مجاور احمد زيار
| مجاور احمد زيار Mujawar Ahmad Zyar | |
|---|---|
مجاور احمد زيار
| |
| د شخص مالومات | |
| پيدايښت | ۱۹۳۷[۱] ننگرهار, افغانستان |
| هېواد غړيتوب | افغان |
| نسل | پښتون |
| عملي ژوند | |
| کار/مسلک | پوهاند، ژبپوه، تاريخپوه، ليکوال |
| وېبپاڼه | |
| وېبپاڼه | www.zyar.net |
| سمول |
|

پوهاند دوکتور مجاور احمد زيار(په انگرېزي: Mujawir Ahmad Zyar)
يو افغان وييڅار پښتو ژبی، ژبور څېړونکی، ژبپوه[۲][۳]، لرغونپوه، شاعر[۴]، ليکوال [۵] ، اديب او د پښتو اوسني کره ليکدود نوښتگر او بنسټگر دی، چې په (۵ اپريل ۱۹۳۷) نېټه د ننگرهار ولايت روداتو ولسوالۍ مزينې رود د حصارک سيمه کې زېږېدلی.[۶][۷][۸][۹]
مخينه
په (۵ اپريل ۱۹۳۷) نېټه د ننگرهار ولايت د روداتو ولسوالۍ مزينې رود د حصارک سيمه کې زېږېدلی[۱۰] [۱۱] [۱۲][۱۳] [۱۴][۱۵] په ۹ کلنۍ د پلار له سیوري بې برخې شو، له خپلې مور او دوو کوشنيو وروڼو سره پاتې شو او ستونزمن ژوند يې د لومړني ښوونځي تر پايه پورې وزغامه. دغه لومړنی ښوونځی يې په خپل کلي او کامه کې په خوارۍ او مزدورۍ سرته ورساوه.[۱۶] تر څلور کلنو ديني او ادبي زده کړو وروسته يې د کابل په شپېنيو منځنيو او دويمنيو ښوونځيو ابن سينا کې شامل شو.
په ۱۳۳۲ ل کال کې د کابل په دارالمعلمين کې شامل او پر ۱۳۳۷ ل کال يې پای ته ورساوه.[۱۷] تر دې وروسته يې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو په پوهنځي کې زده کړو ته د پښتو ژبې د ادبياتو په څانگه کې پاينه ورکړه او د ليسانس تر درجې پورې يې زده کړې وکړې. [۱۸]
تر دې وروسته يې د ژبو او ادبياتو په پوهنځي کې د استاد په توگه دنده پيل کړه[۱۹] ، هممهال يې د وږمې مجلې د چلولو چارې او د پښتو ملې د چلولو چارې پر غاړه درلودې.
د دغه پوهنڅي د پښتو او ژبپوهنې د څانگو د پوهنيز - څېړنيز غړي په توگه يې څلور کاله د افغانستان د ژبپوهنې اتلس د رغاونې پروژې له مخې د پښتو او يو شمېر نورو لږه کيو ژبو څه له پاسه سل گړدوده (لهجې) د هېواد له گوټ گوټه راټولې کړې او ويې څېړلې.[۲۰]
له ۱۹۶۶ تر ۱۹۷۲ ز کانه يې د هغه بورس له مخې، چې د نوموړې پروژې د يوه ډېر کاري برخوال په توگه ور په برخه شوى وو، د سويس له برن پوهنتون څخه په ټوليزه او آرياني ژبپوهنه، ادبپوهنه او توکمپوهنه ( اتنالوجۍ ) کې د ماسترۍ او ډاکترۍ لوړترين بريليکونه ترلاسه کړل.[۲۱] تر هغه راهيسې يې د کابل پوهنتون د اړوند پوهنځي د پښتو ژبې او ادب ښوونه پرمخ يووړه.
له ۱۹۸۴ تر ۱۹۸۶ ز کاله يې د برلين د هومبولت پوهنتون د ختيځپوهنې په څانگه کې د مېلمه استاد په توگه د افغانستانپوهنې د ښوونې چارې سرته ورسولې او دوه کاله (۱۹۹۴-۱۹۹۶) يې د پېښور پوهنتون د پښتو ماستري او ډاکتري څانگې د Visiting Professor (مرستيال پروفیسر)په توگه دنده ترسره کړه او راوروسته يې د کورني پيوستون پر بنسټ د انگليستان په پوهنتوني ښار اکسفورډ کې د مېشتيا رښته په برخه شوه.
