لونګ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

لونګ هغه دانه ده چې تور رنګه یا قهوه‎یي رنګ لري او په انګریزي کې ورته clove وايي

چې په اومه حالت کې تر ډېره شنه او سره ښکاري. دا بوټی تر ډره په اندونیزیا او مالیزیا کې شهرت لري او ډېر پخوا ترې کار اخیستل شوی دی.

ویل کېږي چې په دې هېوادونو کې خلک د لونګو سګرټ هم څکوي.

د آسیا په سویلي هېوادونو کې تر ډېره خلک د مصالحه څخه کار اخلي او په ټېره بیا له هغو بوټو څخه په جوړولو کې ګټه پورته کوي چې ښه بوی ولري، لونګ هم یو له هغو بوټو شمېرل کېږی.

لونګ ډېر ښه بوی لري چې ترې په خواړو، چای عطرونو کې کار اخیستل کېږي.

د افغانستان په سویلي ولایتونو، لکه خوست، پکتیا او پکتیکا کې خلک لونګ د ښکلا او خوشبویې لپاره کاروي. په یادو ولایتونو کې پېغلې او ناوې لونګو څخه ځونډي جوړوي چې بیا یې پر کمیس ټومبي.

په خوست ولایت کې کله چې ناوې د خاوند کورته ځي نو د کلي یوه ښځه ترې د سر ده شنه او سره څادرونه ویسته کوي، او بیا هغې ښځې ته د دود په توګه دوه وړې کڅوړې لونګ د ډالۍ په توګه ورکوي.