مارګوت کېدړ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
مارګوت کېدړ
(انګلیسي: Margot Kidder د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مارګوت کېدړ
مارګوت کېدړ

د شخص معلومات
زیږون نوم (انګلیسي: Margaret Ruth Kidder د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۱۷ اکتوبر ۱۹۴۸[۱][۲][۳][۴]
مړینه 13 مې 2018 (70 کاله)[۵][۶][۳][۴]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت کاناډا
د امریکا متحده ایالات (۱۷ اگسټ ۲۰۰۵–)  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوند ديموکراتيک ګوند   د (P102) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک تلویزیون ستوري
فلم لوبګر
غږ ورکونکی ستوری
فلم پروډیوسر   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي   د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ويبپاڼه
ويبپاڼه د تاييدولو سرچينه  د (P856) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB مخونو  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

مارګاریت روټ کېدړ (زوکړه د ۱۹۴۸ کال د اکتوبر ۱۷مه - مړینه د ۲۰۱۸ کال د مې میاشتې ۱۳مه) په حرفوي ډول د مارګوت کېدړ په نوم مشهوره وه. یو کاناډایي - امریکایۍ فعاله او لوبغاړې وه چې حرفوي فعالیت یې پنځه لسيزې دوام  وکړ. د هغې له جایزو څخه د کاناډین سکرین درې جایزې او د ون ډې ټایم اېمي (یوه امریکايي جایزه ده چې د علومو د ملي اکاډمۍ او تلویزوني هنرونو له خوا د غوره فلمونو د غوره‌والي په پار ورکول کېږي، ژباړن) جایزې یادولی شو. هغه که څه هم د سینمایي او تلویزوني رولونو په ټولګو کې څرګنده شوې. خو تر ډېره یې د سوپرمن فلمونو په ټولګه کې چې په لومړیو څلورو فلمونو کې څرګنده شوه د لویس لن د رول له امله پېژندل شوې.

کېدړ په یلونایف کې له کاناډايي مور او امریکایي پلار څخه زېږېدلې د کاناډا په څو ولایتونو اوپه شمالي سیمو کې لویه شوې. هغه مخکې له دې چې په ۱۹۷۰ کال کې په Quackser Fortune Has a Cousin in the Bronx  فلم کې په اصلي رول کې راڅرګنده شي د لوبغاړۍ په ډګر کې یې خپل کار په ۱۹۶۰ لسیزه کې په لږ لګښت لرونکو کاناډایي تلویزوني ډرامو او فلمونو کې له څرګندېدو سره پیل کړ. هغې وروسته په ۱۹۷۳ کال کې د براین ډي پالما د خویندو په مذهبي فلم کې یې د غبرګونو رول، په ۱۹۷۴ کال د تور کرېسمس په بازارماتوونکي فلم کې د خیریه بنسټ د زده‌‌کوونکې رول او په ۱۹۷۵ کال کې يې د ګرېت ولډو پېپر (The Great Waldo Pepper) په ډرامه کې د رابرت رېډفورډ پر وړاندې د اصلي کرېکټر د نجلۍ ملګرې رول ولوباوه. په ۱۹۷۷ کال کې يې د سوپرمن په فلم کې چې د ریچارډ ډانر منتخب اثر و او په ۱۹۷۸ کال کې خپور شو د لوئس لېن رول ولوباوه چې یاد رول د اصلي کرېکټرې په توګه معرفي کړه. د المټي‌وېل هارور په نوم په ډېر پلورل شوي او ډلروونکي فلم کې د کتي لوتز رول لوبول د هغې د راتلونکې اصلي ننداره وه. تر هغې وروسته يې  له ۱۹۸۰ څخه تر ۱۹۸۷ کال پورې په دویم، درېیم او څلورم سوپرمن کې د لوئس لېن رول ولوباوه.

