لومړني معاصر اروپايې انسانان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

لومړنی عصری اروپایي انسانان EEMH او یا Cro-Magnons هغه لومړني عصري اروپایي انسانان وو چې د لومړی ځل لپاره په اروپا کې میشت شول او په دوامداره ډول یې دا لویه وچه يي تقریبا 38,000 کاله وړاندې د خپلی سلطی لاندی راوستله. دوی  له بومي Neanderthals او یا H. neanderthalensis  چې له 40 تر 35 زره کلونو په مینځ  کي له منځه لاړل، په اړیکه او مزدوج شول او د 37,000 کلونو را په دیخوا ټول لومړني عصري اروپایي انسانان له واحد بنسټ ایښودونکي نفوس څخه منځ ته راغلي چي تراوسه او ننی ورځی پوری سره اروپایان نښلوي.

EEMH یا لومړنی عصری اروپایی انسانانو د ډبرو د زمانی له کلتور څخه اوچت کلتور معرفی کړ چې لومړنی او عمده یي Aurignacian ایریناشیان ؤ، چې د ګراویشن Gravettian له لوری 30,000 کاله وړاندی بریالی شو. ګراویشن په دوه برخو ووېشل شو چې یوه برخه يي Epi-Gravettian ختیځ لور ته او بله برخه یي Solutrean لودیځ لور ته ده، چې دا وېش د لوی اقلیمي ویجاړی په پایله کې د تېر یخچالی زیاتوالی LastGlacialMaximum (LGM), چې 21,000 کاله د وړاندی پیښ شوی رامنځ ته شو. لکه څنګه چې اروپا ګرمه شوه، نو په پایله کې يې سولوترین Solutrean برخی مګډالینین Magdalenian ته 20,000  کاله د وړاندې نمو وکړه، او دي وګړو د بیاځلی لپاره اروپا خپله مستعمره وګرځوله.

مګډالینین Magdalenian او ای پی ګراوویشن Epi-Gravettian د عصري او قدیمي دورې ترمنځ کلتور ته لاره هواره کړه  او لوی حیوانات په کی مړه کیدل چې په دی سره د LastGlacialPeriod اخری منجمده دوره پای رسیدو ته نژدی شوه

EEMH  د  اناتومی له لحاظه  له نني اروپایی انسانانو سره مشابه وو، مګر هغوي ډیر قوی هیکله، د پراخ او لنډ مخونو درلودونکي او د پام وړ پلني وريځو، او د لوي غاښونو خاوندان ول. د نني عصر  اروپايي انسانانو ته په کتو د EEMH وګوړو پورتني لنډي جامي چې افقي ډول ته ورته وي درلودلي او د سترګو کاسي يي ډيری مستطیل ډوله وي، چې دا د شرقي اسيايي وګړو په نفوس کې اوس ډير ليدل کیږی. لومړني اروپايي انسانان يا EEMH په احتمالی ډول د تورې څرمن/ پوستکي چې یوه طبیعي ټاکنه وه درلودونکي ول، او د روښانه پوستکي درلودل ممکن 30,000 زره کاله د مخه منځ ته راغلي وي، او د سپين پوستکي عامېدل د برونزو تر زمانی پوری ممکن نه وو. د LGM له وګړو وړاندی، EEMH انسانانو په ټولیز ډول کم نفوس، دنګي وني چې د پخواني صنعتي انسانانو سره مشابه ؤ درلودې، قيمتي تجارتی لاري چې تر 900 km (560 mi) کیلومترو پوري غزيدلي وي، او د لوي لوبو څارويو ښکار یې کولو 

د EEMH یا لومړني عصری اروپایی انسانانو نفوس د نياندرتالس Neanderthals  له وګړو څخه ډيرؤ او ګمانکيږی چې دا ډير والی د زيږون د اندازي زياتولی په سبب ؤ؛ د دواړو ډلو د ژوند تمه په عمومي ډول  د  40 کلونو څخه کمه وه. ورپسي د LGM د نفوس اندازه د ټولنيزي سفر د کموالی په سبب ( د ډيري لويي فاصلي په وجه) زیات شو، او تغذی د اړتيا په خاطر چې پدي سره بايد ډيرو نورو وګړو ته هم خواړه ورکړي او د د ډير کموالی د لويو ژوو په سبب دوی ديته اړ شول چې ترڅو په ډيرو درنو او کوچنيو او د اوبو په ژوو تکیه وکړی او ډير وختونه به يي د ډله ایزو لوبو ښکارسيستم  gamedrivesystems کې ګډون کولو او په ګډه توګه به يي په يوه وخت کی ټولي رمي په ټوليز ډول ښکارولي. د لومړني عصری اروپايي وګوړو جنګی تجهيزاتو کې نيزې، نيزه وارونکي وسيلي، نهنګ ښکاريزي نيزي، او احتمالآ لرګي واورونکي او پاليوليتيک ډاګس Palaeolithicdogs شامل ؤ.  EEMH وګړو به کله چې شاوخوا کې سفرونه کول نو احتمالا په عام ډول به يي موقتی کورونه ودانول، په داسی حال کې  چې ګراويشن Gravettian وګړو بيا د پام وړ لوی کورنه په ختيځ هواره اروپا EastEuropeanPlain کې د لويو هډوکو (د پخواني فیل) څخه ودان کړی وو 

