لیس اسپین

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
لیس اسپین
(انګلیسي: Les Aspin د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لیس اسپین
لیس اسپین

د شخص معلومات
پيدايښت ۲۱ جولای ۱۹۳۸[۱][۲][۳][۴]
مړینه 21 مې 1995 (57 کاله)[۱][۲][۳][۴]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
واشنګټن ډي سي   د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
هديره ویسکانسین   د (P119) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوند ديموکراتيک ګوند   د (P102) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک سياستوال   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي   د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

لیسلي اسپین جونیور (د ۱۹۳۸ کال د جولای میاشتې په ۲۱ زېږېدنه - د ۱۹۹۵ کال د می میاشتې په ۲۱ مړینه) د ډیموکراټیک ګوند یو امریکایی سیاستوال و چې د ویسکانسن د لومړۍ سیمې کانګرس لپاره یې له ۱۹۷۱ نه تر ۱۹۹۳ پورې د متحده ایالاتو د استازې په توګه دنده ترسره کړې او د بل کلینټون د ولسمشرۍ پرمهال یې له ۱۹۹۳ نه تر ۱۹۹۴ پورې د متحده ایالاتو د ۱۸م دفاع وزیر په توګه دنده ترسره کړې.

اسپین په کانګرس کې د یو روڼ اندي سیاستوال په توګه چې د جنجالي یا شخړو رامنځته کوونکو مسایلو په هکله به یې منځنی دریځ غوره کاوه شهرت درلود. هغه د MX توغندیو او د نیکاراګوان کانټراوو سره د مرستې په برخه کې د ریګن له دولت نه ملاتړ وکړ، خو د B-2 بمبارونکي او ستراتیژیک دفاعي نوښت سره یې مخالفت وکړ. هغه د ۱۹۹۱ د جنورۍ پریکړه لیک په برخه کې د مجلس په راضي کولو کې او همدارنګه د ولسمشر جورج ایچ ډبلیو بوش له خوا د کویټ تر اشغال یا نیولو وروسته د عراق پر وړاندې د ځواک کارولو ملاتړ په برخه کې مهم رول ولوباوه.

له ۱۹۹۳ نه تر ۱۹۹۴ پورې اسپین د دفاع وزیر په توګه دنده ترسره کړه. هغه له بېلابېلو پیچلو ټولنیزو مسایلو سره مخ و، لکه: د جامو یا یونیفورم په برخه کې د همجنسبازانو رول، په جګړه کې د ښځو رول، او همدارنګه په سومالیا، بوسني او هایټي کې د نظامي ځواک د کارولو په برخه کې د اړینو پریکړو نیول. د سړې جګړې له پای ته رسیدو وروسته یې د بودیجې او پوځ د کمولو او همدارنګه د پوځ په برخه کې د بدلون راوستو وړاندیز وکړ. په سومالیا کې د ناکافي نظامي ملاتړ له امله د متحده ایالاتو د سرتیرو وژنه ددې لامل شوه چې هغه استعفا ورکړي.

د ځوانۍ وخت او زده کړه[سمول]

اسپین د ویسکانسن په ملواکي کې زیږیدلی و. هغه د شورووډ له عالي لېسې نه فارغ شو. په ییل پوهنتون کې یې زده کړه وکړه، چې دلته د Zeta Psi په ټولنه کې ومنل شو، او په ۱۹۶۰ کال کې د summa cum laude  پوهنتون د تاریخ له هنرونو نه فارغ شو. وروسته اسپین په اکسفورډ پوهنتون کې د روډز څېړونکي په توګه زده کړه وکړه او په ​​۱۹۶۲ کال کې په اقتصاد کې د فلسفې ماسټري او په ۱۹۶۶ کې د ماساچوسټس ټیکنالوژۍ انسټیټیوټ نه په اقتصاد کې خپله دوکتورا ترلاسه کړه.[۵]