کېدړ په ۱۹۹۰ لسیزه کې د پام‌وړ روغتیايي ستونزو سره مخ شوه: هغه په ۱۹۹۰ کال کې د موټر د ټکر د يوې پېښې له امله سخته ټپي شوه او د لنډې مودې لپاره فلج شوه او وروسته په ۱۹۹۶ کال کې د دوه قطبي ګډوډۍ له امله د منیک سندروم/جنون او عصبي ناکرارۍ له يو پړاو څخه تېره شوه. په ۲۰۰۰مه لسیزه کې د سمال‌وېل، خویندې او وروڼه، قانون او نظم: د ځانګړو قربانیانو واحد او د اېل توري په خپلواکو فلمونوکې یې پر تلویزون خپل کار ته دوام ورکړ او په ۲۰۰۲ کال کې د اف-براډوې له پرډوکشن څخه بهر په واجېنا مونلوګ کې راڅرګنده شوه. په ۲۰۱۵ کال کې د ار.اېل. سټاینز د هوسټېنګ هور په نوم د ماشومانو لپاره په تلویزوني ټولګه کې د رول لوبولو له امله د ډې ټایم ایمي اېوارډ ګټونکوې شوه.  

کېدړ په ۲۰۰۵ کال کې د متحده ایالاتو تابعيت/ښاروندي ترلاسه کړه. هغه یوه ښکاره سیاسي، چاپېریالي او د جګړې ضد فعاله وه. او تر خپلې مړينې پورې يې په سیاسي چارو کې خپل فعال مشارکت ته دوام ورکړ. کېدړ د ۲۰۱۸ کال د مې میاشتې په ۱۳مه نېټه د مونتانا په ليوینګسټون کې په‌خپل کور کې د ۶۹ کلونو په عمر په داسې حال کې ومړه چې د مخدره توکو او الکولو د ډېر لګښت له امله يې مړینه ځان وژنه اعلان شوه.[۷][۸]

د ژوند لومړي کلونه[سمول]

ماګاريت روث کېدړ د ۱۹۴۸ کال د اکتوبر په ۱۷مه د شمالي قلمرونو په يلونایف کې د ماري «جېل» (د وېلسون له کورني نوم سره)، چې د ریاضي ښوونکې وه او کنډال کېدړ چې د انفجاري توکو متخصص او انجنیر و د پنځم بچي/لور په توګه نړۍ ته راغله. کېدړ د خپل پلار د دندې له امله په یلونایف کې نړۍ ته راغله، د پلار دندې يې کورنۍ په لرې پرتو سیمو کې ژوند ته اړ کوله. پلار يې له ۱۹۴۸ څخه تر ۱۹۵۱ کال پورې په پرلپسې ډول د يلونایف په نوم د تلېفون شرکت د مدیر په توګه خدمت وکړ. مور يې د کاناډا د برېتش کولمبیا اوسېدونکې وه، حال دا چې پلار يې د امريکا له نیو مکسیکو څخه و. هغه له وېلزي او انګريزي ټبر څخه وه. هغې د اني په نوم يوه خور لرله چې کاناډايي لوبغاړې او د پیپل فار اېجوکېشن په نوم د يو خیریه بنسټ اجرایه مدیره وه او د جان، مایکل او پيټر په نوم يې درې وروڼه لرل. له خویندو او وروڼو يې دوه کسانو له پېژندل شویو کاناډایانو سره ودونه وکړل: اني له لوبغاړي ارېک پيټرسون او جان له سیاستوالې الېزابېت سره واده وکړ. جانېټ کېدړ د کېدړ ورېره هم لوبغاړې ده. کېدړ د کاناډا په شمال کې د خپل ماشومتوب د دوران له یادولو سره وویل: «موږ د کانونو په دې کوچني ښار کې فلمونه نه لرل. کله چې ۱۲ کلنه وم مور زه نیویارک ته بوتلم بای بای بېرېډي (د موسیقۍ ستېج/دريځ، ژباړن) مې ولیدله چې خلک په‌کې د سندرو ویلو او نڅا په حال کې وو او بس همدا. زه په دې پوهېدم چې زه باید ډېر اوږد مزل ووهم. زه ناپوهه وم، خو بس ما دا کار وکړ.» پر يېلونایف سربېره هغې څه موده په لابراډور ښار، نیوفاندلنډ او لابراډور کې تېره کړه. کېدړ له ځوانۍ څخه له سیاست سره مینه پيدا کړه او په دې ټکي د هغو بحثونو له مخې وپوهېده چې مور او پلار به يې د شپې د ډوډۍ پر مېز پرې بحث کاوه. مور يې سوسیالیستي تمایلات درلودل حال داچې پلار يې یو محافظه‌کار جمهوري غوښتونکی و.[۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

