لوهاني
ميټي قبيله يا ميټي پُښتانه يوه تاريخي او لرغونې قبيله ده،چي اوس يي خپل پښتانه د دې پرګڼي په حقله مالومات نه لري۔د دې قام/شاخ يادونه حافظ رحمت بړيچي په خپل تاريخي او ارزښتناک اثر کښي کړيه ده، د يادوني وړ ده چي دا ليکوال په هندوستان کښي د لوي احمد شاه بابا په وخت کښي، د اتلسمي پيړۍ په نيمايي کښي، د بريل،راولکهنډ ستر وزير وو۔ واحد يي ميټی او جمع يه ميټيان دي۔ دا د پښتنو، قام په متا خيل(متی خيل) سره هم بلل کيژي۔ زما په پام دا ځکه ورته متی خيل وويل کيژي ،چي پخوا د پښتو ليک لوست ډيړ نه وو او د پاړسۍ اغيزه ډيره وه۔او په پاړسی ژبه کښي ”ټ“ نسته،نو ځکه دا توری په متی خيل سره په اولس کښي مشهور شوی دﺉ۔ د افغانستان ختيځ پونده نومي کتاب کښي، فرنګی ليکوال (په اردو ژباړه )کښي هم په متی سره ليکل سوی ده،په دا کتاب کښي نوري تيروتني هم شته،لکه خروټی يي په"خروطي" سره ژباړيلی دﺉ۔لنډا دا چي دا د غلجی څانګې لودي پښتانه/ په اُردو لودهی پټهان\ دي.دا سپین لوحانی دی[۱]
- ↑ Hayat, Afghani (1865). Hayat e Afghani. Lahor.