مارګريټ بونفيلډ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
مارګريټ بونفيلډ
(انګلیسي: Margaret Bondfield د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مارګريټ بونفيلډ
مارګريټ بونفيلډ

د شخص معلومات
پيدايښت ۱۷ مارچ ۱۸۷۳[۱][۲][۳][۴]
مړینه 16 جون 1953 (80 کاله)[۱][۲][۳][۴]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت برېتانيا  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
دنده سياستوال[۵]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي[۶]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه سياست[۷]
د سوداګرۍ اتحادیه[۷]
د ښځو حقونه[۷]  د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

مارګريټ ګريس بونفيلډ سي ايچ (۱۸۳۷ ز کال مارچ ۱۷ مه – ۱۹۵۳ ز کال جون ۱۶ مه) يوه بریتانوي د مزدور ګوند سياتواله، د سوداګريزو اتحاديو پلوې او د ښځو حقوقو فعاله وه. نوموړې د کابينې لومړۍ ښځينه وزيره او لومړۍ ښځه وه چې په انګلستان کې شخصي سلاکاره شي، دا هغه مهال و چې نوموړې د ۱۹۲۹-۳۱ز کال د کارګر حکومت پر مهال د کار د وزيرې په توګه وټاکل شوه. له دې وړاندې نوموړې لومړۍ ښځه وه چې د سوداګريو د اتحاديې کانګريس (TUC) مشري يې کړې وه.

«بونفيلډ» په بې وزله حالاتو کې زېږېدلې وه او محدودې رسمي زده کړې يې کړې وې. د «ګلدوزۍ» له يوې استادې سره د شاګردې په توګه له خدمت کولو وروسته نوموړې په «برايټن» او لندن کې د دوکان د مرستيالې په توګه کار وکړ. نوموړې د دوکان د کار کوونکو د کاري حالاتو له امله هېښه شوې وه، په ځانګړي ډول په داخل کې د اوسېدو د نظام له امله او په همدې سبب د دوکانونو د کار کوونکو د اتحاديې یوه فعاله غړې شوه. نوموړې په ټولنپالو کړيو کې تګ راتګ پيل کړ او په ۱۸۹۸ز کال کې د دوکان د مرستيالانو، د کور د خادمانو او منشيانو د متحدې ملي اتحاديې (NAUSAWC) مرستياله منشۍ وټاکل شوه. نوموړې وروسته د ښځو په ګڼو ټولنپالو خوځښتونو کې پياوړې وګرځېده: نوموړې په ۱۹۰۶ز کال کې د ښځو کار ټولنې (WLL) ته د مالي بسپنې په پيدا کولو کې مرسته وکړه او د بالغانو د رايې ورکولو حق ټولنې مشره وه. د ښځو د رایې د حق په اړوند  د هغې نظر، نوموړې له پوځي مشرتابه څخه جلا کړه – د نوموړې نظر دا و چې  جنسيت يا شتمنۍ ته له کتنې پرته يې د ټولو بالغانو د رایې ورکولو حق پلوي کوله، نه د هغې محدودې تګلارې پر بنسټ چې د رايې حق پوځي پلويانو تعقيبوله، «د نارينه په شرايطو».

په ۱۹۰۸ز کال کې د اتحاديې د دندې له خوشې کولو وروسته، «بونډفيلډ» د WLL لپاره د تنظيمونکې منشۍ په توګه کار وکړ او وروسته یې د عمومي او ښاروالۍ کار کوونکو د ملي اتحاديې (NUGMW) لپاره د ښځينه افسرې په توګه خدمات وړاندې کړل. نوموړې په ۱۹۱۸ز کال کې د TUC شورا ته وټاکل شوه او په ۱۹۲۳ز کال کې د همدې ادارې مشره شوه، دا هماغه کال و چې نوموړې په لومړي ځل پارلمان ته وټاکل شوه. د ۱۹۲۴ز کال د لنډې مودې کارګر حکومت کې نوموړې د کار په وزارت کې د پارلماني سکرترې په توګه کار وکړ. په ۱۹۲۹-۳۱ز کال کې په کابينه کې د هغې د دندې موده د اقتصادي بحرانونو سره ملګرې وه، کومو چې دويم کارګر حکومت په غېږ کې رانيولی و. د بې روزګارۍ د امتيازاتو (حقوقو) د کمولو په اړه د فکر کولو اړوند د هغې ارزو، نوموړې د مزدور خوځښت له ډېرې برخې لرې کړه، په داسې حال کې چې نوموړې «رمسي ميکډونلنډ» د ملي حکومت ملاتړ نه و کړی، چا چې هغه مهال څوکۍ اشغال کړه، کله چې د ۱۹۳۱ز کال د اګست په مياشت کې حکومت سقوط وکړ. تر ۱۹۳۹ز کال پورې بونډفيلډ د NUGMW په چارو کې فعاله پاتې شوه او د دويمې نړيوالې جګړې پر مهال يې د عامې ښېګڼې په اړوند د ښځو د ډلې لپاره څېړنې وکړې.

