منځپانگې ته ورتلل

لیندا سارسور

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
لیندا سارسور
[[language|]]: Linda Sarsour  ويکيډاټا کې (P1559) ځانګړنې بدلې کړئ
لیندا سارسور
لیندا سارسور

د شخص مالومات
پيدايښت ۱۹ مارچ ۱۹۸۰[۱]
تابعیت د امریکا متحده ایالات   ويکيډاټا کې (P27) ځانګړنې بدلې کړئ
ګوند ديموکراتيک ګوند   ويکيډاټا کې (P102) ځانګړنې بدلې کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک ليکوال ،  د بشري حقونو فعال   ويکيډاټا کې (P106) ځانګړنې بدلې کړئ
کاروونکې ژبه انګليسي ژبه   ويکيډاټا کې (P1412) ځانګړنې بدلې کړئ
وېبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB مخونو  ويکيډاټا کې (P345) ځانګړنې بدلې کړئ

لیندا سارسور ( ۱۹۸۰ کال کې زېږېدلې) یوه امریکایۍ سیاسي فعاله ده. هغې په ۲۰۱۷ کال کې د ښځو د نړیوال لاریون، په ۲۰۱۷ کال د ښځو په ورځ له ښځو پرته کاري اعتصاب او په ۲۰۱۹ کال کې د ښځو د لاریون مشترکه مشري پرغاړه لرله. هغه همدارنګه په نیویارک کې د عرب امریکایانو د ټولنې پخوانۍ اجرایه مدیره وه. په ۲۰۱۷ کال هغه او د هغې د ښځو د لاریون مشترک رییسان په ټایم مجله کې "د سلو ډېرو اغېزمنو خلکو په نوملړ کې راغلل".[۲]

فلسطیني نژاده سارسور د لومړي ځل لپاره له امریکایي مسلمانانو څخه د پولیسو پر څار د اعتراض له امله د خلکو پام ځانته واړوه، وروسته د مدني حقونو په نورو فعالیتونو لکه د پولیسو تاوتریخوالی، فېمېنیزم، د مهاجرت پالیسۍ او ټولیزو بندي کولو کې ښکېله شوه. هغې همدارنګه " د تور پوستو ژوند مهم دی" لاریون په تنظیم کې برخه لرله او د هغه شکایت مخکښه مدعي وه چې د ټرامپ د سفر قانوني ممونوعیت یې ننګاوه.

د هغې سیاسي فعالیتونو د ځينو پرمختللو او لېبرالیانو له خوا ستایل شوي، حال دا چې د اسرائیلو او فلسطین د نښتې په اړه د هغې دريځ او څرګندونې د ځينې محافظه‌کارانو او د يهودي بنسټونو د مشرانو له خوا له نیوکې سره مخ شوې. سارسور په هغو خارو کې له فلسطینیانو څخه ملاتړ وکړ چې د اسرئیلو له خوا اشغال شوې وې او د اسرائیلو د بایکاټ، تحریم او نه پانګونې (BDS) له کمپاین څخه یې ملاتړ وکړ. سارسور، باب بلند او ټامیکا مالوري د ۲۰۱۹م کال په سېپټمبرکې تر هغې وروسته د ښځو د لاریون له بنسټ څخه ګوښه شول کله چې د دې سازمان فعالیتونو د يهوددوښمنۍ په تور بحثونه او شخړې راوپارولې.   [۳]: سکريپټ تېروتنه: "hyphen2dash" چاره شتون نه لري.

د ژوند لومړي کلونه

[سمول]

سارسور د نیویارک په بروکلین کې د فلسطیني کډوالې کورنۍ د اووه بچیانو د مشرې لور په توګه نړۍ ته راغله. پلار يې د بروکلين په کراون هایتس کې د لېنډا په نوم یو کوچنی بازرا درلود. هغه د بروکلین په سانست پارک کې لویه شوه او د اسلوپ پارک په جان جي ښوونځي کې يې زده‌کړې وکړې. په ښوونځي کې يې تر لوړو زده‌کړو وروسته په کېنګزبور کالج او بروکلین کالج کې د انګريزي ژبې د ښوونکې کېدو لپاره خپلې موخې وڅارلې. [۴][۵][۶]

سیاسي فعالیتونه

[سمول]

په نیویارک کې د عربو امریکایانو ټولنه

[سمول]

د سارسوس لومړني سیاسي فعالیتونه د سېپټمبر د یوولسمې تر بریدونو وروسته د امریکايي مسلمانونو له مدني حقونو څخه دفاع وه. د سېپټمبر د یوولسمې تر بریدونو لږ مخکې د بسمه عطوه په نوم د هغې یوې خپلوانې او په نیویارک کې د عربو امریکایانو د ټولنې بنسټ اېښودونکې له هغې څخه غوښتنه وکړه تر څو له یادې ټولنې سره په رضاکار ډول کار وکړي. عطوې چې د معمول خلاف د یوې مسلمانې ښځې په توګه د پام‌وړ سیاسي رول درلود د سارسو په مشاوره بدله شوه.

