مالیاتي مقاومت

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

مالیاتي مقاومت له مالیې ورکولو نه انکار او سرغړونې ته ویل کېږي، چې له دولت سره د مخالفت له امله د دولت وضع شوې مالیې له ورکولو نه انکار وي، د دولت له سیاست سره د مخالفت له امله وي او یا هم خپله مالیاتو سره د مخالفت له امله د مالیې له ورکولو نه انکار وي. مالیاتي مقاومت په خپله یو ډول مستقیم اقدام او قاعده ده، چې له مالیاتي قواعدو نه سرغړونه یو ډول مدني نافرماني بلل کېږي.

د مالیاتي مقاومت اړوند کمپیاینونو ځینې بېلګې هغه خلک دي، چې د کورنیو حکومتونو ملاتړ کوي، لکه د مهاتما ګاندي په مشرۍ د سالټ مارچ (د مالګې مارچ) کمپاین او هغه کسان چې د ښځو د رایې ورکولو حق یې دودولو؛ لکه د ښځو د مالیاتي مقاومت لیګ، د جګړې اړوند مالیاتو په وړاندې مقاومت او داسې نور ټول یې د کمې یا یو څه اندازې مالیاتو له ورکولو څخه سرغړونې ته ویل کېږي، چې د جګړې لپاره ورکول کېږي او ښایي د وجداني مخالفینو، سوله غوښتونکو، یا هغو کسانو له لوري داسې سرغړونې یا مخالفتونه ترسره شي، چې د یوې ځانګړې جګړې په وړاندې غبرګون ښيي او نېوکې کوي. مالیاتي مخالفین له «مالیاتي معترضینو‎ یا لاریون کونکو» سره توپیر لري، چې د مالیاتو ورکولو په برخه کې له قانوني مکلفیت څخه انکار او سرغړونه کوي یا د هغو لپاره عملي کېږي، کېدای شي مالیاتي مخالفین دا ومني، چې ځینې قوانین یې د مالیاتو ورکړې ته هڅوي؛ خو هغوی بیا هم د مالیاتو په وړاندې مقاومت کوي.[۱][۲]

تاریخ[سمول]

د مالیاتو لومړنۍ او تر ټولو پراخه بڼې کوروي او عشر یا لسګوني بڼې وې، چې دواړه بڼې د تمدن له پیل نه موندل کیدای شي. کوروي بڼه داسې طریقه وه، چې دولت ته د هغو بزګرانو جبري کار کول و، چې ډېر به بېوزله ول او دولت ته د نورو بڼې مالیې ورکولو توان او وس به یې نه درلود (په لرغوني مصر کې کار کول د مالیاتو مترادف دي). کمو مالیاتو به له رومي اشرافو سره مرسته کوله، ترڅو خپله شتمني لا ډېره کړي، تر دې چې د هغوی شتمني به د مرکزي دولت له عوایدو سره برابره یا آن تر هغه زیاته هم وه. ځینې وخت به یو سترواک خپله خزانه د املاکو په مصادره کولو سره «لوړ پوړي شتمن» ډکوله؛ خو په وروستۍ دوره کې د مالیاتو په وړاندې د شتمنو مقاومت کول یو له هغو لاملونو څخه و، چې د سترواکۍ په پاشل کېدو او سقوط کې یې لوی رول درلود. [۳][۴]

دا چې مالیات تر ډېره ظالمانه دي، نو بېلابېل دولتونه تل د اتباعو له لوري د مالیاتو د نه رعایت کولو او مالیاتي مقاومتونو سره لاس او ګریوان شوي دي. په اصل کې داسې وړاندیز شوی دی، چې مالیاتي مقاومتونو د څو بېلابېلو سترواکیو لکه د مصر، روم، اسپانیا او ازتک سترواکیو په سقوط او پاشل کېدو کې اړین رول لوبولی دی. د ټولنیزو مالیاتو د سرغړونې او انکار اړوند راپورونه له میلاد نه وروسته لومړۍ پېړۍ کې د رومي رای ګیرۍ اړوندو مالیاتو په وړاندې د متعصبینو مقاومت په څېر دي، چې د یهودیانو او رومیانو په لومړۍ کې جګړه کې خپل اوج او لوړې کچې ته ورسېدل. دغه راز نورې هغه تاریخي پېښې چې د مالیاتي پاڅونونو او بغاوتونو له امله رامنځته شوې دي، هغه Magna Carta، د امریکې او فرانسې انقلابونه دي. د جګړې اړوند مالیاتو مخالفین تر ډېره په عوایدو باندې د مالیاتو او جګړې تر منځ اړیکه ډېره روښانه او څرګنده کوی. په ۱۷۹۹ ز کال بریټانیا کې پر عوایدو باندې مالیات ټول د د ناپلئوني جګړو لپاره د چمتو کېدو اړوندو تسلیحاتو او تجهیزاتو د پوره کولو لپاره معرفي معرفي او وکارول شوې، په داسې حال کې چې د متحده ایالتونو فدرالي دولت په عوایدو باندې خپل لومړني مالیات د ۱۸۶۱ ز کال د عوایدو په قانون کې د امریکا د کورنۍ جګړې اړوندو لګښتونو د پرېکولو په برخه کې د مرستې لپاره وکارول. [۵][۶][۷]

