لوی انساني جوړ سوی سیند

د لوی انسان لخوا د جوړ سوي سیند پروژه د پایپونو یوه شبکه ده چي په لیبیا کي د نوبیان شګلني دښتي د اوبو د سیسټم له فوسیل اوبو څخه تازه اوبه په لاس راوړي. دا د نړۍ تر ټولو لویه د اوبو لګولو پروژه بلل کیږي،[۱] چي د پایپ لاین سیسټم په مرسته د نوبیان شګلنو ډبرو د اوبو له سرچینې څخه پاکي اوبه د سویلي لیبیا څخه د لیبیا د شمالي مدیترانې ساحل ګڼ میشتو ښارونو ته لکه طرابلس او بنغازي ته رسوي. دا اوبه تر ۱۶۰۰ کیلومترو پوري واټن په ځان کي پوښي او په لیبیا کي د ټولو کارېدونکو تازه اوبو ۷۰٪ برابروي.
د پروژې د ویب پاڼي د معلوماتو له مخي دا د پایپونو ترټولو لویه تر ځمکې لاندې شبکه ده چي اندازه یې ۲٬۸۲۰ کيلومتر (۹٬۲۵۰٬۰۰۰ فوټه) ده. په یاده پروژه کي له ۱۳۰۰ څخه زیات څاګان شتون لري، چي ډیری یې له ۵۰۰ مترو څخه ډېر ژور دي ، او هره ورځ د طرابلس ، بنغازي ، سیرت او د لیبیا نورو ځایونو ته ۶،۵۰۰،۰۰۰ متر مکعب تازه اوبه چمتو کوي. د لیبیا پخواني مشر معمر قذافي دا د " د نړۍ اتم جالب " ځای باله. د یادوني وړ ده چي یاده پروژه دده د واکمنۍ پر مهال سرته ورسېدله.
- ↑ Guinness World Records 2008 Book Archived 2017-08-17 at the Wayback Machine.. ISBN 978-1-904994-18-3