مامي ټيل

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
مامي ټيل
د شخص معلومات
پيدايښت ۲۳ نومبر ۱۹۲۱[۱]
مړینه 6 جنوري 2003 (82 کاله)[۱]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
شیکاګو   د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک ښوونکی
ليکوال   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

مامي الیزابېت ټېل-موبلي (انګلیسي: Mamie Elizabeth Till-Mobley) (چې د زېږون پر مهال یې نوم مامي الیزابېت کارتان و او د ۱۹۲۱ز د نومبر له ۲۳مې – د ۲۰۰۳ز د جنوري تر ۶مې پورې یې ژوند کړی) یوه امریکایۍ ښوونکې او فعاله وه. نوموړې د ایمیټ ټېل (Emmett Till) مور وه، چې په مسیسیپي ایالت کې د ۱۹۵۵ ز کال د اګست پر ۲۸مه د ۱۴ کلنۍ په عمر وروسته له هغه ووژل شو، چې په ناحقه د کارولین براینټ په نامه د خوراکي توکو د یوه پلورنځي خزانه دارې یوې سپین پوستې مېرمنې باندې پر شپېلي وهلو یا سپکاوي تورن شو. مامي ټېل په شیکاګو کې د خپل زوی د جنازې پر مهال ټینګار وکړ چې ،د هغه جسد دې په تابوت کې خلاص پرېښودل شي، ځکه د هغې په وینا: "زه غواړم نړۍ وګوري چې دوی زما له زوی سره څه وکړل؟"[۲]

مېرمن ټېل په مسیسیپي ایالت کې زیږېدلې وه او په ماشومتوب کې له خپل مور او پلار سره د "سترې کډوالۍ" پر مهال د شیکاګو سیمې ته تللې وه. نوموړې د خپل زوی له وژل کېدو وروسته د مدني حقونو په غورځنګ کې ښوونکې او فعاله شوه.

لومړنی ژوند[سمول]

مامي الیزابېت کارتان د ۱۹۲۱ ز کال د نومبر پر ۲۳مه د مسیسیپي ایالت په ویب ښارګوټي کې زېږېدلې. د کارتان کورنۍ سويلي امریکا د هغې دورې په جریان کې پرېښوده، کله چې په میلیونونو افریقایي-امریکایان د سترې کډوالۍ پر مهال شمالي امریکا ته (تر ډېره صنعتي ښارونو ته) کډوال شول.

په ۱۹۲۲ز کال کې د هغې له زېږېدنې لږ وروسته، د هغې پلار "ناش کارتان" شیکاګو ته څېرمه د ایلینوی ایالت ارګو سیمې ته ولاړ. هلته یې د ارګو د جوارو محصولاتو د تصفیې په شرکت کې کار پیدا کړ. الما کارتان د ۱۹۲۴ز کال په جنوري کې له خپل مېړه سره یوځای شوه او دوه کلنه مامي او خپل ورور جان یې هم له ځان سره راوستل. دوی په ارګو کې د افریقایي – امریکایانو په یوه سیمه کې مېشت شول.[۳]

مامي ۱۳ کلنه وه چې مور او پلار یې له یو بله طلاق واخیست. نوموړې په مات زړه خپل ښوونځي ته دوام ورکړ او په خپلو درسونو کې ډېره لایقه وه. مېرمن الما خپل یوازیني ماشوم ته ډېرې هیلې لرلې او که څه هم الما کارتان ویل چې، د هغې په وخت کې "نجونو یوازې یو ارمان درلود – هغه دا چې واده وکړي"، خو بیا هم هغې مامي خپلو زده کړو ته هڅوله. مامي لومړنۍ افریقایي - امریکایۍ زده کوونکې وه چې د "A" په افتخاري درجه کې راغله او د افریقایي - امریکایي زده کوونکو له ډلې څلورمه هغه وه چې د سپین پوستو د ارګو ټولنې له عالي لېسې نه فارغه شوه.

نوموړې په ۱۸ کلنۍ کې د لویس ټېل په نامه د میسوري ایالت د نوي ماډریډ ښار اوسېدونکي یوه ځوان سره اشنا شوه. هغه د ارګو کارن په شرکت کې کار کاوه، یو غیرمسلکي سوک وهونکی و او د ښځو ترمنځ یې محبوبیت درلود. د هغې د مور او پلار خوښه نه وه او فکر یې کاوه چې کارازماټیک ټېل د دوی د لور لپاره "ډېر غیرطبیعي او نامناسب" دی. هغې د خپلې مور د ټینګار له امله، له هغه سره مینه پرېښوده، خو ټېل په خپل اصرار سره بريالی شو او بالاخره دواړو د ۱۹۴۰ ز کال د اکتوبر پر ۱۴مه واده وکړ، چې هغه مهال دواړه ۱۸ کلن وو.[۳]

