مارجوري سټونمين ډاګلس

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
مارجوري سټونمين ډاګلس
(انګلیسي: Marjory Stoneman Douglas د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مارجوري سټونمين ډاګلس
مارجوري سټونمين ډاګلس

د شخص معلومات
زیږون نوم (انګلیسي: Marjory Stoneman د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۷ اپرېل ۱۸۹۰[۱][۲][۳][۴]
مړینه 14 مې 1998 (108 کاله)[۳] او 15 مې 1998 (108 کاله)[۵]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د مړینې لامل ناروغي   د (P509) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات [۶]  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک خبريال
ليکوال   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي [۷]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB مخونو  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

مارجوري سټونمن ډاګلس (۱۸۹۰ اپريل ۷ – ۱۹۹۸ مۍ ۱۴) يوه امريکايۍ ژورنالسته، ليکواله، د ښځو د رايې ورکولو حق پلوۍ او محافظه کار وه، چا چې  د «ايور ګليډز» د خالي کولو او پرمختګ لپاره پر ځمکه د بيا دعوه کولو د هڅو پر ضد د خپل سختې دفاع له امله شهرت موندلی و. د «ميامي هيرالډ» لپاره د کار کولو په موخه د ځوانې ښځې په توګه ميامي ته ولاړه، نوموړې ازاده ليکواله شوه چې له سلو زياتې لنډې کيسې يې وليکلې، کومې چې په مشهورو مجلو کې خپرې شوې. د هغې تر ټولو اغېزناک کتاب د « The Everglades: River of Grass» (۱۹۴۷) په نوم و، کوم چې د «ايورګليډز» منلی تصور، د يو بې ګټې خدنګ پر ځای د يو ارزښتمن سيند په توګه تشریح کړ. د دې کتاب اغېز د «ريچل کارسن» د اغېزناک کتاب « Silent Spring»(۱۹۶۲) سره پرتله شوی دی. د هغې کتابونو، کيسو او د ژورنالزم دندې نوموړې په ميامي کې اغېزناکه ښځه وګرځوله، کومو چې هغې ته د خپلو موخو پر مخ وړلو کې بريا ورکړه.

د يوې ځوانې ښځې په توګه، «ډاګلس» د ښځو د رايې حق او مدني حقوقو د خوځښتونو په اړه باشعوره او په سياسي بڼه يې پوهاوی درلود. په نهه اويا کلنۍ کې له هغې غوښتل شوي و چې د «ايورګليډز» د ساتنې په برخه کې مرکزي دنده تر سره کړي. د هغې د ژوند په پاتې نهه ويشتو کلونو کې، نوموړې د سويلي فلوريدا د طبيعي ساتنې او بيا ابادولو لپاره «یوه سخت زړې خبرياله او بې وېرې جنګيالۍ وه». د هغې نه ستړې کېدونکو هڅو نوموړې ته د « Grande Dame of the Everglades» د عرفي نوم د بېلا بېلو مختلفونو حالتو تر څنګ په فلوريډا کې د ځمکې د پرمختګ څخه د ګټې تر لاسه کولو کرنيز او سوداګريزو ګټو دوښمنۍ هم ورترغاړه کړې. هغې همدا راز د ازدۍ لپاره ولسمشريز مډال په ګډون ګڼې جايزې وګټېلې او د شهرت په ګڼو ټولنو کې شامله شوه.[۸][۹]

ډاګلس تر ۱۰۸ کلونو ژوند وکړ، نږدې د ژوند تر پايه يې د «ايورګليډز» د خپل حالت ته ګرځولو لپاره کار وکړ. د هغې له مړينې وروسته، په لندن کې د « The Independent» يو ويرنه (مرثيه) ليکونکي وويل، «د امريکايي چاپيرياليز خوځښت په تاریخ کې، له مارجوري سټون مين ډاګلس څخه زيات د يادولو وړ څېرې کمې دي».[۱۰]

د ژوند لومړي کلونه[سمول]

مارجوري سټون مين د ۱۸۹۰ز کال د اپريل په اومه نېټه د «مينيسوټا» په «منيپوليس» کې زېږېدلې وه، نوموړې د وايلن غږونکي «فلورنس لليان ټريفيتن» (۱۸۵۹-۱۹۱۲) او «فرانک براينټ سټون مين» (۱۸۵۷-۱۹۴۱) يوازينی بچی و. د هغې له لومړيو يادښتونو څخه يو يې هم د هغې د پلار هغې ته د «هيواتا» سندرې لوستل و، په کومه کې چې هغه د دې په اورېدلو سره په ژړا شوه چې «هيواتا» ته د کښتۍ چلولو د لرګي د ورکولو په موخه بايد ونه خپل ژوند له لاسه ورکړي. هغه له کوچنيوالي څخه لوستل کول او شوقي لوستونکې وه. د هغې لومړی کتاب د «په ونډرلینډ کې د اليس سفرونه» په نوم و، کوم چې هغې په ځوانۍ کې تر هغه وخته ښه وساته، کله چې «په انساني بڼه کوم شيطان هغه کتاب پور کړ او بېرته يې رانه وړ». په څلور کلنۍ کې هغې له فلوريډا څخه لیدنه وکړه او له دې سفر څخه د هغې تر ټولو څرګند يادښت د «ټيمپا بی هوټل» څخه له يوې ونې د نارجو راشکول و. له دې ځايه هغه او د هغې مور او پلار له «ټمبا» څخه د هوانا پر لور په يوه بېړۍ کې په سفر ولاړل.[۱۱][۱۲][۱۳]

