منځپانگې ته ورتلل

لوی پامیر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

لوی پامیر یا ستر پامیر ( واخی : پاسټ پامیر ؛ قرغیز : چونګ پامیر) د افغانستان په شمال ختیځ کي د واخان په ختیځه برخه او د تاجکستان په ګاونډ کي د پامیر غرونو په اوږدو کي یوه پراخه U-شکل لرونکې او زرغونه دره ده. د زورکول جهيل د همدې پامیر په شمالي څنډه کي پروت دی.

لوی پامير
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
هېواد
نور مالومات
کورډي‌نېشن
۳۷°۲۴′شمال ۷۳°۳۷′ختیځ / 37.4°شمال 73.62°ختيځ / 37.4; 73.62 پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
Map

د لوی پامیر دره ۶۰ کیلومتره اوږدوالی لري، [۱] او شمال ته یې د جنوبي الیچور لړۍ او جنوب ته یې د نیکولاس لړۍ او واخان لړۍ سره تړلي دي.

لوی پامیر سیمه د واخي او قرغز توکمونو اړوند شپانه د دوبي د څړځایونو لپاره کاروي. [۲] د یادي درې شاوخوا د مارکو پولو پسونو ، د واوري پړانګانو ، ایبکس او نصواري رنګه ییږانو له امله خورا مشهوره ده. [۱] په تیرو وختونو د لوی پامیر دره د واخان د سلطنت یوه برخه وه. [۳]

د لوی پامیر ځنګلي اړخ

[سمول]

لوی پامیر په افغانستان کي د وحشي ژوو زېرمه او د لوړو غرونو یوه لړۍ لري، چي دننه یې د اباخان، منجولک، سرګز او تولیبای سیندونو درې د پامیر سیند سره څېرمه بهیږي. ددې ځای په جنوب کي د واخان سیند اړوند پراخه دره پرته ده. د وحشي او ځنګلي ژوو یاده زېرمه د خپل شهرت له امله د برډ لایف انټرنیشنل لخوا د مرغیو د مهمې سیمې (IBA) په توګه نومول سوې ده.

دا هم وګورئ

[سمول]

کوشنی پامير

سرچینې

[سمول]
  1. ۱٫۰ ۱٫۱ Aga Khan Development Network (2010): Wakhan and the Afghan Pamir Archived 3 March 2016 at the Wayback Machine.
  2. Wakhi Livestock in Big Pamir in 2006
  3. . 2021. {{cite web}}: Missing or empty |title= (help); Missing or empty |url= (help)