د دوی یوازینی ماشوم "ایمیټ" ۹ میاشتې وروسته وزېږېد. دوی په ۱۹۴۲ ز کال کې وروسته له هغه سره جلا شول چې مامي پوه شوه چې هغه بې وفا او خاین دی. لویس وروسته نوموړې د بې هوښۍ تر کچې زندۍ کړه، چې نوموړې یې په غبرګون کې پر هغه جوش اوبه وشیندلې. په پای کې، نوموړې د هغه پرضد د نه څارلو او له هغه نه د خوندیتوب امر ترلاسه کړ، خو وروسته له هغه چې لویس له هغه فرمان نه په مکرر ډول سرغړونه وکړه، قاضي هغه مجبور کړ چې د متحده ایالاتو په اردو کې له نوم لیکنې یا زندان تېرولو نه یو انتخاب وکړي. هغه لومړنی وړاندیز انتخاب کړ او په ​​​​۱۹۴۳ ز کال کې په اردو کې شامل شو.[۴]

په ۱۹۴۵ ز کال کې هغې ته د جګړې وزارت یوه خبرتیا راغله، چې مېړه یې په ایټالیا کې په اردو کې د خدمت په جریان کې وژل شوی. لویس ټېل (د هغه له ملګري فریډ مک موري سره په ګډه) پر یوې ایټالوۍ ښځې پر جنسي تیري محکوم شوی و. دوی دواړه د متحده ایالاتو د اردو د عمومي محکمې له خوا محاکمه شوي او پر اعدام محکوم شوي وو او سزا یې په دار ځړول ټاکل شوې وه. د دوی د سزا په اړه د استیناف غوښتنه هم شوې وه، خو رد شوې وه. سرچینه: پنځم ډګر-د هغو ۹۶ امریکایي سرتېرو کیسه چې په دویمه نړیواله جګړه کې په اروپا او شمالي افریقا کې د مرګ په سزا محکوم شوي او اعدام شوي، فرانسوی ډګروال ایل مکلین، د متحده ایالاتو اردو (متقاعد). د دوی نومونه په ۲۱۲مه پاڼه کې ذکر شوي او د دوی دواړو مړي د متحده ایالاتو د لومړۍ نړیوالې جګړې هدیرې ته نږدې، چې په اویس-ایسن (Oise-Aisne) کې موقعیت لري، ښخ شوي دي. دا د پلاټ اي (Plot E) یا پنځم ډګر په نامه مشهور دی.

د ۱۹۵۰مې ز لسیزې په لومړیو کې، مامي او ایمیټ د شیکاګو سویلي غاړې ته ولاړل. هلته مامي له "پینک" براډلي سره اشنا شوه او واده یې ورسره وکړ، مګر دوه کاله وروسته یې بېرته طلاق واخیست.[۳]

د ایمیټ ټېل وژنه[سمول]

په ۱۹۵۵ ز کال کې، کله چې ایمیټ څوارلس کلن و، مور یې هغه په ​​​​اورګاډي کې کېناوه ، ترڅو اوړی د مسیسیپي ایالت په ماڼۍ کې د خپل تره له زامنو سره تېر کړي. هغې بیا هېڅکله خپل زوی ژوندی ونه لید. د هغې زوی د ۱۹۵۵ز کال د اګست په ۲۸مه له یوې سپین پوستې ښځې سره د نامناسب چلند په تور وتښتول شو او په خورا وحشیانه ډول ووژل شو. بله میاشت، رای براینټ او د هغه ناسکه ورور "جې ډبلیو میلام" (J.W. Milam) د ټېل د تښتونې او وژنې په تور له محاکمې سره مخامخ شول، خو د محکمې منصفه پلاوي، چې ټول سپین پبوستي وو، له پنځه ورځنۍ محاکمې او ۶۷ دقیقو بحث وروسته برائت ورکړ. د قضائیه پلاوي یوه غړي وویل: "که موږ د څښاک لپاره ځنډ(وقفه) نه وای اخیستی، نو دومره وخت به یې نه و نیولی." یوازې څو میاشتې وروسته، په ۱۹۵۶ز کال کې له لوک مجلې سره په یوه مرکه کې، براینټ او میلام، چې له بیا محاکمه کېدو هم خوندي وو، د ایمیټ ټېل پر وژلو اعتراف وکړ.[۵][۶]