کله چې په ۲۰۰۵ کال کې سارسور او عطوه د مشیګان په ډيېربورن کې د امریکايي عربو د ملي موزیم له پرانیست غونډې څخه راګرځېدل د هغوی موټر له یو ټراکتور سره ټکر وکړ. عطوه په‌خپل وجود کې کې د سختو ټپونو له امله مړه شوه او د دوه نورو مسافرو هډوکي مات شول. ساسور چې د موټر چلولو په حال کې وه شدېده ژوبله نه شوه. هغه ډېر زر بېرته خپل کار ته راوګرځېده او ويې ويل: «دا هغه ځای دی چې عطوې غوښتل زه په‌کې واوسم.» هغه په ۲۵ کلنۍ کې د عطوې د ځای‌ناستې په توګه د بنسټ د اجرایوي مديرې په توګه وټاکل شوه. هغې د څو نورو راتلونکو کلونو په بهیر کې د بنسټ لمنه پراخه کړه او بودیجه يې له ۵۰۰۰۰ ډالرو څخه ۷۰۰۰۰۰ ډالرو ته لوړه کړه.

سارسور د لومړي ځل لپاره پر امریکايي مسلمانانو د پولیسو پر څار د نيوکې له امله د خلکو پام ځانته واړوه. هغه په نیویارک کې د عربو امریکایانو د ټولنې د اجرایوي مديرې په توګه په نیویارک کې د امنیت قانون له تصویب څخه ملاتړ وکړ، چې په ایالات کې يې د پولیسو د سیاست د ارزونې او د تعصب د پروفایل خپرولو د تعریف پر بنسټ یو خپلواک دفتر پرانیست. هغه او د هغې سازمان د هغو مواردو له مخې چې دوی به په سیمه‌ییزو ګاونډونو کې د متعصبو پولیسو په توګه لیدل، د دې قانون لپاره تر فشار لاندې راغلل او د وخت د ښاروال مایکل بلومبرګ او د پولیسو د مشر ریمونډ. ډبلیو کيلي له مخالفت سره مخ شول. سارسور همدرانګه په ۲۰۱۵ کال کې د نیویارک ښار په دولتي اسلامي ښوونځیو کې د اسلامي رخصتیو په رسمیت پېژندلو کې چې لوی اختر او کوچنی اختر په‌کې شامل وو رول درلود. [۷][۸]

د هغې مقالې پر بنسټ چې په ۲۰۱۷ کال کې په نیویارک ټایمز ورځ‌پاڼه کې خپره شوه، سارسور «د مهاجرت پالیسۍ، ټولیزو بندي کولو، په نیویارک ښار کې د تېښتې او پوښتې برنامې او د مسلمانانو پر وړاندې د پولیسو د څارګرې ادارې د علمیاتو په درولو کې برخه اخیستې- چې دې ټولو هغه په پراخه کچه د کرکې سره مل نیوکو سره مخ کړې ده.»[۹]

سارسور د ځينو له خوا د «مسلمانو ښځو د ځواکمنولو د نښان او کلیشو د ماتوونکې» په توګه له هرکلي سره مخ شوې. سارسور له ایراني فېمېنیست او فعال مسیح علي‌نژاد سره د حجاب په اړه په یوه دوه پلويزه مرکه کې خپل ليدلوری داسې وړاندې کوي چې حجاب یو معنوي عمل دی او د ظلم نښان نه دی او په لویديځ کې يې له اسلام څخه پر هغه وېره ټينګار وکړ چې محجبې ښځې يې تجربه کوي. علي‌نژاد سارسور په دوه‌ګونو سټندردونو تورنه کړه او ويې ویل چې لویديځ مسلمانان په بشپړ ډول او سارسور غالباً په منځني ختيځ کې په خاص ډول د اجباري حجاب په غندلو کې پاتې راغلي. علي‌نژاد زیاته کړه: که چېرې سارسور د ښځو د حقونو په فکر کې ده، نه شي کولی حجاب چې «په منځنۍ اسیا کې د ظلم تر ټولو څرګند نښان» د مقاومت د نښان په توګه وکاروي.  [۱۰][۱۱]