د ویتنام جګړې په بهیر کې اسپین له خپلې مېرمنې (راتلونکې مېرمنې) مورین شیا سره په سیګون کې ولیدل. شیا چې د هالینس له کالج نه فارغه شوې وه، له اسپین سره یې هله پېژندګلوي وشوه کله چې هغې یوه څیړنیز شرکت ته کار کاوه او د ویتکونګ له پناه غوښتونکو سره یې مرکه کوله. د پروژې تر بشپړېدو وروسته، هغه ویسکانس ته لاړه ترڅو چې په ۱۹۶۸ کال کې د ویسکانسین ایالت لپاره د اسپين د خزانه دارۍ د ناکام وړاندیز لپاره کار وکړي. ددې جوړې کوژده د ۱۹۶۸ کال په اکتوبر میاشت کې وشوه او د ۱۹۶۹ کال په جنورۍ میاشت کې د نیویارک په هیلزډیل کې چې د شیا ټاټوبی و واده وکړ. په ۱۹۷۹ کال کې دې جوړې له یو او بل نه په داسې حال کې طلاق واخیسته چې اولاد یې نه درلود.[۶]

اسپین د لنډ وخت لپاره د متحده ایالاتو د سناتور ویلیم پراکسمایر لپاره د کانګرس د کارمند غړي په توګه دنده ترسره کړه. هغه له ۱۹۶۶ نه تر ۱۹۶۸ کاله پورې د متحده ایالاتو په اردو کې د افسر په توګه، د دفاع وزیر رابرټ ایس مکنامارا تر نظر لاندې په پنټاګون کې د سیسټمونو د تحلیل په دفتر کې د سیسټمونو د شنونکي په توګه دنده ترسره کړه. کانګرس ته په ۱۹۷۰ کال کې د دیموکرات په توګه د هغه تر ټاکل کیدو دمخه، اسپین د ویسکانسن په سیاست کې فعال و او په مارکویټ پوهنتون کې یې د اقتصاد درس ورکوه.[۷][۸][۹]

د امریکا کانګرس[سمول]

اسپین په ۱۹۷۰ کال کې د سولې د کاندید په توګه ګډون وکړ او د ویتنام له جګړې سره یې مخالفت وکړ. په لومړنیو دیموکراتیکو ټاکنو کې یې له ډګ لا فولیټ سره مخالفت وکړ او د ګوند له خوا یې هم ملاتړ وشو. اسپین د څو درجنه رایو له امله لومړنۍ شمېرنه له لاسه ورکړه، او په پیل کې د بیا شمېرنې لپاره یې له خپل جیب نه د پیسو له ورکولو نه ډډه وکړه. وروسته له هغه یوازې د هغه د کینوشا ښار د کمپاین رییس اډون ایم انډرسن په دې وتوانېد چې د ډیریو ملاتړ کوونکو له خوا ورته مالي ملاتړ ترلاسه کړي، په هرحال، افسانوي سپموونکي اسپین د بیا شمیرنې غوښتنه وکړه او د څو درجنه رایو په ترلاسه کولو سره یې لومړنۍ ټاکنې وګټلې. هغه په عمومي ټاکنو کې هینري شیډبرګ ته ماتې ورکړه.[۱۰][۱۱]

اسپین په ۹۲ او ۱۱ راتلونکو کانګرسونو کې د دیموکرات په توګه وټاکل شو او د ۱۹۷۱ کال د جنوري میاشتې له ۳ نه تر د ۱۹۹۳ کال د جنوري ۲۰ نېټې پورې یعنې د استعفا تر وخته پورې یې دنده ترسره کړه. د متحده ایالاتو د استازو په مجلس کې اسپین د یو بهرني کس په توګه خپله دنده پیل کړه، خو خپلې ځانګړې علاقې او تخصص ته یې په دفاعي چارو کې وده ورکړه. هغه مخکې او په مجلس کې د خپلې دندې په بهیر کې، د ویتنام په جګړې کې د متحده ایالاتو د ښکیلتیا مخالفت کړی و.[۱۲]