موخې او لیدلوري[سمول]

مالیاتي مخالفین په پراخه اندازه بېلابېلې ایدیولوژۍ او موخه لرونکې مخینې لري. د بېلګې په توګه هنري ډیویډ ثورو او ویلیام لویډ ګاریسون د امریکې له انقلابه او دغه راز د کویکرانو له سرسختې سوله غوښتنې څخه اغېزمن شوي دي. یو شمېر مالیاتي مخالفین د مالیاتو له ورکولو سرغړونه کوي، ځکه چې د هغوی وجدان ورته د دې اجازه نه ورکوي، ترڅو د جنګ او جګړې بودیجه تمویل کړي. حال دا چې یو شمېر نور بیا د مالیاتو په وړاندې له دې امله مقاومت کوي، چې د دولت د راپرځولو د یو ابزار په توګه یې بلل. د مالیاتو مخالفین یو شمېر قهرجن انقلابیون لکه جان آدامز او دغه راز سوله غوښتونکي غیر مقاومتیان لکه جان وولمن، د کارل مارکس په څېر کمونیستان او د ویوین کیلمس په څېر سرمایه داران، د جګړې ضد انفرادي فعالین لکه امون هینسي او د خپلواکۍ غوښتونکي غورځنګ مشران لکه مهاتما ګاندي په څېر ټول د مالیاتو مخالفین و. [۸][۹]

میتودونه[سمول]

لاندې د مالیاتي مقاومت اړوند بېلابېلو طریقو او میتودونو په توګه یو شمېر قانوني او غیر قانوني کارېدونکي تخنیکونه راوړل شوي، چې د جګړې اړوند مالیاتي مقاومتونو په وسیله کارول کېږي.[۱۰]

قانوني[سمول]

مخنیوی[سمول]

کېدای شي، یو مخالف د قانوني مالیاتو د مخنیوي اړوندو تخنیکونو په کارولو سره، خپل مالیاتي پرداختونه کم کړي.

په اعتراض یا احتجاج کې پیسې تحویلول[سمول]

ځینې مالیه ورکونکي خپله مالیه ورکوي؛ خو خپل یو شمېر اعتراضي یا احتجاجي لیکونه هم له خپلو مالیاتي فورمونو سره یوځای کوي. یو شمېر نور بیا خپل مالیات په اعتراضي یا احتجاجي توګه ورکوي. د بېلګې په توګه د بیت الخلا په څوکۍ باندې د خپل چک په لیکلو یا هم د یو توغندي په ټوک کولو سره د مالیاتو ورکول. نور هم داسې خپل مالیات ورکوي، چې د مالیې راټولوونکو لپاره ستونځې او تکلیف رامنځته کوي. د بېلګې په توګه د کم ارزښته سکو په وسیله د ټولو مالیاتي پیسو ورکول. دا وروستۍ طریقه په هغو هېوادونو کې په کمه اندازه کارول کېږي، چې کوچنۍ او کم ارزښت لرونکې سکې پکې یوازې په محدوده اندازه قانوني مقدارونو کې کارول کېږي. دغه راز دا سکې مالیاتي چارواکو ته د دې اجازه ورکوي، چې څو بېلابېل پرداختونه له قانوني پلوه رد کړي. د بېلګې په توګه په انګلستان او ولز کې د P1 سکې یوازې د هغو مقدار پیسو ورکولو په برخه کې کارېږي، چې نهایتاً تر P20 قانوني حده پورې وي.

د مالیاتو اړوند مصرف او عوایدو کمول[سمول]

نور مالیاتي مخالفین د خپل ژوند طریقه بدلوي، ترڅو په لږه اندازه مالیاتي پوروړي واوسي. د بېلګې په توګه د څښاکو په مصرفولو باندې د اړوند مالیاتو مخنیوي لپاره، کېدای شي یو مالیاتي مخالف کورني څښاک جوړ کړي. په بنزین یا تېلو باندې د ټاکل شویو مالیاتو مخنیوي لپاره کېدای شي یو مالیاتي مخالف بایسکل وچلوي. په عوایدو باندې د مالیاتو مخنیوي لپاره کېدای شي یو مالیاتي مخالف د ساده ژوند یا آزاد ژوند په ټاکلو سره خپل عاید هغه حد ته راټیټ کړي، چې د مالیاتي حساب څخه خلاص وي. مثلاً بریتانیایي ښاریان، که چېرې د دوي عاید د هغو د شخصي لګښت اړوند مرستو څخه کم وي، نو په عوایدو باندې د مالیاتو ورکولو څخه معاف دي. د امریکې په متحده ایالتونو کې له مالیاتو معاف کلنی عاید سټندرد ټاکل شوی کسر دی، که څه هم زیاتره کسرات او اعتبارونه خلکو ته د دې اجازه ورکوي، چې له دې اندازې نه زیات عاید ترلاسه کړي او دغه راز په عوایدو باندې له ټاکل شویو مالیاتو نه ډډه وکړي.[۱۱]