ماشومتوب او کورنۍ[سمول]

مارګريټ بونډ فيلډ چې په شخصي ژوند کې په «ميګي» مشهوره وه، د ۱۸۷۳ز کال د مارچ په ۱۷مه نېټه د «چارډ» په «سمرسيټ» ښار کې زېږېدلې وه. نوموړې په خپلو خوېندو وروڼو کې لسمه يا يوولسم شمېره وه او د «وليام بونډ فيلډ» او د هغه د مېرمنې «ان دي ټيلور» د څلورو لوڼو څخه درېیمه وه، څوک چې د کانګريګيشن مسيحيت مذهبي مشر لور وه. وليام بونډ فيلډ د مزو (رسيو) د جوړونکي په توګه کار وکړ او تر څنګ يې د سياسي فعاليت تاريخ درلود. په ځوانۍ کې د چارډ سياسي اتحاديې منشي و، دا د سيمه ييزې سخت دريځۍ يو مرکز و چې چارواکو په وخت د پوځي ځواک په کارولو سره وځپلو. هغه همدا راز په ۱۸۴۰ز لسيزه کې د غلو دانو د قانون ضد سياسي خوځښت غړی هم و (د غلو دانو قانون په انګلستان کې د غنمو د وارداتو په اړوند یو قانون و چې کروندګرو ته په زيان تمامېدو). په داسې حال کې چې ټوله زده کړه يې خپله کړې وه، نوموړي له ساينس او انجنيرۍ سره مینه درلوده او د الوتکي ماشين شريک طراح و، کوم ماشين چې د اوسنۍ الوتکې لومړۍ بڼه ده، همدا ماشين د ۱۸۵۱ز کال په ستر نندارتون کې وړاندې شو. [۸][۹][۱۰][۱۱]

په داسې حال کې چې مارګريټ لا هم ماشومه وه، «وليام» خپله دنده له لاسه ورکړه او نه يې شول کولای یو منظم کار پيدا کړي. دا کورنۍ له سختۍ سره مخ شوه، تر څنګ يې د استوګنځای برابرولو د مسئولينو له ګواښ سره مخ وه، کوم څه چې یوه دوامداره وېره وه. خو بيا هم وليام او «ان» خپله پوره خواري وکړه چې ډاډمن اوسې د دوی بچيانو زده کړه کړې او د ژوند لپاره چمتو دي. مارګريټ يو ځيرک ماشوم و، د شاعرۍ لوستلو او پيانو په غږولو کې د چا مهارت چې ډېر ځله د ښار په مراسمو او د يکشنبې ورځې د ښوونځي د بهر تګ پر مهال ښودل کېدو. تر ديارلس کلنۍ پورې هغه سيمه ييز لومړني ښوونځي ته ولاړه، وروسته يې يو کال د ښوونځي د هلکانو په ډيپارټمنټ کې د شاګرد-ښوونکي (هغې ته په يوه اونۍ کې درې شيلينګه ورکول کېدل) په توګه کار وکړ. په سيمه ييزه کچه د کار ګومارلو فرصتونه کم شول، نوموړې په څوارلس کلنۍ کې په ۱۸۸۷ز کال کې چارډ خوشې کړ، څو له برايټن سره نږدې په «هاو» کې د بزازۍ په يو دوکان کې د شاګردې په توګه کار پيل کړي.[۱۲][۱۳][۱۴]

د دندې لومړي کلونه[سمول]

د دوکان کارکوونکې[سمول]

بونډفيلډ د «هاو» په کليسا سرک د خامک دوزۍ او رخت پلورنځي کاروبار پيل کړ، چېرته چې له ځوانو شاګردانو سره د کورنۍ د غړيو په توګه چلند کېدو. د پېرودونکو او همکارانو ترمنځ اړيکې خوږې وې او د دې وخت په اړه د بونډ فيلډ وروسته يادښتونه په يو ډول د خوښۍ يادونه کوله. د هغې شاګردي بشپړه شوه، نوموړې د برايټن د خامک دوزۍ په يو شمېر دوکانونو کې د مرستيالې په توګه کار وکړ، په داسې حال کې چې هلته به اوسېده هم، چېرته چې نوموړې ډېره ژر د دوکانونو د کار کوونکو د ژوند له حقايقو سره بلده شوه: داسې ګومارونکي چې خواخوږي نه لري، د کار اوږده کارونه، د ژوند وېرونکي شرايط او د محرميت نه شتون. بونډفيلډ په کار ځای کې د ژوند کولو په اړه د خپلو تجربو په هکله خبر ورکړی دی: «د زياتې ګڼې ګوڼې، ليوني کونکي حالات، کم او کمزوری خوراک، د دې نظام بنسټيز خصوصيات وو، تر څنګ يې د ګواښ احساس... په ځينو کورونو کې طبيعي او غېر طبيعي فساد د خپرېدو شرايط منځ ته راوړل». نوموړې هغه مهال له دې چاپېريال څخه يو څه راحت پیدا کړ، کله چې له يو شتمن پېرودونکي «لويسا مارټينډال» او د هغې له لور «هلډا» سره ملګرې شوه.  مارټينډال کورنۍ له ټولنيزې بيدارۍ څخه برخمنه او د ښځو د حقوقو پلوې وه، دې کورنۍ وليدل چې بونډفيلډ د زده کړې ليواله ده، نوموړې ته يې په استعاره کتابونه ورکړل، کومو کتابونو چې هغې ته د کار او ټولنيزو مسائلو په اړه د ژوند تر پايه لېوالتيا وروبښله. بونډفيلډ اغلې مارټينډال په دې ډول تعريف کړې چې «زما په ژوند تر ټولو روښانه اغېز... نوموړې زه د پوهې په داسې  يوه لاره روانه کړم، کومه چې زما د دوکان د ډېرو ملګرو لپاره مرستندويه ثابته شوه».[۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

