منځپانگې ته ورتلل

مانسېرې ډبرليک

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د مانسېرې ډبرليکونه يا ډبرين فرمانونه د موريا سترواکۍ د اشوکا څوارلس فرمانونه دي چې د خيبر پښتونخوا په مانسېره ولسوالۍ کې په ډبرو ليکل شوي دي. دا فرمانونه په درې بېلابېلو ډبرو کښل شوي دي چې درېمې مخزېږديزې پېړۍ پورې اړه لري او د گندهارا کلتور په لرغوني هندي ليکدود(خروشتي) ليکل شوي دي چې د اشوکا د مذهب اړخونه پکې ذکر شوي دي.[۱][۲]

دا ځای د یونېسکو نړیوال میراثځايونو لپاره نوماند لرغونځی دی.

مانسېرې ډبرليک
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
اداري سیمه
هېواد
تاريخي اثار
د ميراث ډول
د ميراثېدو کال
۲۰۰۴ پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
میراثونه
(ii) (en) ژباړل — (iii) (en) ژباړل — (vi) (en) ژباړل پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
د پېژندنې شمیره
نور مالومات
وېب‌پاڼه
کورډي‌نېشن
۳۴°۲۰′۰۰″شمال ۷۳°۱۰′۰۰″ختیځ / 34.333333°شمال 73.166667°ختيځ / 34.333333; 73.166667 پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
Map

موقعيت

[سمول]

دا ډبرليکونه د خيبرپښتونخوا ايالت د مانسېرې ښار نه بېرون د يوې کوچنۍ ډبرينې غونډۍ په يوه څنډه کې ليکل شوي دي، دا ځای د لرغونې ورېښمو لارې په اوږدو کې د قراقرم لويې لارې ته نږدې موقعيت لري.دا ځای د ټېکسلا لرغوني ښار په سوېل او د اېبټ اباد سيمې ختيځ ته ډېر نږدې پروت دی.[۱]

پېښليک

[سمول]

وروسته له هغې چې اشوکا د اړیسه (کلينگا) سيمه ونيوله او د هغې پوځ له خوا د هغې سيمې د ويجاړۍ له کبله خوابدی شو؛ نو بوداييزم يې د خپل دين په توگه ومانه، د خپل مذهب تر بدلولو وروسته اشوکا د موريا سترواکۍ په اوږدو کې د بودايي سپېڅلو ځايونو ليدنه وکړه او ډېرې ستنې يې جوړې کړې چې د هغه د اخلاقو د نوي قانون ليکنې يې درلودې. د مانسېرې ډبرليکونه د اشوکا د هغه ۳۳ فرمانونو څخه يو دي چې د بوداييزم د پراختيا او مذهبي قانون په توگه ليکل شوي وو.[۲] ۱۴ فرمانونه په خروشتي ليکدود چې يو لرغونی ليکدود دی او هغه مهال په گندهارا کې کارول کېده، ليکل شوي دي.خروشتي ليکدود د لومړي ځل لپاره د جيمز پرينسېپ له خوا ولوستل شوو، له هغې وروسته د اشوکا فرمانونه د هغې مطابق نورو ژبو ته وژباړل شول.[۳]

ساتنه

[سمول]

د هوا او چاپېريال د اغېزو له کبله ډبرې تخرېبېدلې او لوستل يې ورځ تر بلې ناشوني کېدل[۲]؛ نو هماغه وو چې د دې ځای د ژغورنې او خونديتوب لپاره پاکستان د لرغونپېژندنې ادارې د ډبرو د پوښلو او د هوا له شرايطو څخه د هغوی د ساتنې لپاره چترۍ چمتو کړې.[۴]

د نړيوال ميراثځی په توگه

[سمول]

په ۲۰۰۴ ز کال کې د پاکستان لرغونپوهنې او موزيمونو څانگې له خوا دا ځای يونېسکو ته د نړيوالو ميراثځايونو نوملړ کې شاملولو په موخه د ii، iii، او vi کلتوري سيمې په توگه وړاندې شو.[۱]

دا هم وگورئ

[سمول]

مانسېرې ډبرليکونو انځورونه

[سمول]

سرچينې

[سمول]
  1. ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ "Mansehra Rock Edicts". World Heritage Centre. UNESCO. بياځلي په 25 August 2012.
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ ۲٫۲ "Ashoka Rocks". Lonely Planet. بياځلي په 28 August 2012.
  3. Cunningham, A (1877). Corpus Inscriptionum Indicarum. Volume 1. Inscriptions of Aśoka. Calcutta: Government of India.
  4. "Call to protect eroding rock edicts of Ashoka". Dawn News. بياځلي په 28 August 2012.