 EEMH وګړي د ګڼو هنري کارونو جوړولو لپاره پيژندل شوی خلک دي، چې عبارت د غارونو نقاشی، د ډبرو مجسمې Venusfigurines سورۍ شوې امساګاني perforatedbatons، د څارويو مجسمې، او هندسی شکلونه دي.

او دوي به خپل بدنونه په سری خاوری سره احتمالا نقشونه/ خال کوبی، داغول او سوری کول. په دقيق ډول دا نښانونه او هنری کارونه په نامعلوم ډول پاتی، مګر EEMH وګړي په عمومی ډول ( نه په نړيواله توګه) داسی فکر کيده چې دوی د شمانيزم shamanism پیروی کوله چې په هغه کې د غارونو نقاشی په ځانګړی ډول دهغه د انسانانو او دورګه څارويو مرکز رول درلود. دوي همدا ډول مزين شوي تصبح، د بوټو د فايبر جامي چې د نباتاتو په مختلفو رنګونو رنګ شوي وي اغوستلي چې احتمالا دا به يي د څرنګوالي د سمبولنو په ډول کارولي. د موسيقي په برخه کې دوي د هډوکونه شپيلی او اشفلاقونه  جوړول او احتمالا دوی همدارنګه بولروريز bullroarers، سوهان rasps، ډولونه drums، آيډيوفونز idiophones او همدسي نور وسايل جوړ کړل. دوي به خپل مړي خښول، او په ډير احتمال سره يواځی هغه کسان به يي خښول چې لوي منصب به يي لاسته راوړی ؤ اويا  به په لوړه منصب والا کورنۍ کې زيږیدلی ؤ. 

د ډبرې دورې یا Palaeolithic پاتې شونې له قرنونو را په ديخوا پژندل کيږي، مګر دوي په ابتدايي ډول سره د خدایی خلقت طرفداران ګڼل کېږي چې دو د نوح د طوفان نه د مخه انسانانو نمایندګی کوله چې د يو لوي طوفان په پايله کې له منځه ولاړل .

ورپسی 19 می پيړی په پای کې د تکامل د تیوری انګيرنه او شهرت، EEMH وګړي د مخکنی نژادی نظري له نورډيسيسزم Nordicism او پان جيرمنيزم Pan-Germanism سره د علمي برتري یا scientificracism موضوع شول. دا تاريخی تصورونه  historicalraceconcepts د 20 می پيړي په نيمه يي کې ړنګ شول. د برابری لومړني خوځښت firstwavefeminism په جريان کې د زهره جسمونه د پام وړ ډول د د مادر سالاری مذهب (matriarchalreligion) د شواهدو په توګه تعبير او تفسير شوی دي، که څه هم دا ډول ادعاګاني تر ډيره حده پوري د  1970s کلونو په څيړونو کی له منځه تللی.   

کرونولوژی يا د تاريخي ترتيب پوهنی علم[سمول]

کله چې لومړني معاصر انسانان  يا (Homo sapiens) د اروپا لوې وچې ته کډوال شول، دوي د اصي نیاندرتالز يا (H. neanderthalensis)  سره تعامل وکړ، چې دوي له زرګونو کلونو پخوا څخه د اروپا په لويه وچه کې ميشت وو.[۱]

په 2019 کال کي يو يونانی پاليونتروپولوجيسټ (انسان پوه) کاترينا هارواټی او همکارانو يي پدی باندي استدلال وکړو چې دوه 210,000 کلنۍ کوپړۍ چې د اپيډيما دغار څخه لاسته راغلې دا د نیاندرتالز په نسبت د معاصر انسانانو ښکارندوينه کوي، او دا پدي باندي دلالت کوي چې دوی د تمی خلاف ډير ژور تاريخ لری، مګر دا په 2020 کال کې د فرانسوي انسان پوه  مار انټونيټيټ لاملی Marie-AntoinettedeLumley  او د همکارانو له لوري رد شوه.[۲]

