مانګرو

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

مانګرو یو ډول ونه ده چې په مالیګنو ساحلي یا هم تروشو اوبو کې وده کوي. دا اصطلاح د هغو ګرمسېرو ساحلي نباتاتو لپاره هم کارول کېږي چې له دغسې نوعو څخه جوړ وي. مانګرو ونې په ټوله نړۍ کې په ګرمسېرو او نیمه ګرمسېرو او حتا په ځینو هغو معتدلو ساحلي سیمو کې موجودې دي چې د ۳۰ درجې شمالي او ۳۰ درجې سوېلي جغرافیايي عرض البلدونو تر منځ دي، په دې کې د مانګرو ونو تر ټولو لویه سیمه د استوا کرښې په پنځو درجو کې واقع ده. د مانګرو نباتاتو کورنۍ د لومړي ځل لپاره د کرتاسوس دورې په وروستیو وختونو کې تر پالیوسن دورې پورې را څرګندې شوې او تر یوه حده د ټکټونیکي تختو د حرکت له امله په پراخه کچه ووېشل شوې. د مانګرو ونې تر ټولو لرغونی پېژندل شوی فوسیل د ۷۵ میلیونه کاله مخکې مهال اړوند دی.[۱][۲]

مانګرو د مالګې په مقابل کې مقاومې ونې دي چې هالوفایټ ونې هم بلل کېږي او له سختو ساحلي شرایطو سره د ژوند لپاره سازګارې دي. دغه ونې د مالګې د تصفیې یو پېچلی سیستم لري او همدا راز په تروشو اوبو کې د لمبا او څپو د مقابلې لپاره د ریښو یو پېچلی سیستم هم لري. دغه ونې د اوب‌لاندې خټو د کم اکسیجن له شرایطو سره سازګارې دي، خو د جزر او مدي سیمې په پورتنۍ نیمه برخه کې هم تر ډېره وده کولی شي.[۳][۴]

د مانګرو بایوم چې د مانګرو ځنګل هم بلل کېږي، یو ځنګلي مېشت‌ځای دی او ځانګړنه یې رسوبي ساحلي چاپېریالونه دي. په دغو ساحلي چاپېریالونو کې (د ډېرو عضوي موادو لرونکي) رسوبات له قوي څپو څخه په خوندي شویو سیمو کې را ټولېږي. د تروشوالي هغه شرایط چې د مانګرو بېلابېلې نوعې یې تحمل کوي، له مالګینو اوبو، د سمندر تر خالصو اوبو (چې تروشوالی یې ۳ تر ۴ سلنه وي)، د تبخیر له لارې تر متمرکزو شویو اوبو او همدا راز تر هغو اوبو پورې بېلابېلې دي چې د سمندر په نسبت یې تروشوالی دوه برابره وي (یعنې ۹ سلنه وي).[۵][۶]

له ۲۰۱۰ کال راهیسې ریموټي ټکنالوژۍ او نړیواله ډېټا په ټوله نړۍ کې د مانګرو سیمو، شرایطو او د ځنګل‌وهنې د کچې د سنجولو لپاره کارول شوې دي. په ۲۰۱۸ کال کې د مانګرو نړیوال نوښت یوه نوې نړیواله بنسټ‌لیکه خپره کړه چې تر ۲۰۱۰ کال پورې یې د نړۍ د ټولو مانګرو ځنګلونو ټولیز مساحت ۱۳۷۶۰۰ کیلومتره مربع (۵۳۱۰۰ مایله مربع) اټکل کړ او په دې کې ۱۱۸ هېوادونه او قلمروونه شامل وو. د جزر او مدي مرطوبو ځمکو د زیان په اړه په ۲۰۲۲ کال کې یوې څېړنې له ۱۹۹۹ څخه تر ۲۰۱۹ کال پورې د مانګرو په نړیواله پراختیا کې ۳۷۰۰ کیلومتره مربع کمښت اټکل کړ چې تر یوه حده د ۱۸۰۰ کیلومتره مربع په ډېروالي سره جبران شو. د انساني فعالیتونو له امله د مانګرو تلفات دوام لري چې په کلني ډول یې د ځنګل‌وهنې نړیواله کچه ۰.۱۶ سلنه او په هر هېواد کې ۰.۷۰ سلنه اټکل شوې ده. د پاتې مانګروګانو د کیفیت کمښت هم یوه مهمه اندېښنه ده.[۷][۸][۹][۱۰]