په کانګرس کې د هغه د کار په ​​لومړیو کلونو کې، هغه ډیری وختونه په مطبوعاتي اعلامیو کې به د وسله والو ځواکونو هغه نیمګړتیاوې د انتقاد په توګه بیانولې کومې چې ده تشخیص کړې وې. وروسته له هغه چې اسپین د هوايي ځواک د طرحې پرخلاف تبلیغاتي کمپاین پیل کړ، په غوسه شويو خلکو د دفاع وزارت ته بې شمېره لیکونه واستول، چې د نورو موضوعاتو په هکله هم ثبوتونه قوي شوو. اسپین په براون پوهنتون کې د ۱۹۷۴ کال د مارچ په میاشت کې د راتلونکي څلور ستوري جنرال ویسلي کلارک او د ویسټ پواینټ د څلورو زده کړیالانو په ګډون خپلو لیدونکو ته وویل: «تاسو، ځوان افسران او زده کړیالان چې هلته ناست یئ - هیڅکله به په خپل ژوند کې تاسو موږ په بهر کې په مداخله کولو ونه وینئ. موږ دا درس زده کړ». [۱۳][۱۴]

کله چې اسپین په ۱۹۸۵ کال کې د وسله والو خدماتو کمیټې مشر شو، هغه د یو مخکښ دفاعي واک په توګه وپیژندل شو. د هغه ریاست ددې لامل شو چې د جرګې د ځینو ډیموکراټانو ترمنځ جنجالونه رامنځته شي، په ځانګړې توګه له دې امله چې هغه د MX توغندیو او د نیکاراګوان کانټراوو سره د مرستې په اړه د ریګن دولت د سیاستونو ملاتړ وکړ. که څه هم د ۱۹۸۷ کال د جنورۍ په میاشت کې په موقتي توګه د خپلو یموکراتیکو همکارانو له خوا د کمیټې له ریاست نه ګوښه شو، اسپین له دې کړکیچ  سره هم مبارزه وکړه او درې اونۍ وروسته یې بېرته د کمیټې ریاست ترلاسه کړ.[۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

انتقادونه او د دندې وروستۍ ورځې[سمول]

جنرال پاول له اسپین نه د ۱۹۹۳ کال په سپټمبر میاشت کې وغوښتل چې په سومالیا کې د متحده ایالاتو د قوماندان غوښتنه چې د هغه ځواکونو لپاره ټانکونه، زغره وال موټر او د AC-130 Spectre ټوپک تصویب کړي. اسپین دا غوښتنه رد کړه او د پاول دا غوښتنه یې جدي ونه ګڼله. پاول د غرمې د ډوډۍ پرمهال، اسپین ته د اضافي ټانکونو، زغره والو موټرو، د AC-130 Spectre  توپونو هوایي ملاتړ په هکله وویل ترڅو چې د متحده ایالاتو د هغو سرتیرو ملاتړ وکړي چې د موګادیشو جګړې لپاره ځای پرځای شوي وو او همدارنګه یې د جګړې په اړه ورسره بحث وکړ، دا چې اسپین د پاول سپارښتنو ته پام ونه کړ دا ددې لامل شو چې پاول نور هم په غوصه شي. تر دې لږ ځنډ وروسته د ایدید ځواکونو په موګادیشو کې ۱۸ امریکایي سرتیري ووژل او له ۷۵ نه ډیر یې ټپیان کړل او همدارنګه د موګادیشو جګړې په پایله کې د متحده ایالاتو دوه هلیکوپټرې نسکورې او یو پیلوټ یې ونیول شو. [۱۹]

وروستۍ میاشتې او مړینه[سمول]