شاوخوا 60،000 کاله دمخه ، د سمندري آیزوتوپ دریمه مرحله پیل شوه، چې د بې ثباته اقلیم نمونو او د شنو دښتو په څېر د ځنګلي ځمکې ناڅاپي بیرته راستنیدو لخوا مشخص کېږي. [۳]

د ډبرو دوری لومړنۍ دلالت د پخوا د معاصر انسانانو کډوالی د اروپا لوي وچې د بالکان سيمی د بوهونيشين صنعتي سيمي ته ؤ چې 48,000 کاله د وړاندي پيل شؤ، په احتمال سره د ختيځ يمران صنعتي، او لومړني هډوکي په اروپا کې تقريبا 45–43 زره کاله وړاندي په بالغاريا، ايټاليا، او برطانيه کی ښودل شوي.[۴][۵][۶][۷]

لوديځ لور ته يې سفر څرګند نده چې، ايا دوي ډانوب Danube تعقيب کړو او يا د مدتريانی سمندر د ساحل په اوږدوکې ميشته شول. تقريبا45  يا 44 زره کاله وړاندي د پروټو-اګرينيشين Proto-Aurignacian کلتور په ټوله اروپا کې خپور شو، په احتمال سره چې دا کلتور د ختيځي احمرين Ahmarian کلتور نه پاتی شوي.[۸][۹]

40,000 زره کلونو دمخه د هينريچيوينټ4 Heinrichevent پيل سره (د ډير قوی بدلون دوره)، مناسب اوريګنيشين شايد په جنوبي مرکزي اروپا کې تکامل کړي وي، او په ګړندی ډول سره نور کلتورونه د اروپا په لويه وچه کې د هغوي ځایناستي شول.

دا د معصرو انسانانو څپه د ناندترټال او د هغوي دکلتور ځای ناستی شو. د ډانيوب په دره کې د اګرينيشين د سيموځانګړتياوي لږ تر لږه  په وسط کې دی، وروستيو عنعناتوته په پرتلی سره 35,000 کالو دمخه.[۱۰][۱۱]

د ګراويشين کلتور په تدريجي ډول سره د د اګرينيشين Aurignacian کلتو ځای ناستی شو، مګر دا واضح نده چې کله د اګرينيشين Aurignacian کلتور له منځه ولاړ ځکه چې دا په غير کافی  ډول سره بيان شوی.[۱۲]

د اوريګناکویډ "Aurignacoid" يا ايپي- اګرينيشين "Epi-Aurignacian" اوزار 18 نه تر  15پيړي په وروستيو کي وپيژندل شول.[۱۳]

او دا همدارنګه واضح نده چې ګراويشين کلتور اصل کوم ځای دی له کوم ځايه چې دا په قوی ډول سره کيدی شی له اګرينيشين څخه وی، ( نو پدی لحاظ شايد له هغي نه وی پاتی شوی). [۱۴]

په هر حال، جنيټيکې شواهد پدی دلالت نه کوۍ چې د اګرينيشين کلتور ټول غړي د ګراويشين د پيدايښت فرضيې د تکامل په شمول د له منځه تللي وي. په مرکزی اروپا کې له زيليشن Szeletian ( چې له بوهونيشين څخه يي وده کړي) چې له 41 نه تر 37 زره کلونو دمخه له منځه تللي، يا له احمرين يا دوي ته له ورته کلتورونو چي ختيځ ته نژدی او يا له کاوکاسس چې 40,000 کاله د وړاندی له منځه تللي دي راغلی وي. او دا لا زياد  د بحث وړ ده، چې لومړی پيښه يې چيرته پيژندل شوي، په پخواني فرضيي تقريبا 37,500  کاله وړاندي د جرمنی لپاره استدلال کيږي، او وروسته بوران کايا Buran-Kaya دريم د ډبرو خونې III rockshelter ځای په کريميا کې تقريبا 38  تر  36 زره کلونه دمخه ویل کېږي. په دواړه حالاتو کې، د ګراويشين منځ ته راتلل د حرارت د درجي له کميدلو سره سمون خوری.[۱۵]

همدارنګه، تقريبا 37,000 کاله دمخه د ټولو ورستيو وختنيو عصر اروپآيي انسانانو مؤسس نفوس وجود درلود، او اروپا ښايې په راتلونکو 23,000  کلونو کې په جنيټيکی انزوا کې پاتې شې.[۱۶]

سرچينې او ياداښتونه[سمول]