له جګړو سره مخالفت د امون هنسي او آلن توماس په څېر یو شمېر وګړي یو ډول مالیاتي مقاومت ته هڅولي دي، چې دې مقاومت کې یې د خپل ژوند لپاره داسې طریقه او لاره ټاکلې ده، چې خپل عاید یې د مالیې ورکولو ټاکل شوي حد نه ټیټې اندازې ته راولي. دا ډول وګړي په دې باور دي، چې د هغوی دولت په یو ډول غیر اخلاقي، غیر انساني او ویجاړوونکو فعالیتونو باندې بوخت دی او داسې دولت ته د مالیې ورکول خپله د دې ډول فعالیتونو د تمویل کولو لامل کېږي. له مالیاتي تېښتو سره د دې ډول طریقو توپیر دا دی، چې د مالیاتي قوانینو اړوند چوکاټ او اډانه کې پاتې کېږي، خو له مالیاتي سرغړونې سره توپیر لري، ځکه هدف دا دی، چې د امکان تر حده له مالیاتو وروسته د لوړې کچې عاید ساتلو یا ذخیره کولو پر ځای کمه اندازه مالیات ورکړي.[۱۲][۱۳][۱۴]

غیر قانوني[سمول]

تېښته[سمول]

کېدای شي، یو مخالف داسې پرېکړه وکړي، چې خپل د ورکړې اړوند مالیات یې د مالیاتي تېښتې او ځان تېر باسلو له لارې کم کړي. د بېلګې په توګه په عوایدو د مالیاتو نه د تېښتې یوه لاره دا ده، چې یوازې په نقدي پیسو کار وکړئ او په دې توګه د اضافي مالیاتو مخه ونیسئ.[۱۵]

مسیر بدلول[سمول]

ځیني مالیاتي مخالفین د ټاکل شویو مالیاتو له ټولې یا کمې برخې ورکولو څخه ډډه کوي؛ خو بیا د هغې مالیې معادل اندازه یې خیریه بنسټونو ته ورکوي. په دې توګه هغوی دا ښيي، چې د مقاومت کولو اراده یې د ځانغوښتنې له امله نه ده، بلکې غواړي د خپل عاید یوه برخه یې د عمومي خیر په برخه کې مرسته کولو کې مصرف کړي. د بېلګې په توګه جولیا باترفلای هېل د ۱۵۰،۰۰۰ ډالرو فدرالي مالیاتو په وړاندې مقاومت وکړ او دا پیسې یې د ښوونځیو اړوند پروګرامونو، هنري او فرهنګي پروګرامونو، ټولنیزو باغونو، د آمریکایي بومیانو اړوندو پروګرامونو، د بندیانو اړوند بدیلونو، او د چاپېریال ساتنې اړوندو پروګرامونو ته ډالۍ کړې. هغې داسې وویل:

هغه پیسې چې د مالیاتي چارو سازمان IRS دوی ته رسېږي، زه په ریښتا هغه اخلم او هغو ځایونو ته یې ورکوم، چې زموږ مالیات باید ورورسېږي. ما په خپل یوه لیک کې د مالیاتي چارو سازمان IRS ته وویل:

«چې زه د خپلو مالیاتو له ورکړې ډډه نه کوم، بلکې زه په ریښتیا هغه دوی ته ورکوم او په هغو برخو کې یې ورسپارم، چې د هغو برخو اړوند وي، ځکه تاسې د دې کار له ترسره کولو ډډه کوئ».[۱۶]

سرچينې[سمول]

  1. Michael J. Nojeim (2004). Gandhi and King: The power of nonviolent resistance. د کتاب پاڼې 142. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780275965747. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "What is War Tax Resistance?". NWTRCC. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. David F. Burg (2004). A World History of Tax Rebellions. د کتاب پاڼي vi–viii. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780203500897. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Morris, p. 184.
  5. Erich Kirchler (2007). The Economic Psychology of Tax Behaviour. د کتاب پاڼې 182. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۷ جون ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ اگسټ ۲۰۲۲. Governments as far back as ancient Egypt have struggled to maintain compliance with tax laws. Indeed, it has been suggested that tax resistance has played a significant role in the collapse of several major world orders, including the Egyptian, Roman, Spanish and Aztec empires (Erard, 1997). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. David M. Gross, المحرر (2008). We Won't Pay: A Tax Resistance Reader. د کتاب پاڼي 1–7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "History of war tax resistance". The Peace Tax Seven. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Thou Shalt Not Kill
  9. David M. Gross, المحرر (2008). We Won't Pay: A Tax Resistance Reader. د کتاب پاڼې Back cover. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "How to Refuse to Pay for War". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "Low Income/Simple Living as War Tax Resistance". NWTRCC. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "Low Income/Simple Living as War Tax Resistance". NWTRCC. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Picket Line Annual Report
  14. Matt Hagengruber (په July 9, 2000 باندې). DC protest group stands test of time. KnightRidder
  15. "The Picket Line — 16 February 2006". Sniggle.net. 2006-02-16. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ سپټمبر ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Smith, Gar "An Interview with Julia Butterfly Hill: Part 1" The Edge 26 May 2005 [۱]