د بونډفيلډ ورور «فرانک» له هغې مخکې په لندن کې د چاپونکی او سوداګرو د اتحاديې د پلوي په توګه خپل ځان ثابت کړی و، په ۱۸۹۴ز کال کې په داسې حال کې چې ۵ پاونډه يې ساتلي و، نوموړې پرېکړه وکړه چې له خپل ورور سره يو ځای شي. نوموړې وليدل چې د لندن د کار دوکانونو حالات له برايټن څخه ښه نه دي، خو د فرانک له لارې د هغې ټولنيزې او سياسي کړۍ پراخې شوې. نوموړې د دوکان د مرستيالانو، د کور د خادمانو او منشيانو د متحدې ملي اتحاديې (NUSAWC) فعاله غړې شوه، کله کله به د يکشنبې په ورځ له دې امله کليسا ته له تګ پاتې کېده چې د اتحاديې په ناستو کې ګډون کړي. د هغې سياسي او ادبي زده کړه په بېلګه ييز کلب متمرکزې وې، چېرته چې هغې له برنارډ شا او سيډني او »بيټريس بي» سره وکتل. د دې ټولنيپالو روڼ اندو تر نظر لاندې، نوموړې له «فيبين» ټولنې سره يو ځای شوه، او وروسته بيا له خپلواک کارګر ګوند (ILP) سره. [۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6bv8j7b — subject named as: Margaret Bondfield — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ subject named as: Margaret Grace Bondfield — FemBio ID: https://www.fembio.org/biographie.php/frau/frauendatenbank?fem_id=3707 — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Bibliothèque nationale de France ID: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb16592122s — subject named as: Margaret Bondfield — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — سرليک: اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم، платформа відкритих даних، платформа открытых данных، plateforme de données ouvertes، piattaforma di dati aperti، Opendata-Plattform، otevřená data platforma، åben-data-platform، տվյալների բաց շտեմարան، platforma za odprte podatke، plataforma de datos abierta، plataforma de dados aberta، платформа адкрытых даных، платформа на отворените данни، platforma otwartych danych، ашық деректер платформасы، ачык маалыматтарды платформа، açıq məlumat platforması، ochiq ma'lumotlar platforma، açık verilerin platformu، платформа отвореног података، platforma otvorenih podataka، platforma otvorenog podataka، platforma otvorených údajov، πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων، platformu atklātā datu، platforma atvira duomenų، platvormi avatud andmete، avoimen datan foorumi، nyílt adatok platformja، პლატფორმა ღია მონაცემები، платформа за отворени податоци، нээлттэй мэдээллийн тавцан، platformă de date deschise، platformo de malferma datumoj، open data platform، плятформа адкрытых зьвестак، Усьтэм даннойёслэн платформазы، асыҡ мәғлүмәт платформаһы، açıq malümat platforması، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، öppen dataplattform، платформаи додаҳои боз، ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы او гом бæрæггæнæнты платформæ — منښتلیک: Open License
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Bibliothèque nationale de France ID: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb16592122s — subject named as: Margaret Bondfield — سرليک: A Historical Dictionary of British Women — نسخهدوهم — خپرونکی: Routledge — ISBN 978-1-85743-228-2
  5. Hansard (1803–2005) ID: https://api.parliament.uk/historic-hansard/people/miss-margaret-bondfield — د نشر نېټه: ۲۲ اپرېل ۲۰۲۲
  6. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=skuk0000140 — د نشر نېټه: ۱ مارچ ۲۰۲۲
  7. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=skuk0000140 — د نشر نېټه: ۷ نومبر ۲۰۲۲
  8. Great Women's Lives: A Celebration in Obituaries. The Times (unpaginated ebook). 16 September 2014. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780750962346. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ مارچ ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Hamilton, pp. 30–31
  10. Magill, p. 353
  11. Hamilton, p. 29
  12. Abrams, pp. 218–19
  13. Hamilton, p. 37
  14. Hamilton, p. 38
  15. "Hove blue plaque call for 1920s MP Margaret Bondfield". BBC News Sussex. 1 June 2014. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ سپټمبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Bondfield, p. 24
  17. Hamilton, pp. 43–44
  18. Quoted in Sanders, pp. 45–46, from The Meaning of Trade (1928). London, E.G Benn. OCLC 56418171
  19. Martindale, pp. 34–35, quoting Bondfield
  20. Sanders, p. 217
  21. Abrams, p. 220
  22. Cox and Hobley, p. 93
  23. Law, pp. 28–30