کېدړ له ځوانۍ څخه د نه تشخیص شوې دوه قطبي ګډوډۍ له امله په رواني ستوزو کې ښکېله وه. هغه یادونه کوي: «زه پوهېدم چې له نورو سره توپير لرم، ما دا ذهني الوتنې لرلې چې داسې برښېده نور يې نه لري.» په ۱۴ کلنۍ کې یې له خپل هلک ملګري څخه تر جلا کېدو وروسته د یو بوتل کودين کپسولو له خوړلو سره د ځان‌وژنې هڅه وکړه. کېدړ لوبغاړۍ ته لار ومونده ځکه هغې احساس کاوه چې «پرېږدئ زما خپل حقیقي حالت را بهر شي... او هېڅوک به پوه هم نه شي چې هغه زه یم» هغه داسې یادونه کوي چې : «زه هېچا لوبغاړۍ ته ونه هڅولم. دا یوه ټوکه وبلل شوه... په نوې ځوانۍ کې به مې چې هر کتاب لوسته ما به خپل ځان په‌کې انځوروه. ما غوښتل هېنري مېلر او ټوماس ولف وم. ما غوښتل هر څه د نړۍ په لوښي کې وخورم خو زه ډېره ستروږې وم.» هغې د خپلې کورنۍ د کډوالۍ له امله په بېلابېلو ښوونځيو کې خپلې زده‌کړې مخته یوړې او په کې په ۱۹۶۶ کال کې په ټورنټو کې د هورګال کالج په نوم له یوه شپه ورځني ښوونځي څخه فارغه شوه. په ۱۹۹۶ کال کې له خپل هلک ملګري څخه امیندواره وه او په ناقانونه ډول يې د جنین لرې کولو /سقط ترتیب ونیوه. د ماشوم لرې کولو متخصصه د هوټل په یوه خونه کې وه او د کېدړ رحم یې له لیزول څخه ډک کړ تر څو امېندواري پای ته ورسوي. کېدړ له هاورګل څخه تر فراغت وروسته د برېتش کولمبیا په کالج کې د شاملېدو لپاره ونکوور ته لاړه، خو یو کال وروسته يې زده‌کړې پرېښودې. هغه بېرته ټورنټو ته راستنه شوه او هلته يې د ماډلې په توګه کار وموند.[۱۸][۱۹][۲۰]

دنده[سمول]

له ۱۹۶۸ څخه تر ۱۹۷۴ کال پورې لومړني فلمونه او تلويزون[سمول]

کېدړ خپله لومړنۍ هڅه په ۱۹۶۸ کال کې د بېسټ ډامن فېډلر فرام کولمبیا ټو کالاډار (له کولمبیا څخه کالاډار ته تر ټولو غوره محکوم سرنده چي) په نوم په ۴۹ دقیقیې فلم کې وکړه، چې د کاناډا د لرګیو د سوداګرۍ اړوند یوه ډرامه وه چې د چلېنج فار چېنج له خوا تولید شوه. په ۱۹۶۹ کال کې د «څوک دلته ډني پېژني؟» سریال په یوه برخه کې د کېدړ حضور د کوروېن کاناډايي ډرامو په لړۍ کې د نویو وتلو غوره استعدادونو لپاره د کاناډايي فلمونو جایزه ترلاسه کړه.[۲۱][۲۲]