د افغانستان اسلامي جمهوريت جلالتماب هېوادمشر ډاکتر محمد اشرف غني د يو فرمان له مخې، پوهاند دوکتور مجاور احمد زيار پر ۱۳۹۷ ل کال د ژبپوهنې په برخه کې د علومو اکاډمۍ د پوهنيز سلاکار په توگه په دنده وگوماره.[۲۲]
څېرمه چارې او دندې

پر ۱۹۷۲ - ۱۹۷۵ د ژبو او ادبياتو پوهنځي د وږمې مهالنۍ او نورو پښتو خپرونو چلونه.
پر ۱۹۷۸ - ۱۹۷۹ ز کلونو د افغانستان د علومو اکادېمۍ د پښتو څېړنو د نړيوال مرکز مشري.
پر ۱۹۸۰ ز کال د ملي موزيم او ملي ارشيف د بيا رغاونې د کمېسيون غړيتوب.
پر ۱۹۸۰ ز کال د افغانستان د سولې، پيوستون او دوستۍ د سازمان مشري.
پر ۱۹۸۰- ۱۹۸۴ ز کلونو د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو د پوهنځي مشري.
له ۱۹۹۱ ز کاله راهيسې د علامه سيد جمال الدين افغان د فرهنگي ټولنې مشري.
علمي او ادبي هستونې
پوهنيزې څېړنې
- پښتو نومتړنگونه يا اسمي ترکيبات (الماني) د سويس د برن پوهنتون د ۱۹۷۴ زېږدي کال خپرونه.
- پښتو پښويه د کابل پوهنتون د ۱۳۶۲ ل کال خپرونه. [۲۳]
- ويي پوهنه، د کابل پوهنتون د ۱۳۶۰ ل کال خپرونه.
- پښتو ليکلار، د ننگرهار د بايزيد روښان پوهنتون د ۱۳۶۰ ل کال خپرونه.
- پښتو بدلمېچ يا پښتو شعر څنگه جوړېږي؟ لومړی چاپ د اطلاعاتو او کولتور وزارت له خوا پر ۱۳۶۹ ل کال ترسره شوی. دويم چاپ پر ۱۳۸۹ ل کال.
- پښتو او پښتانه د ژبپوهنې په رڼا کې
- پټه خزانه يوه لغوي خزانه
- پښتو سيندگى (هممانيزونه)
- پښتو سيندگى (نويزونه)
- انگرېزي - پښتو سيندگى (سربلونه + اوستربلونه)
- د خوشال ادبي پښتو
- د يوې کره پښتو ليکلارې لارښود
- د ژبپوهنې بنسټونه
- غږپوهه او د پښتو پښويه (گرامر)
- درېيمه بشپړه او کره پوهنتوني (اکادميکه) خپرونه.
- پښتو دري فرهنگ د برلين پوهنتون په غوښتنه کښل شوی دی.
- الماني پښتو فرهنگ د برلين پوهنتون په غوښتنه کښل شوی دی.
- د پښتو الماني ژباړيز پرابلمونه په الماني ژبه کښل شوی، ناچاپ دی.
- ټولنوال رياليزم: برخه برخه په هنر او ژوندون مجلو کې خپور شوی دی.
- پښتو گړدودونه (لهجې): په وږمې مجله کې چاپ شوی دی.
- پښتو آرپوهه (اتمولوژي): تر «ژ» پورې په وږمه مجله کې خپور شوی دی.
ژباړې
- پښتانه او وروڼه مليتونه، د چاپ او خپرونې د دولتې کومېټې رياست د ۱۳۶۶ ل کال خپرونه.
- د کنېشکا د سره کوتل ډبرليک (له الماني)
- پټه خزانه (پرالماني).
ادبي ( پېيلې او ناپېيلې) ټولگې
- زنداني نغمې د شعرونو ټولگه د ۱۳۵۹ ل کال چاپ.
- سوزونه او سازونه د شعرونو غونډ، د چاپ او خپرونې د دولتي کومېټې رياست د ۱۳۶۴ ل کال چاپ.
- وينه او مينه شعري غونډ، د ملي دفاع وزارت د ۱۳۶۰ ل کال خپرونه.
- گلکڅونه شعري غونډ، د افغانستان د ليکوالو د انجمن خپرونه، ۱۳۶۷ ل کال چاپ.
- گلولې
- اند و ژوند شعري طرحې او څلوريزې، د سرحدونو چارو وزارت د ۱۳۶۸ ل کال چاپ.
- اند و واند
- رزم و بزم شعري غونډ، د سيد جمال الدین افغان فرهنگي ټولنه، ۱۳۷۲ ل کال چاپ.
- پوهه او گروهه
- د سبرونو نڅا شعري غونډ، د سيد جمال الدین افغان فرهنگي ټولنه، ۱۳۷۲ ل کال چاپ.
- گلوييونه شعري غونډ، د سيد جمال الدین افغان فرهنگي ټولنه، ۱۳۷۲ ل کال چاپ.
