ماڼو
ښکارېدونکې بڼه
ماڼو چې جمعه ماڼوگان کيږي (انګليسي ژبه: Myrtus ياmyrtle) یو خوشبویه، مېوه دار بوټی دی. خلک يې د سپېلنو په څېر نظر ماتي لپاره لوگی کوي.[۱] ماڼو د گل لرونکو بوټو له نسله دی چې د مورديانو کورنۍ غړی دی، د لومړي ځل لپاره په ۱۷۵۳ ز کال کې د سوېډيني بوټيپوه کارلوس لينا له خوا تشريح شو.[۲] ماڼو يوه توربخنه مېوه نيسي چې په پښتو کې ورته ماڼوگان، کروسکې او بيغۍ هم وايي.[۳] د هند لويې وچې نه ماڼو عربي هېوادنو او له هغه ځايه مديترانې سواحلو ته يوړل شو.[۴]
د ماڼو ونه تر ۵ مترو لوړوالی لري او تل شنه وي، له پاڼو يې خوشبويه غوړ ويستل کيږي، گل يې وړوکی او سپين رنگه وي، مېوه يې توره وي، چې په پخلي کې د خوند او خوشبويي لپاره کارول کيږي.[۶]
د ماڼوگانو انځورونه
[سمول]-
د ماڼو ونه
-
د ماڼو گل
-
د ماڼو مېوه يا ماڼوگان
-
ماڼوگانو بڼ
داهم وگورئ!
[سمول]سرچينې
[سمول]- ↑ "ماڼو". Glosbe.
- ↑ Tropicos, Myrtus L.
- ↑ حليم, صفيه (۲۰۲۱ جون ۲۱ مه). "ماڼو- مانړو". صفيه حليم ټکی کام.
{{cite web}}
: د سياس۱ تېروتنې: نېټې (link) - ↑ حليم, صفيه (۲۰۲۱ جون ۲۱ مه). "ماڼو- مانړو". صفيه حليم ټکی کام.
{{cite web}}
: د سياس۱ تېروتنې: نېټې (link) - ↑ ويل شوي په: Directory of eponymous plant names - extended edition. Index of Eponymic Plant Names - Extended Edition. Index de Noms éponymiques des Plantes - Édition augmentée.. Page(s): M83. برېښنايي پېژند: 10.3372/EPOLIST2018. ليکوال: Lotte Burkhardt. خپرېدو نېټه: ۶ جون ۲۰۱۸.
- ↑ حليم, صفيه (۲۰۲۱ جون ۲۱ مه). "ماڼو- مانړو". صفيه حليم ټکی کام.
{{cite web}}
: د سياس۱ تېروتنې: نېټې (link)