retrieved2013-06-04.