ليکدود
لیکدود د ژبې د لیکلو لپاره د نورمونو یوه ټولگه ده، چي پکې د املا ، نښان ، د کلمو حدود او نور اړخونه راځي.
ليکدود يا رسمالخط چې په فارسي ژبه کې يې دبیره[۱] هم بولي او په عربي ژبه کې يې قواعد کتابت ګڼي يو قرارداد يا تړون دی چې د مینځپانګې لیکلو لپاره کارول کیږي. د ليکدود ترمنځ توپیر د دوی په چلند یا د مفکورې په تفسیر کې دی کوم چې په متن کې د یو بل په پرتله د کلمو لیکلو لاره ورکوي. ليکدود د یوې ژبې سکریپټ لیکلو لپاره د معیاري لارې استازیتوب کوي. کله چې د یوې ژبې لیکلو لپاره له یو څخه زيات ليکدودونه شتون ولري، لکه کوردي ژبه، يغوري ژبه، سربيايي ژبه و یا اینوکتیتوت ژبه، د دا ډول ژبو لپاره شونې ده بېلابېل ليکدودونه شتون لوري.
مرکب لیکنه ، جلا لیکنه، تمثیلونه ، جماعات ، پولی سلیبیک کلمې ، د پورونو جملې او حروفو له هغو مفاهیمو څخه دي چې د لیکدود د ټاکلو عوامل دي.
ډېری ملي او نړۍوالي ژبې یو تاسیس سوی لیکلی سیسټم لري چې د بېلابېلو معیارونو څخه تېر سوی وي، او په دې توگه د ویل کېدونکې ژبې په پرتله د لهجو لږ توپیر ښیي. [۲]
عمومي مالومات | |
---|---|
ځانګړې وېشنيزه | |
کارول |
برخه د |
---|
د لیکدود نورمونه په بېلابېلو اړخونو کې د ټولنیز او سیاسي نفوذ له لارې وده کوي، لکه په پوهنه، کار ځای او دولت کې د لیکونو او چاپ چارو ترسره کول. د نړۍ ځینو هېوادونو په همدې پار د ژبو اکاډمۍ جوړې کړې دي؛ ترڅو د ملي ژبې اړخونه تنظیم کړي، لکه په فرانسه کې فرانسوي اکاډمي او په سپانيا کې شاهي سپانيايي اکاډمي چې د خپلو هېوادونو ژبي تنظیموي. ددې ور هاخوا د انگلیسي او پښتو ژبو په گډون د ډېری ژبو لپاره داسې کوم څه شتون نه لري.
پښتو لیکدود
[سمول]پښتو چې د لرغونو آریایي ژبو څخه یوه ده، تر دا مهاله یو منلی او ځانگړی لیکدود نه لري. ددې ژبي لیک له عربي تورو څخه جوړ دی، خو د خپلې لرغوني بډایني له مخه ځیني ځانگړي ويیونه له ځانگړو اوازونو سره هم لري لکه ټ، ځ، څ، ډ، ړ او ڼ چې هر یو په پښتو کې لرغونی او پراخه ادبي ويی گڼل کېږي.
په پښتو ژبه کې یوازېني اوازونه چې تر دا مهاله ورته کوم معیار نه دی ټاکل سوی هغه د ی توري اواز دی. په عمومي توگه د ی توري کارېدنه په لاندې ډول ده.
- نرمه يا بې ټکو یا (ی): په نارینه مفردو نومونو، ځينې نسبي نومونو، ستايننومونو (صفتونو) او کړونو (فعلونو) کې راځي لکه : ستوری، زلمی، زمری، سړی، مزاری، خوستی، ژوندی، ځای، راتلای، کولای، زوی، توی، لوی…
- څرگنده يا ( ي ) چې دوه ټکي څنگ پر څنگ ولري: په نارینه جمع نومونو (ځينو مفردو نومونو)، ځينې نسبتي ستایننومونو (صفتونو) او کړونو (فعلونو) کې راځي لکه: ستوري، منگي، موچي، سړي، والي، ځي، خوري، مولوي، وروري، بنگړي او نور…
- لکۍ لرونکې یا ( ۍ): په ښځینه مفردو نومو او ځينو ستايننومونو کې راځي لکه: تڼۍ، مرمۍ، لکۍ، کيږدۍ، کابلۍ، گلالۍ، لېونۍ، خوښۍ، سپوږمۍ…
- اوږده یا ( ې ): په ښځینه جمع نومونو، نومځرو (ضميرونو) او ستاينونونو او کړونو کې راځي لکه: کې، چې، راځې، تودې، مستې، واورې، پلمې، شېبې، کارنامې، جگړې…
- همزه لرونکې يا امريه يا ( ئ ): تر ډېره د امر او نهې اړوند او ځينو وختونه د غوښتنې په کړونو (فعلونو) کې راځي لکه: وخورئ، راځئ، مه کوئ، وکړئ، راشئ، او داسې نور...
سرچينې
[سمول]- ↑ "۲۰۱۳". خوندي شوی له the original on ۲۳ مارس ۲۰۱۲. بياځلي په ۶ فېبروري ۲۰۱۳.
{{cite web}}
: Text "archive" ignored (help)د سياس۱ تېروتنې: نېټې (link) - ↑ Ammon, Ulrich (2004). "Standard Variety". Sociolinguistics. pp. 273–283. doi:10.1515/9783110141894.1.2.273. ISBN 978-3-11-014189-4.