- څڅواکي شعري غونډ، د سيد جمال الدین افغان فرهنگي ټولنه، ۱۳۷۲ ل کال چاپ.
- زما نړۍ
- د مرجانونو څانگې
- نوې پېړۍ او نوې زرۍ
- اور و وينې د شعرونو غونډ، د چاپ او خپرونې د دولتي کومېټې رياست د ۱۳۶۴ ل کال چاپ.
- ساندې او سندرې
- مينه د زړه په وينه (رومان) او ناپېيلي ( نثري تولگه ) د ۱۳۷۲ ل کال لاهور چاب.
- سپین غر شعري غونډ ناچاپ .
د دغو چاپي اثارو ترڅنگ د پښتو او نورو افغاني ژبو څه له پاسه سل ټوکه گړدودي څېړنو او نورو گڼو ناچاپه څېړنيزو ليکنو او بيا په هېواد کې او د باندې په پښتو، پارسۍ، المانۍ او انگرېزۍ څه له پاسه دوه نيم زرو علمي، ادبي او ژورنالېستيکي خپرو شوو ليکنو، ژباړنو او ويناوو، پوهاند زيار د هېواد او سيمې په کچه تر علامه حبيبي راوروسته د لوړترين ليکوالي ريکارډأ څښتن کړى دى.
پر دغو ټولو علمي - فرهنگي هلو ځلو سربېره د افغان - پښتني ټولنې دغه هڅاند، نوښتگر پوهاند او ليکوال دا څه له پاسه دېرش کاله د " يوې - کره ليکنۍ پښتو " او " نوي - ازاد پښتو شعر " غبرگ غورځنگونه هم له سترو بريو او برياوو سره پرمخ وړي او له دغه پلوه يې هم د خپلې ژبې او ادب د نړيوالې سيالۍ د جوگه کېدو په برخه کې يوه بېسارې اغېزمنه ونډه درلودلې ده.
د کتابونو انځورتون
-
پښتو پښويه
-
پښتو پښويه
-
ناپېيلې
نورې لوستنې
لرغونپوهنه د پوهاند دوکتور زيار له څېرموڅيړنيزو بوختياوو څخه
- ↑ دوتنې ټوليزه پېژندنه: https://d-nb.info/gnd/1058514628 — خپرېدونېټه: ۲۹ می ۲۰۲۰
- ↑ مايار, عصمت (۱۳۹۶لمريز وري ۱۶مه). "د پوهاند مجاور احمد زیار د علمي او فرهنګي خدمتونو ستاينه وشوه". کليد گروپ.
{{cite web}}: د سياس۱ تېروتنې: نېټې (link) - ↑ "ډاکتر مجاور احمد زیار: پښتو ژبپوهنه لا ډېر کار ته اړتیا لري". ازادي راډيو ټکی کام. ۱۳۹۸لمريز تلې ۰۵مه.
{{cite web}}: د سياس۱ تېروتنې: نېټې (link) - ↑ "سپين شعر/ مجاور احمد زیار". نن ټکی اسيا. ۲۰۲۰ز اپريل ۰۷مه.
{{cite web}}: د سياس۱ تېروتنې: نېټې (link) - ↑ هاشمي, سيداصغر (۲۰۲۵ز اپريل ۰۵مه). "د دوکتور مجاور احمد زیار د څېړنو او پنځوونو د عروج پړاوونه". دعوت مېډيا. شېبه گهيځ.
{{cite web}}: د سياس۱ تېروتنې: نېټې (link) - ↑ مايار, عصمت (۱۳۹۶لمريز وري ۱۶مه). "د پوهاند مجاور احمد زیار د علمي او فرهنګي خدمتونو ستاينه وشوه". کليد گروپ.
{{cite web}}: د سياس۱ تېروتنې: نېټې (link) - ↑ "مجاور احمد زيار". سپرغۍ. ۲۰۲۷ز جنورۍ ۲۷مه.
{{cite web}}: د سياس۱ تېروتنې: نېټې (link) - ↑ "پوهاند مجاور احمد زیار". لومړيتوب ټکی کام. ۲۰۱۶ز اکتوبر ۱۸مه.
{{cite web}}: د سياس۱ تېروتنې: نېټې (link) - ↑ صديقي, مريم (۲۰۲۵ز اپريل ۰۵مه). "د زیار کلیزه؛ تر نیمې پېړې زیات شعوري ژوند د پښتو ژبې او ادب ته خدمت". خامه ټکی کام/پښتو.

{{cite web}}: د سياس۱ تېروتنې: نېټې (link) - ↑ "پښتو پښويه". ارشيف ټکی ارگ. ۲۰۲۲ز می ۰۸مه.
{{cite web}}: د سياس۱ تېروتنې: نېټې (link)