اسپین د خپلې دندې تر پرېښودو وروسته په واشنګټن کې د مارکویټ پوهنتون د نړیوالو چارو د پروګرام له پوهنځۍ سره یوځای شو او په واشنګټن کې د هنري ایل سټیمسن مرکز د مدیره هیئت غړی شو. په مارچ میاشت کې، د دندو او ماموریتونو د کمیسیون غړی شو، او په می میاشت کې د کلنټون له خوا د ولسمشر د بهرنیو استخباراتو د مشورتي بورډ د رییس په توګه وټاکل شو. د ۱۹۹۵ کال په مارچ میاشت کې، هغه د استخباراتي ټولنې د دندو او وړتیاوو د مطالعاتي ډلې د رییس په توګه کار پیل کړ.

د خپل ژوند په وروستیو کلونو کې اسپین د زړه له ارثي ناروغۍ (د غیر متناسب سیپټال هایپرټروفي؛ هایپرټروفیک کاردیو مایوپیتي/اړخیز کارتیو مایوپیتي) سره مخ و او دا ناروغۍ یې نوره هم د ډېرېدو په حال کې وه. د ۱۹۹۵ کال په می میاشت کې د هغه د زړه ناروغۍ د مغزي سکتې له امله پیچلې شوې وه، چې په پایله کې د ۱۹۹۵ کال د می میاشتې په ۲۱ په واشنګټن ډي سي کې مړ او د بروکفیلډ د ویسکانسن میموریل پارک هدیرې کې خاورو ته وسپارل شو.

د مارکویټ پوهنتون د هغه په ​​​​درناوي د لیس اسپین دولتي مرکز په نوم ونومول شو. [۲۰]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6ms59bf — subject named as: Les Aspin — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/6667331 — subject named as: Leslie Aspin — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Leslie-Aspin-Jr — subject named as: Leslie Aspin Jr — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000020539 — subject named as: Les Aspin — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. "Fund-raising drive begins for Les Aspin scholarship", Milwaukee Journal Sentinel, October 30, 1995. Accessed September 17, 2007. "The Shorewood High School Class of 1956 is raising money for a scholarship in fellow graduate Les Aspin's name.... He was a member of the 1956 class, which will celebrate its 40th class reunion July 20."
  6. "The Milwaukee Journal - Google News Archive Search". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)[مړه لينکونه]
  7. "Les Aspin". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Les Aspin". U.S. Department of Defense. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ نومبر ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "The Honorable Les Aspin". Marquette University. 2007. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ نومبر ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "La Follette To Run For Congress". Chicago Tribune. 1996-07-09. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ نومبر ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Oral histories conducted with Edwin M. Andersen and Aspin adviser Robert Lange
  12. "ASPIN, Leslie". Biographical Directory of the United States Congress. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ نومبر ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Singer, Peter (1975). Animal Liberation. New York, New York: HarperCollins. د کتاب پاڼې 29. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-06-001157-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Wesley Clark (2011-03-11). "Gen. Wesley Clark says Libya doesn't meet the test for U.S. military action". Washington Post. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ نومبر ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "Administration Campaigns for Nerve Gas Production". Los Angeles Times. 1985-02-13. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ نومبر ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "Aspin Ousted as House Armed Services Chairman". Associated Press. 1987-01-07. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ نومبر ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "Aspin Wins Battle to Head Armed Services Committee". Los Angeles Times. 1987-01-23. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ نومبر ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "CONFRONTATION IN THE GULF; Aspin Sees Air Strikes Leading to a Quick Victory". The New York Times. 1991-01-09. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ نومبر ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Perry, Mark (2017). The Pentagon's wars : the military's undeclared war against America's presidents (الطبعة First). New York. OCLC 972386823. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-465-07971-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. "Fund-raising drive begins for Les Aspin scholarship", Milwaukee Journal Sentinel, October 30, 1995. Accessed September 17, 2007. "The Shorewood High School Class of 1956 is raising money for a scholarship in fellow graduate Les Aspin's name.... He was a member of the 1956 class, which will celebrate its 40th class reunion July 20."