محمد بن یوسف هروي

محمد بن یوسف هروي (زوکړه ۱۴۹۲-۱۵۱۸ زیږدیز کال _ مړینه ۱۵۴۲ زیږدیز کال) د پنځلسمي پیړۍ په وروستیو کي د افغانستان د هرات اړوند یو طبیب وو.
نوموړي په ۱۵۱۸ کال کي په عربي ژبه د الفبا په اساس یو طبي قاموس او پوهنغونډ ولیکی. یاده لیکنه د اناتوميکي او رنځپوهنيزې اصطلاحات او مفاهیم، طبي مواد، او د نامتو ډاکټرانو معلومات په ځان کي رانغاړي، چي ټوله لړۍ یې د الفبا په ډول سره ترتیب سوې ده. د جواهرالغة د لاسلیک یوه کاپي اوس هم شتون لري چي لیکوال پکښي وايي چي هغه په ۱۴۹۲ کال کي د دې رسالې اصلاح بشپړه کړه. ددې خبري سرچینه اوس وخت په لندن کي د طب د تاریخ او پوهي لپاره د ویلکم کتابتون، ایم ایس عرب. ۱۴۳ په نوم خوندي ده.
د هروي بل کار، "عین الحیات" یعني د عمر په اړه دی. [۱] ددې کتاب اصلي لاسوند په ۱۵۳۲ کال کي د لیکوال لخوا په هرات کي لیکل سوی وو. د دې څلور زړې نسخې د نړۍ په بېلابیلو کتابتونونو کي خوندي کړل سوي دي. ویل کیږي چي دا په نړۍ کي د عمر د زیاتوالي په اړه لومړی لیکل سوی متن دی. د یادو څلورو نسخو د راټولولو وروسته حکیم سید ظل الرحمن په ۲۰۰۷ کال کي دا اثر تدوین او ژباړه.
- ↑ Hakim Syed Zillur Rahman (2007). Ainul Hayat. Hakim Syed Zillur Rahman, Ibn Sina Academy of Medieval Medicine and Sciences. ISBN 978-81-901362-9-7.