د تور پوستو ژوند مهم دی

[سمول]

پر مایکل براون تر ډزو وروسته سارسوس د «تور پوستو ژوند مهم دی» لاریونو په سازمانولو کې مرسته وکړه. سارسور د «د فرګوسون لپاره د مسلمانانو» په یوځای کولو کې مرسته وکړه او په ۲۰۱۴ کال کې يې له نورو فعالانو سره فرګوسن ته سفر وکړ. هغې له هم‌هغه مهال په پراخ ډول له BLM (د تور پوستو ژوند مهم دی) سره کار وکړ. سارسور د تور پوستو ژوند مهم دی لاریونو له ثابتو غړو څخه وه او همدارنګه د فمینیزم لپاره یوه مکرره تلویزوني مبصره وه. [۱۲][۱۳][۱۴]

په سیاسي ګوند کې ښکېلتیا

[سمول]

سارسور د امریکا د دیموکرات سوسیالست ګوند غړې ده. هغه په ۲۰۱۶م کال کې د [1]کاونټۍ کميټې د غړې په توګه له سوسیال دیموکرات ګوند څخه د نیویارک د کېنګز کاونټۍ ته نومانده شوه او درېیم ځای يې خپل کړ. هغې په متحده ایالاتو کې د یو پرمختللي غورځنګ پر رامنځته کولو د خپل فعالیت په اړه خبرې وکړې او د سیاسونو او لېبرال فعالانو له خوا وستایل شوه. په ۲۰۱۲ کال کې د بارک اوباما د ولسمشرۍ پر مهال سپنې ماڼۍ سارسو د بدلون د اتلې په توګه په رسمیت وپېژنده. سارسو د ۲۰۱۶ کال د ولسمشیریزو ټاکنو د مبارزاتو په بهیر کې د امریکايي سناتور برني سندرز ځای ناستې وه. [۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

په مارچ میاشت کې د مېرمنو د لاریون مشري

[سمول]

په ۲۰۱۷ کال کې د ښځو د لاریون سازمانوونکو تیرېزا شوک او باب بلند سارسور د دې پېښې د مشترکې رییسې په توګه په غړیتوب ونیوله چې د ډونالډ ټرمپ تر تحلیف یوه ورځ وروسته تر سره کېدې. له پولیتیکو (د سیاسي ورځ‌پاڼې لیکنې سازمان، ژباړن) څخه د تیلورګي په وینا شارسو تر هغه مهال پورې د ترامپ د شخړې په «مقاومتي څېره» بدله شوې وه او زیاته یې کړه: «د سارسور لپاره د ټرامپ ټاکل له کلونه مبارزې وروسته له داسې کس څخه ملاتړ و چې پر هغوی يې بد ویل – نه یوازې ښځې بلکې مسلمانان، مهاجران او امريکايي تور پوستي هم په‌کې شاملېدل، په ټول هېواد کې له فعالانو سره د هغې اړیکو له هغې سره مرسته وکړه تر څو تر ټاکنو وروسته د سرګردانۍ په دوره کې بېلابېلې ډلې راوپاروي.» سارسور په ښکاره ډول له اسلامي هېوادونو څخه د مهاجرینو له داخلیدو سره د ټرامپ د بندیز مخالفت وکړ او په یوه حقوقي ننګونه کې چې د امریکايي-اسلامي اړیکو د شورا له خوا مطرح شوې وه د اصلي مدعي په توګه معرفي شوه. د ټرامپ پر ضد د سارسو په قضیه کې شاکیانو استدلال وکړ چې د سفر بندیز باید وځنډول شي، ځکه دا بندیز یوازې له متحده ایالاتو څخه د مسلمانانو د لرې کولو لپاره موجود و. [۱۹][۲۰][۲۱]

سرچينې

[سمول]