  1. Harvati, K.; et al. (2019). "Apidima Cave fossils provide earliest evidence of Homo sapiens in Eurasia". Nature. 571 (7766): 500–504. doi:10.1038/s41586-019-1376-z. PMID 31292546. S2CID 195873640. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. de Lumley, M.-A.; Guipert, G.; de Lumley, H.; Protopapa, N.; Pitsios, T. (2020). "Apidima 1 and Apidima 2: Two anteneandertal skulls in the Peloponnese, Greece". L'Anthropologie. 124 (1): 102743. doi:10.1016/j.anthro.2019.102743. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. El Zaatari, S.; Hublin, J.-J. (2014). "Diet of upper paleolithic modern humans: Evidence from microwear texture analysis". American Journal of Physical Anthropology. 153 (4): 570–581. doi:10.1002/ajpa.22457. PMID 24449141. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Hoffecker, J. F. (2009). "The spread of modern humans in Europe". Proceedings of the National Academy of Sciences. 106 (38): 16040–16045. Bibcode:2009PNAS..10616040H. doi:10.1073/pnas.0903446106. PMC 2752585. PMID 19571003. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Hublin, J.-J.; Sirakov, N.; et al. (2020). "Initial Upper Palaeolithic Homo sapiens from Bacho Kiro Cave, Bulgaria" (PDF). Nature. 581 (7808): 299–302. Bibcode:2020Natur.581..299H. doi:10.1038/s41586-020-2259-z. PMID 32433609. S2CID 218592678. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Benazzi, S.; Douka, K.; Fornai, C.; Bauer, C.C.; Kullmer, O.; Svoboda, J.Í.; Pap, I.; Mallegni, F.; Bayle, P.; Coquerelle, M.; Condemi, S.; Ronchitelli, A.; Harvati, K.; Weber, G.W. (2011). "Early dispersal of modern humans in Europe and implications for Neanderthal behaviour". Nature. 479 (7374): 525–528. Bibcode:2011Natur.479..525B. doi:10.1038/nature10617. PMID 22048311. S2CID 205226924. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Higham, T.; Compton, T.; Stringer, C.; Jacobi, R.; Shapiro, B.; Trinkaus, E.; Chandler, B.; Gröning, F.; Collins, C.; Hillson, S.; o’Higgins, P.; Fitzgerald, C.; Fagan, M. (2011). "The earliest evidence for anatomically modern humans in northwestern Europe". Nature. 479 (7374): 521–524. Bibcode:2011Natur.479..521H. doi:10.1038/nature10484. PMID 22048314. S2CID 4374023. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Douka, Katerina; Grimaldi, Stefano; Boschian, Giovanni; Angiolo; Higham, Thomas F. G. (2012). "A new chronostratigraphic framework for the Upper Palaeolithic of Riparo Mochi (Italy)". Journal of Human Evolution. 62 (2): 286–299. doi:10.1016/j.jhevol.2011.11.009. PMID 22189428. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Hoffecker, J. F. (1 July 2009). "The spread of modern humans in Europe". PNAS. 106 (38): 16040–16045. Bibcode:2009PNAS..10616040H. doi:10.1073/pnas.0903446106. PMC 2752585. PMID 19571003. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Higham, T.; Douka, K.; Wood, R.; et al. (2014). "The timing and spatiotemporal patterning of Neanderthal disappearance". Nature. 512 (7514): 306–309. Bibcode:2014Natur.512..306H. doi:10.1038/nature13621. hdl:1885/75138. PMID 25143113. S2CID 205239973. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Henry-Gambier, D. (2002). "The Cro-Magnon Human Remains (Les Eyzies-de-Tayac, Dordogne): New information on their chronological position and cultural attribution". Bulletins et mémoires de la Sociétéd'Anthropologie de Paris. 14 (1–2). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Henry-Gambier, D. (2002). "The Cro-Magnon Human Remains (Les Eyzies-de-Tayac, Dordogne): New information on their chronological position and cultural attribution". Bulletins et mémoires de la Sociétéd'Anthropologie de Paris. 14 (1–2). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Svoboda, J. (2007). "The Gravettian on the Middle Danube". Paleo (19): 204. doi:10.4000/paleo.607. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Fu, Q.; Posth, C. (2016). "The genetic history of Ice Age Europe". Nature. 534 (7606): 200–205. Bibcode:2016Natur.534..200F. doi:10.1038/nature17993. PMC 4943878. PMID 27135931. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Bicho, N.; Cascalheira, J.; Gonçalves, C. (2017). "Early Upper Paleolithic colonization across Europe: Time and mode of the Gravettian diffusion". PLOS ONE. 12 (5): e0178506. Bibcode:2017PLoSO..1278506B. doi:10.1371/journal.pone.0178506. PMC 5443572. PMID 28542642. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Péan, S.; Puaud, S.; et al. (2013). "The Middle to Upper Paleolithic Sequence of Buran-Kaya III (Crimea, Ukraine): New Stratigraphic, Paleoenvironmental, and Chronological Results". Radiocarbon. 55 (2–3). doi:10.2458/azu_js_rc.55.16379. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)