د مارجوري مور او پلار هغه مهال سره جلا شول چې دا شپږ کلنه وه. د هغې پلار د ناکامو سوداګريو يو لړ ناکامې طرحې وزغملې او د بې ثباتۍ له امله د هغې مور نوموړې د «ماساچوسټس» په «ټاونټن» کې د «ټريفيتن» کورنۍ کور ته يو ناڅاپي ولېږدوله. نوموړې په دې کور کې له خپلې مور، ترور او نيا او نيکه سره ژوند وکړ، د چا چې په خپلو کې ښې اړيکې نه درلودې او په پرله پسې ډول يې د هغې د پلار په اړه ناسمې خبرې کولې چې له امله يې هغه د ناهيلۍ ښکار شوه. د هغې مور، څوک چې مارجوري د «ښې پياوړتيا» په توګه معرفي کړې، په «پرويډينس» کې څو ځلې د رواني ناروغۍ يو مرکز ته استول شوې وه. د هغې د مور او پلار جلا والي او د هغې د مور د کورنۍ شخړو هغه له داسې حالت سره مخ کړه چې د شپې به وېرېده. هغې په خپل پاتې ژوند کې «د يو شکي او اختلافي» حالت نسبت خپلې کمزورې پالنې ته کړی دی.[۱۴][۱۵][۱۶]

په ځوانۍ کې مارجوري په لوستلو کې ارامي پيدا کړه او په پايله کې هغې په لیکلو پيل وکړ. په شپاړس کلنۍ کې هغې د « St. Nicholas Magazine» په نوم د هغه مهال د کوچنيانو له ډېرې مشهورې خپرونې سره همکاري وکړه – همدا راز د « Double Beheadings and Double Curtailings» په عنوان په يوې کيسۍ (معما) سره يې د شلمې پېړۍ د لومړيو خپرونکو ليکوالانو «ايف. سکاټ فټرجيرالډ، ريچل کارسن» او «وليم فالکنر» سره يې همکاري درلوده. په ۱۹۰۷ز کال کې، د «بوسټن هيرالډ» نوموړې ته يوه جايزه ورکړه، دا جايزه يې د « An Early Morning Paddle» په عنوان د يوې کيسې له امله ورکړې وه چې د يو هلک په اړه يې ليکلې وه، چا چې له يوې جالې (کوچنۍ کښتۍ) څخه لمر خاته ليدلي و. څومره چې د هغې د مور رواني حالت خرابه شو، مارجوري لا زيات مسئوليتونه په غاړه واخستل، په پايله کې يې د کورنۍ ځينې مالي چارې هم سمبالې کړې او د حالاتو له امله په هغې تپل شوې پختګي يې تر لاسه کړه.[۱۷][۱۸]

زده کړه او واده[سمول]

مارجوري په ۱۹۰۸ز کال کې د خپلې مور د ذهني حالت په اړوند د سخت زړه نازړه والي سره سره کالج ته تګ پيل کړ. د هغې ترور او نيا له هغې سره خپلې اندېښنې شريکې کړې، خو پوه شول چې هغه بايد کالج ته ولاړه شي، څو خپل ژوند پيل کړي. هغه په «ويلز» کالج کې د لوړو نمرو تر لاسه کونکې زده کوونکې وه، په ۱۹۱۲ز کال کې يې لسانس درجه تر لاسه او فارغه شوه. نوموړې د ويناوالۍ په ټولګيو کې ځانګړې بريا تر لاسه کړه او د خپلو شپږو ټولګيوالو سره د رايې ورکولو د حق په لومړۍ ټولنه کې شامله شوه. نوموړې د تولګي استازې ويناواله وټاکل شوه؛ خو له دې امله چې له مخکې څخه په نورو فعالیتونو کې ښکېله وه، ويې نه شول کولای دا دنده پر مخ يوسي. د خپل وروستي کال پر مهال، کله چې هغه کور ته تللې وه، مور يې ورته په خپله سينه يو پړسوب (دانه/غوټه) وښود. مارجري د دې پړسوب (دانه) د لرې کولو لپاره د جراحي عملياتو د تر سره کولو لپاره ترتيب جوړ کړ. د فراغت له مراسمو وروسته، د هغې ترور هغې ته خبر ورکړ چې د مور په بدن کي يې ناروغي خپره شوې او څو مياشتې وروسته يې مور مړه شوه. دې کورنۍ د جنازې مراسم تر مارجوري پورې وځنډول.[۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