مېرمن ټېل د خپل زوی د جنازې پر مهال ټینګار وکړ، چې د هغه مړی او تابوت دې پرانیستي پرېښودل شي، ځکه چې د هغې په وینا: "زه غواړم نړۍ وګوري چې دوی زما له ماشوم سره څه وکړل؟" په لسګونو زره خلکو د ایمیټ جسد ولیده او عکسونه یې په ټول هېواد کې خپاره شول. د ټېل قضیه د هغه پرله پسې پام له امله وه چې دغې قضیې جلب کړ، په سويل کې د تور پوستانو لپاره د عدالت د توپیر پر یوه نمونه او نښان بدله شوه. د رنګین پوستانو د پرمختګ ملي ټولنې (NAACP) له مامي ټېل نه وغوښتل چې د خپل زوی د ژوند، مړینې او د هغه د قاتلینو د محاکمې په اړه د هېواد لر او بر ته سفرونه وکړي. دا د دغې ټولنې له لوري ترسره شوو ټولو کمپاینونو کې د مالي مرستو راټولولو تر ټولو بریالی کمپاین و.[۷][۸]

وروستنی ژوند او زده کړې[سمول]

مېرمن ټېل په ۱۹۶۰ ز کال کې د شیکاګو د ښوونکو له کالج (اوس د شیکاګو ایالتي پوهنتون، ۱۹۷۱ز) نه فارغه شوه. هغې د ۱۹۵۷ ز کال د جون په ۲۴مه له جین موبلي سره واده وکړ. نوموړې د ښوونکې په توګه دنده پیل کړه او خپل تخلص یې ټېل-موبلي ته بدل کړ. هغې د یوې فعالې په توګه خپل ژوند ته دوام ورکړ او خلکو ته یې د هغه څه په اړه، چې د هغې له زوی سره شوي وو، ښوونه کوله.

نوموړې په ۱۹۷۶ ز کال کې د شیکاګو له لویولا پوهنتون نه د تعلیمي ادارې په برخه کې د ماسټرۍ سند ترلاسه کړ.[۹]

ټېل-موبلي په ۱۹۹۲ ز کال کې، کله چې له رای براینټ سره د هغې د زوی په قتل کې د ښکېلتیا په اړه مرکه وشوه، هغې د اورېدو موکه درلوده. براینټ پر دې خبر نه و چې ټېل-موبلي اورېدل، خو هغه ټینګار وکړ چې ایمیټ ټېل د هغه ژوند ورویجاړ کړی دی. بیا هم هغه هېڅ پښېماني څرګنده نه کړه او ویې ویل: "ایمټ ټېل مړ شوی. زه نه پوهېږم چې هغه ولې اوس مړ نه شي پاتې کېدای."[۱۰]

مامي او جین موبلي، د ۲۰۰۰ ز کال د مارچ په ۱۸مه د مغزي سکتې له امله د جین د مړینې تر وخته، په خوښۍ سره ګډ ژوند وکړ.[۱۱]

مړینه[سمول]

مېرمن ټېل-موبلي د ۲۰۰۳ ز کال د جنوري په ۶مه د ۸۱ کلونو په عمر کې د زړه د درېدو له امله مړه شوه. په همدغه کال د هغې ژوندلیک (چې د کریسټوپر بینسن له لوري لیکل شوی)، "د بې ګناه مړینه: د کرکجن جرم هغه کیسه چې امریکا یې بدله کړه"، خپره شوه. ټېل-موبلي له خپل زوی سره نږدې په بور اوک هدیره کې خاورو ته وسپارل شوه او په یادګاري لوحه یې لیکل شوي: "د هغې درد، یو ملت سره متحد کړ".[۱۲]

سرچینې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/7099864 — subject named as: Mamie Mobley
  2. Recollection by Joyce Ladner of conversation with Till's mother, in the context of a Brookings Institution panel discussion on the Civil Rights Movement Archived 2010-06-06 at the Wayback Machine..
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ ۳٫۲ "American Experience | The Murder of Emmett Till | People & Events". د اصلي آرشيف څخه پر ۱۹ جنوري ۲۰۰۳ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Till-Mobley and Benson, pp. 14–17.
  5. Whitfield, pp. 41–42.
  6. Whitfield, p. 52.
  7. "EMMETT TILL DIES in MISSISSIPPI". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Till-Mobley and Benson, pp. 191–196.
  9. (په January 8, 2003 باندې). Mamie Till-Mobley; Civil Rights Figure (obituary).
  10. Till-Mobley and Benson, p. 261.
  11. Till-Mobley and Benson
  12. (په July 12, 2018 باندې). 'Trayvon Martin before Trayvon Martin': 63 years after slaying, Emmett Till still visited daily at Alsip cemetery. Daily Southtown.