منځپانگې ته ورتلل

ماناپوهنه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ماناپوهنه (په انګليسي ژبه: Semantics‎)[۱][۲] د ژبپوهنې هغه برخه ده چې په ژبه کې د کلمو، عبارتونو او جملو مانا مطالعه کوي يا په ساده ډاول دا پوهه هڅه کوي چې يو ويی يا جمله څه مانا لري او د يوې جملې يا يو ويي له ويلو د ويناوال موخه څه ده.
په ټوليز ډول د ويي او مانا څپړنې ته ماناپوهنه وايي.[۳]
ماناپوهنه هڅه کوي چې وڅېړي چې يو ويی په يوازې ځان څه مانا ورکوي، د دې څېړلو لپاره د کلمو ترمنځ اړيکې کتل کېږي لکه: ورته‌والی: هغه ويي يا جملې چې مانا يې يوه وي لکه لمر او نمر ناورته‌والی: هغه ويي يا جملې چې مانا يې د يو بل ضد وي لکه سپين او تور گڼ‌مانايي: هغه جملې يا ويي چې څو ماناوې ولري لکه کونډه د هغې ښځې په مانا چې خاوند يې مړ شوی وي او کونډه د چنگ يا هغه تېره راتاو شوي څيز په مانا چې د کبانو يا نورو د نيولو او نښلولو لپاره کارېږي.

د مانا پوهنې له نظره يوه جمله يا ويی دوه ډوله ماناوې لرلی شي:

  1. آره مانا: لکه مار د زهري څښېدونکي ژوي په مانا.
  2. اړوند مانا: لکه مار د خاين، دښمن صفته او ناځوانه شخص په مانا.
ماناپوهنه
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
ځانګړې وېشنيزه
نور اړين مالومات
برخه د

سرچينې

[سمول]

داهم ولولئ

[سمول]
  1. "د پښتو ژبې لیکنه او ستونزې (پخوانۍ بېلابېلې ليکنې)". لراوبر. د لراوبر وېبپاڼې اداره. ۲۰۱۰ز فېبرورۍ ۸مه. ترلاسه‌کېدو نېټه ۲۰۲۶ز می ۱۰مه.{{cite web}}: د سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)
  2. سمون, مصطفی (۲۰۲۴ز سېپتمبر ۳مه). "ژبپوهنه څه ده؟". پوهوه يې مېډيا. کابل پوهنتون، وږمې مجله. ترلاسه‌کېدو نېټه ۲۰۲۶ز می ۱۰مه.{{cite web}}: د سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)
  3. سمون, مصطفی (۲۰۲۴ز سېپتمبر ۳مه). "ژبپوهنه څه ده؟". پوهوه يې مېډيا. کابل پوهنتون، وږمې مجله. ترلاسه‌کېدو نېټه ۲۰۲۶ز می ۱۰مه.{{cite web}}: د سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)