د کالج له ملګرو سره يو شمېر دندو ته له تګ وروسته، په کومو کې چې هغې ښه احساس نه کاوه، «مارجوري سټونمين» په ۱۹۱۴ز کال کې له «کينت ډاګلس» سره وکتل. د هغه له چلند څخه ډېره متاثره شوه او په هغه توجه باندې حيرانه شوه چې نوموړي د دې په وړاندې ښودلې وه، تر دې چې له هغه سره يې په درې مياشتو کې واده وکړ. نوموړي خپل ځان د يوې ورځپاڼې د مدير په توګه معرفي کړ او له هغې څخه دېرش کاله مشر و، خو دا واده ډېر ژر له ناکامۍ سره مخ شو، کله چې معلومه شوه چې هغه یو چلباز هنرمند و. په نورو ټولو چارو کې له وفادارۍ سره سره، مارجوري د هغه د دوه ګوني حالت اصلي اندازه په بشپړ ډول معلومه نه کړای شوه. ډاګلاس له مارجوري سره په داسې حال کې واده کړی و چې هغه يوه بله مېرمن هم درلوده. کله چې هغه له دې امله په زندان کې شپږ مياشتې تېرې کړې چې هغه د ناسم چيک د چلولو هڅه کړې وه، نوموړې بيا هم له هغه سره وفاداره پاتې شوه. د هغې غايب پلار څخه په فريب سره د پيسو وهلو لپاره د هغه طرحې د مارجوري په حق کې کار وکړ، په دې ډول چې د «فرانک سټونمن» پام يې ځان ته واړاوه. د مارجوري اکا هغه قانع کړه چې ميامي ته ولاړه شي او دا واده پای ته ورسوي. د ۱۹۱۵ز کال د مني په موسم کې مارجوري سټونمين ډاګلس نيو اينګلينډ څخه ولاړه، څو له خپل پلار سره يو ځای شي، څوک چې هغې د خپل پلار او مور له جلا کېدو وروسته نه و لېدلی. له هغې لږه موده مخکې د هغې پلار له «لليس (ليلا) ايلينور شاين» سره واده کړی و، څوک چې د تاماس جفرسن کودۍ وه (د لمسي لمسۍ) (د هغې نېکه فرانسس ډبليو ايپيس و). مارجوري وروسته ولیکل چئ «شاين» «په فلوريډا کې زما په ټول ژوند کې تر ټولو لومړۍ او ښه ملګرې وه». په ۱۹۱۵ز کال کې فلوريډا ته تر تګ وروسته، مارجوري ډېره کمه ماساچوسټ ته تله، خو بيا يې هم د دې ښار سره مينه پاتې وه، د «د سيند غږ» په نوم د هغې يادښتونه «ماساچوسټس ته، له مينې سره» ته ډالۍ شوی دی.[۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]

سرچينې[سمول]

  1. SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6w95hv9 — subject named as: Marjory Stoneman Douglas — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  2. Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/10826431 — subject named as: Marjorie Douglas — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ subject named as: Marjory Stoneman Douglas — FemBio ID: https://www.fembio.org/biographie.php/frau/frauendatenbank?fem_id=29745 — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=stonemanmar — subject named as: Marjory Stoneman Douglas
  5. د کانګرېس کتابتون تائيد کوډ: https://id.loc.gov/authorities/n86835843 — د نشر نېټه: ۱۸ جنوري ۲۰۲۰ — خپرونکی: Library of Congress
  6. سمونګر: Thomas Dublin او Kathryn Kish Sklar — سرليک: Online Biographical Dictionary of the Woman Suffrage Movement in the United States — خپرونکی: Alexander Street Press
  7. Identifiants et Référentiels — د نشر نېټه: ۵ مارچ ۲۰۲۰ — خپرونکی: Agence bibliographique de l'enseignement supérieur
  8. Grunwald, p. 204.
  9. Basse, Craig (May 14, 1998). "Grande dame of the Everglades." St. Petersburg Times (Florida); p. 1A.
  10. Cornwell, Rupert (May 25, 1998). "Obituary: Marjory Stoneman Douglas." The Independent (London); p. 16.
  11. Douglas, p. 42.
  12. Douglas, p. 31.
  13. Duncan, Scott (May 15, 1998). "Marjory, we loved you so." The Miami Herald; Commentary.
  14. Davis, p. 95.
  15. Douglas, p. 50.
  16. Douglas, pp. 47, 48.
  17. Douglas, pp. 53–54.
  18. Davis, p. 100.
  19. Douglas, p. 69.
  20. "Marjory Stoneman Douglas." Archived 2019-10-12 at the Wayback Machine. Friends of the Everglades website. Retrieved on December 17, 2007.
  21. Douglas, pp. 77–78.
  22. Douglas, pp. 78–82.
  23. Davis, pp. 158–159.
  24. Douglas, pp. 86, 89.
  25. "Marjory Stoneman Douglas." Newsmakers 1998, Issue 4. Gale Group, 1998.
  26. Davis, pp. 161–162.
  27. Douglas, Marjory Stoneman (1987). Voice of the River (الطبعة 1). Sarasota, FL: Pineapple Press, Inc. د کتاب پاڼي 96–97. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-910923-33-0. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ جون ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Douglas, Marjory Stoneman, Voice of the River: An Autobiography with John Rothchild, Sarasota, FL: Pineapple Press, Inc., 1987, Dedication Page (facing copyright page).