د کېدړ لومړنی مهم فلم په ۱۹۶۹ کال کې د ګېلي، ګېلي (خوښي، خوښي) په نوم يو کامېډي دوره وه چې له بیو بریجز سره یې کار کړی او هغې په‌کې د یوې فاحشې رول لوبولی. ورپسې هغه د CBC (کاناډايي تلویزوني شبکه، ژباړن) لپاره په ګنو تلویزوني سریالونو او ډارامو کې راڅرګنده شوه. چې له ډلې يې ووجېک، اډوېنچر اېن رېنبو کنټري کې د هغې د مېلمه رول او په مک کوين کې يې د ځوانې خبریالې په توګه لږ منظم رول او په منترپ کې يې د مباحثې هئیت د غړې رول چې محور يې فېمېنیستي ليدلوری و، یادولی شو. د ۱۹۷۱- ۱۹۷۲ کلونو تر منځ یې د جېمز ګانر په مشرۍ د نیکولز په وېسټرن فلم کې د روث په کرېکټر کې را څرګنده شوه، چې په ۲۲ برخو کې له NBC (د انګلیسي ژبې راديويي او تلويزوني شبکې نوم، ژباړن) څخه خپور شو.[۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۵]

سرچينې[سمول]

  1. پیوستون : 140795561  — د نشر نېټه: ۲۷ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w64f2dns — subject named as: Margot Kidder — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ subject named as: Margot Kidder — Filmportal ID: https://www.filmportal.de/f840ea3a6d8842dea0fede5c3fdb636f — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=kiddermarga — subject named as: Margot Kidder
  5. Margot Kidder, Lois Lane of 'Superman' Films, Dead at 69 — د نشر نېټه: ۱۴ مې ۲۰۱۸ — سمونګر: Jann Wenner — خپرونکی: Jann Wenner — د خپرولو نیټه: ۱۴ مې ۲۰۱۸
  6. https://www.franzen-davis.com/notices/Margaret-MargotKidder — د نشر نېټه: ۱۴ مې ۲۰۱۸
  7. "Margot Kidder arrested at White House oil protest". CBC News. August 11, 2011. د لاسرسي‌نېټه February 8, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Henderson, Cydney (August 8, 2018). "'Superman' actress Margot Kidder's death ruled a suicide". USA Today. د لاسرسي‌نېټه February 8, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Hart, Sue. "A Livingston Double Feature Margot Kidder & Joe Camp". Distinctly Montana. د اصلي آرشيف څخه پر May 16, 2008 باندې. د لاسرسي‌نېټه February 8, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "Who Do You Think You Are? | Stories | Margot Kidder". CBC. January 7, 1919. د اصلي آرشيف څخه پر March 31, 2009 باندې. د لاسرسي‌نېټه June 17, 2010. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Published in the Vancouver Sun and/or The Province, June 7, 2008
  12. Paur, Joey. "Superman Actress Margot Kidder has Passed Away". Geek Tyrant. د لاسرسي‌نېټه May 15, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Roberts, Chris (April 8, 2005). "No kidding". The Guardian. د لاسرسي‌نېټه January 31, 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Rothman, Clifford (November 19, 1997). "Back From The Brink". Los Angeles Times. د اصلي آرشيف څخه پر March 21, 2015 باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. کينډۍ:Cite interviewکينډۍ:Cbignore
  16. Aaker 2017، ص. 242.
  17. Hobson او Leonard 2001، ص. 161.
  18. Byrne, Suzy (May 14, 2018). "After 'the most public freak-out in history,' Margot Kidder became one of Hollywood's most prominent mental health advocates". Yahoo!. د اصلي آرشيف څخه پر January 5, 2019 باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Flanagan, Caitlin (May 1, 2007). "The Sanguine Sex". The Atlantic (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه May 27, 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Klinger, Judson (1979). "The Education of Margot Kidder". Rolling Stone. د اصلي آرشيف څخه پر January 23, 2019 باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. "The Best Damn Fiddler from Calabogie to Kaladar". National Film Board of Canada. د لاسرسي‌نېټه April 9, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Rist 2001، ص. 112.
  23. "Actor best known for playing Lois Lane". The Irish Times (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه September 24, 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. The Hollywood Reporter Staff (May 14, 2018). "'Superman' Star Margot Kidder Dies at 69". The Hollywood Reporter. د اصلي آرشيف څخه پر July 2, 2018 باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. ۲۵٫۰ ۲۵٫۱ Rist 2001، ص. 111.
  26. McNeil 1991، ص. 471.