[1] تر ولایت وروسته کوچنی اداري واحد، ژباړن

  1. Linda Sarsour's rising profile reflects new generation of Muslim activists — خپرولونېټه: ۹ می ۲۰۱۵
  2. Mitter, Siddhartha (May 9, 2015). "Linda Sarsour's rising profile reflects new generation of Muslim activists". Al Jazeera America. خوندي شوی له اصلي څخه په December 10, 2017. بياځلي په January 7, 2018.
  3. Invalid <ref> tag; no text was provided for refs named Stockman September 2019
  4. Mishkin, Budd (July 26, 2011). "One On 1: Arab American Association Director Finds Time For It All". New York: NY1. خوندي شوی له the original on February 2, 2017. بياځلي په January 19, 2019.
  5. Chandler, Michael Alison (February 7, 2017). "March catapults Muslim American into national spotlight and social-media crosshairs". The Washington Post. خوندي شوی له اصلي څخه په December 2, 2018. بياځلي په January 19, 2019.
  6. Feuer, Alan (August 9, 2015). "Linda Sarsour Is a Brooklyn Homegirl in a Hijab". The New York Times. p. MB1. خوندي شوی له اصلي څخه په January 2, 2019. بياځلي په January 19, 2019.
  7. Harris, Paul (September 5, 2011). "Living with 9/11: the Muslim American". The Guardian. خوندي شوی له اصلي څخه په September 13, 2018. بياځلي په January 19, 2019.
  8. Botelho, Greg (مارچ 4, 2015). "New York public schools to have Muslim holidays off". CNN. خوندي شوی له اصلي څخه په فېبروري 5, 2019. بياځلي په جنوري 19, 2019.
  9. Rosenberg, Eli (May 26, 2017). "A Muslim-American Activist's Speech Raises Ire Even Before It's Delivered". The New York Times. ISSN 0362-4331. خوندي شوی له اصلي څخه په August 3, 2017. بياځلي په July 23, 2017.
  10. Scott, Kate (February 20, 2018). "Macy's decision to sell hijabs sparks debate among Muslim women". CNN. خوندي شوی له اصلي څخه په January 12, 2019. بياځلي په January 19, 2019.
  11. Fessler, Leah (February 6, 2018). "Women's March leader Linda Sarsour: Stop telling me to go back to my country. I'm from Brooklyn". Quartz. خوندي شوی له اصلي څخه په October 12, 2018. بياځلي په June 19, 2018.
  12. Hajela, Deepti (January 26, 2017). "Attacks target Muslim-American activist after DC march". Associated Press. خوندي شوی له اصلي څخه په February 3, 2019. بياځلي په January 19, 2019.
  13. Gjelten, Tom (December 8, 2015). "Some American Muslims Irritated By Obama's Call For Them To 'Root Out' Extremism". NPR. خوندي شوی له اصلي څخه په January 18, 2018. بياځلي په January 19, 2018.
  14. Hing, Julianne (October 24, 2014). "Facing Race Spotlight: Palestinian-American Activist Linda Sarsour". ColorLines. Race Forward. خوندي شوی له اصلي څخه په December 13, 2018. بياځلي په January 19, 2019.
  15. Svart, Maria; Director, DSA National (July 23, 2019). "Special Mid-Month Dispatch". Democratic Socialists of America (DSA). خوندي شوی له اصلي څخه په July 27, 2019. بياځلي په July 27, 2019.
  16. "Statement and Return Report by Election District" (PDF). Board of Elections City of New York. September 13, 2016. خوندي شوی (PDF) له اصلي څخه په May 5, 2017. بياځلي په May 25, 2017.
  17. "Primary Contest List" (PDF). Board of Elections City of New York. August 31, 2016. خوندي شوی (PDF) له اصلي څخه په December 13, 2018. بياځلي په January 19, 2018.
  18. * Katinas, Paula (February 21, 2017). "Sarsour leaving post at Arab American Association of NY". Brooklyn Eagle. خوندي شوی له اصلي څخه په October 2, 2018. بياځلي په January 19, 2019. 'We are in a critical moment as a country and I feel compelled to focus my energy on the national level and building the capacity of the progressive movement'
  19. Alter, Charlotte (January 20, 2017). "How the Women's March Has United Progressives of All Stripes". Time. New York. خوندي شوی له اصلي څخه په November 12, 2018. بياځلي په January 19, 2019.
  20. Gee, Taylor (September 2017). "Linda Sarsour: Activist and national co-chair of the Women's March". Politico. خوندي شوی له اصلي څخه په September 10, 2017. بياځلي په January 19, 2019.
  21. Ford, Matt (March 28, 2017). "How Trump's Travel Ban Could Still Be Upheld". The Atlantic. خوندي شوی له اصلي څخه په October 29, 2018. بياځلي په January 19, 2019.