د ګڼو دلایلو له مخې د مانګرو بیارغونې ته لېوالتیا موجوده ده. مانګرو د پایدارو ساحلي او سمندري ایکوسیستمونو ملاتړ کوي. مانګرو د دغو ځایونو اړوندې سیمې له سونامي او نورو شدیدو اقلیمي پېښو څخه ساتي. مانګرو ځنګلونه د کاربن په زېرمه کولو او د اقلیمي بدلونونو په کمولو کې اغېزناک رول لري. د اقلیمي بدلونونو د اغېزو په شدیدېدو سره تمه کېږي چې مانګرو ایکوسیستمونه له ځايي ایکوسیستمونو سره مرسته وکړي تر څو د شدیدې هوا د بدلونونو او د سمندر د کچې د لوړېدو په څېر بدلونونو په مقابل کې مقاوم پاتې شي. د مانګرو د بیارغونې بریالیتوب ښايي له ځايي هم‌ګټو سره په تعامل او د انتخابي نوعو د ودې لپاره د شرایطو له مناسبوالي څخه په ډاډ ترلاسه کولو پورې تړاو ولري.[۱۱][۱۲][۱۳]

بیولوژي[سمول]

د مانګرو له پېژندل شویو ۱۱۰ نوعو څخه یوازې شاوخوا ۵۴ نوعې چې د ۲۰ جنسونو او ۱۶ کورنیو اړوندې ډي، رښتینې مانګروګانې جوړوي او دا هغه نوعې دي چې یوازې او یوازې په مانګرو مېشت‌ځایونو کې موجودې دي. په دې کې ډېریو نوعو د نږدېوالي یا تقاربي تکامل په ښودلو سره د استوايي شرایطو د بېلابېل تروشوالي، جزر او مد، غیر هوازي خاورو او د لمر د شدیدو وړانګو لپاره مشابه یا ورته حل‌لارې موندلې دي. په ټاکل شوې مانګرو کې معمولاً نباتي ژواک بېلابېلوالی کم دی. د مانګروګانو تر ټولو ډېر ژواک بېلابېلوالی په سوېل‌ختیځه اسیا په ځانګړي ډول د اندونیزیا په مجمع الجزایر کې پېښېږي.  [۱۴][۱۵][۱۶]

له کم اکسیجن سره تطابق[سمول]

سره مانګرو (رایزوفورا مانګل) په اوبلنو سیمو کې ژوندۍ پاتې کېږي، ځانونه د بنسټیزو ریښو په مرسته د اوبو پر سطحه ساتي او بیا په خپل پوست کې د موجودو منفذونو یا سوریو له لارې هوا جذبوي. توره مانګرو په لوړو ځمکو کې ژوند کوي او د پنوماټوفور په نامه ریښو ته ورته جوړښتونه جوړوي چې د تنفس لپاره د نیچو په څېر له خاورې څخه را پورته کېږي. د دغو «تنفسي لولو» لوړوالی معمولاً ۳۰ سانتي متره (۱۲ اېنچه) وي او په ځینو نوعو کې څه باندې ۳ مترو (۹.۸ فوټو) ته رسېږي. د پنوماټوفورونو څلور ډولونه بنسټ‌ډوله یا تکیه ډوله، مېخ ډوله، ګونډه ډوله او پلانک یا تسمه ډوله دي. د ګونډې او تسمې ډولونه یې ښايي د ونې په بنسټ کې له تکیه‌ځای سره ترکیب یا یوځای شي. په ریښو کې ایرېنکما یا هغه نسجونه هم لري چې منځونه یې خالي وي، تر څو د نبات په منځ کې لېږد رالېږد یا حمل او نقل اسانه کړي. [۱۷][۱۸][۱۹]

د مغذي موادو جذب[سمول]

دا چې خاوره تل په اوبو کې ډوبه وي، ډېر کم ازاد اکسیجن د لاسرسي وړ وي. د نایتروجن ګاز غیر هوازي باکتریاوې د فیرم محلول (اوسپنه)، کاني فاسفېټونه، سلفایډونه او میتان ازادوي چې له خاورې سره مرسته کوي تر څو مغذي ارزښت یې ډېر کم شي. پنوماټوفورونه (هوايي ریښې) له مانګرو سره مرسته کوي چې ګازونه مخامخ له اتومسفیر او د اوسپنې په څېر نور مغذي مواد له خاورې څخه جذب کړي. مانګرو په مستقیم ډول ګازونه د ريښو په داخل کې زېرمه کوي او حتا هغه مهال چې ريښې د جزر او مد په جریان کې غرقېږي، پروسېس کوي یې.

سرچينې[سمول]

