منځپانگې ته ورتلل

محمد عالم

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
محمد عالم
محمد عالم
اړوند
زېږونځای
زېږون نېټه
۱۸۵۸[۱][۲] پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
مړينې نېټه
۱۹۶۴[۳][۲] پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
مړينې ځای
دنده
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
افغان طبيب
دین

محمد عالم خان (The wonder man from Kandahar «د کندهار نادِره انسان») په آسټرالیا کې د یوناني درملو جوړونکی طبیب وو ، نوموړی په کال ۱۸۵۸م کې په کندهار ولایت کې زېږېدلی وو. ځینې اسناد ښایي چې هغه به په آسټرالیا کې د ورځې سلګونه ناروغان معاينه کول او د هغوی درملنه يې په وړيا ډول کوله.

مخینه

[سمول]

محمد علم خان په اصل کې پښتون و او د افغانستان د کندهار ولایت کې په ۱۸۵۸ م کال کې زېږېدلی و[۴]، خپل لومړی وخت یې پخپل ټاټوبي کې تېر کړی وو. بیا یې د سوداګرۍ په موخه د آسیا د لویې وچې د بېلا بېلو سیمو سفرونه وکړه.

د آسیا د لویې وچې سفرونه

[سمول]

مخکې له دې چې محمد علم خان د ۱۸۸۴او ۱۸۹۰ کلونو ترمنځ آسټرالیا ته لاړشي، هغه د آسیا د لویې وچې بېلا بېلو سیمو ته د سوداګرۍ په موخه سفرونه ترسره کول او په برېتانيايي ځواکونو یې اوښان او عربي اسونه خرڅول.[۵][۴]

آسټرالیا ته تګ

[سمول]

د ۱۸۶۰ او ۱۹۲۰م کلونو ترمنځ زرګونه افغانان د کار په موخه آسټرالیا ته تللي و چې د دغه هېواد په پرمختګ کې یې مهمه رول لوبولی دی. آسټرالیا ته د ټولو راغلو افغانانو په اړه په بشپړ معلومات نشته، مګر د یو زیات شمېر هغو افغانانو نومونه په اسنادو کې ثبت شوي چې په دغه هېواد کې یې مهمه کارونه ترسره کړي. اسناد ښايي چې آسټرالیا ته د راغلو کډوالو په ډله کې یو تن د محمد علم یا محمد علم خان په نوم یادېده. اسناد ښايي چې محمد علم لومړی ځل د ۱۸۸۴ او ۱۸۹۰م کلونو ترمنځ آسټرالیا ته د کار لپاره تللی وو.

په آسټرالیا کې د طب دنده

[سمول]

تاریخ پوهان لیکي چې په ۱۹۳۸ م کال کې محمد علم په اډېلېډ ښار کې د افغانانو د جومات سره نږدې د یوناني درملو کلینک جوړ کړی وه چې خلکو به ورڅخه یوناني درمل اخیستل او په یاده سیمه کې په یوه پېژندل شوی شخص بدل شوی وه. ځینې اسناد ښيي چې نوموړي به په وړیا توګه د خلکو درملنه کوله او په یوه ورځ به یې سلګونه ناروغان لیدل او یوناني دوا به یې ورکوله. نوموړی د غربي درملو او واکسین خلاف وه چې د کار پرمهال د حکومت لخوا جریمه شوی هم وه. د ښې او چټکې درملنې له علته آسټرالیایانو نوموړی د معجزې په لقب نومولی وو.

سرچینې

[سمول]

د آسټرالیا ایس بي ایس (SBS PASTO RADIO) راډیو پښتو سروس راپور.

[۱]

  1. various authors (۱۹۶۶). "Australian Dictionary of Biography" (in انګليسي ژبه). Melbourne University Publishing. ترلاسه‌کېدو نېټه ۲۵ نومبر ۲۰۱۵.{{cite web}}: CS1 maint: unrecognized language (link) د سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ ويل شوي په: Trove. National Library of Australia Person ID: 887531. بياځلي سمون: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷. سکالو پېژند: Mahomet Allum.
  3. ويل شوي په: Australian Dictionary of Biography. Australian Dictionary of Biography ID: allum-mahomet-5006. سکالو پېژند: Mahomet Allum. بياځلي سمون: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷. ليکوال: various authors. خپروونکی: Melbourne University Publishing. خپرېدو نېټه: ۱۹۶۶. ISSN: 1833-7538. اثر ژبه: انګليسي ژبه.
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Affifudin, Amirul Husni (Sep 2018). "Historical Archaeology Report: Mahomet Allum Khan". ResearchGate. doi:10.13140/RG.2.2.23125.27365. ترلاسه‌کېدو نېټه 25 November 2019.
  5. کينډۍ:Cite Australian Dictionary of Biography