  1. Giri, C.; Ochieng, E.; Tieszen, L. L.; Zhu, Z.; Singh, A.; Loveland, T.; Masek, J.; Duke, N. (January 2011). "Status and distribution of mangrove forests of the world using earth observation satellite data: Status and distributions of global mangroves". Global Ecology and Biogeography 20 (1): 154–159. doi:10.1111/j.1466-8238.2010.00584.x. https://onlinelibrary.wiley.com/doi/abs/10.1111/j.1466-8238.2010.00584.x. Retrieved 12 August 2021. 
  2. Friess, D. A.; Rogers, K.; Lovelock, C. E.; Krauss, K. W.; Hamilton, S. E.; Lee, S. Y.; Lucas, R.; Primavera, J. et al. (2019). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "The State of the World's Mangrove Forests: Past, Present, and Future"]. Annual Review of Environment and Resources 44 (1): 89–115. doi:10.1146/annurev-environ-101718-033302. 
  3. Flowers, T. J.; Colmer, T. D. (2015). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Plant salt tolerance: adaptations in halophytes"]. Annals of Botany 115 (3): 327–331. doi:10.1093/aob/mcu267. PMID 25844430. 
  4. Zimmer, Katarina (22 July 2021). "Many mangrove restorations fail. Is there a better way?". Knowable Magazine. doi:10.1146/knowable-072221-1. https://knowablemagazine.org/article/food-environment/2021/many-mangrove-restorations-fail. Retrieved 11 August 2021. 
  5. "Morphological and Physiological Adaptations: Florida mangrove website". Nhmi.org. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۴ فبروري ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ فبروري ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Primavera, JH; Savaris, JP; Bajoyo, BE; Coching, JD; Curnick, DJ; Golbeque, RL; Guzman, AT; Henderin, JQ; Joven, RV; Loma, RA; Koldewey, HJ (2012). MANUAL ON COMMUNITY-BASED MANGROVE REHABILITATION Mangrove Manual SerieS no. 1 (PDF). The Zoological Society of London (ZSL). د لاسرسي‌نېټه ۱۵ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Bunting, Pete; Rosenqvist, Ake; Lucas, Richard; Rebelo, Lisa-Maria; Hilarides, Lammert; Thomas, Nathan; Hardy, Andy; Itoh, Takuya et al. (22 October 2018). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "The Global Mangrove Watch—A New 2010 Global Baseline of Mangrove Extent"]. Remote Sensing 10 (10): 1669. doi:10.3390/rs10101669. Bibcode2018RemS...10.1669B. 
  8. Murray, Nicholas J.; Worthington, Thomas A.; Bunting, Pete; Duce, Stephanie; Hagger, Valerie; Lovelock, Catherine E.; Lucas, Richard; Saunders, Megan I. et al. (13 May 2022). "High-resolution mapping of losses and gains of Earth's tidal wetlands". Science 376 (6594): 744–749. doi:10.1126/science.abm9583. PMID 35549414. https://www.repository.cam.ac.uk/handle/1810/337253. 
  9. Friess, D. A.; Rogers, K.; Lovelock, C. E.; Krauss, K. W.; Hamilton, S. E.; Lee, S. Y.; Lucas, R.; Primavera, J. et al. (2019). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "The State of the World's Mangrove Forests: Past, Present, and Future"]. Annual Review of Environment and Resources 44 (1): 89–115. doi:10.1146/annurev-environ-101718-033302. 
  10. Giri, C.; Ochieng, E.; Tieszen, L. L.; Zhu, Z.; Singh, A.; Loveland, T.; Masek, J.; Duke, N. (January 2011). "Status and distribution of mangrove forests of the world using earth observation satellite data: Status and distributions of global mangroves". Global Ecology and Biogeography 20 (1): 154–159. doi:10.1111/j.1466-8238.2010.00584.x. https://onlinelibrary.wiley.com/doi/abs/10.1111/j.1466-8238.2010.00584.x. Retrieved 12 August 2021. 
  11. Friess, D. A.; Rogers, K.; Lovelock, C. E.; Krauss, K. W.; Hamilton, S. E.; Lee, S. Y.; Lucas, R.; Primavera, J. et al. (2019). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "The State of the World's Mangrove Forests: Past, Present, and Future"]. Annual Review of Environment and Resources 44 (1): 89–115. doi:10.1146/annurev-environ-101718-033302. 
  12. Rasmussen, Carol; Carlowicz, Mike (25 February 2019), New Satellite-Based Maps of Mangrove Heights (Text.Article), د لاسرسي‌نېټه ۱۵ مې ۲۰۱۹ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Simard, M.; Fatoyinbo, L.; Smetanka, C.; Rivera-Monroy, V. H.; Castañeda-Moya, E.; Thomas, N.; Van der Stocken, T. (2018). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Mangrove canopy height globally related to precipitation, temperature and cyclone frequency"]. Nature Geoscience 12 (1): 40–45. doi:10.1038/s41561-018-0279-1. 
  14. Hogarth, Peter J. (1999) The Biology of Mangroves Oxford University Press, Oxford, England, کينډۍ:ISBN.
  15. "Mangal (Mangrove). World Vegetation. Mildred E. Mathias Botanical Garden, University of California at Los Angeles". Botgard.ucla.edu. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۹ فبروري ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ فبروري ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "Distribution of coral, mangrove and seagrass diversity". Maps.grida.no. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۵ مارچ ۲۰۱۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ فبروري ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "Red mangrove". Department of Agriculture and Fisheries, Queensland Government. January 2013. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "Black Mangrove (Avicennia germinans)". The Department of Environment and Natural Resources, Government of Bermuda. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. "Morphological and Physiological Adaptations". Newfound Harbor Marine Institute. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)