له متحده ايالاتو کډوالي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

له متحده ايالاتو کډوالي يوه بهير دی چې په دې بهير کې ځينو خلکو له امتحده ايالاتو څخه نورو هيوادونو ته د ژوند په موخه کوچېدلي دي او امريکايي ډياسپورا (له هيواده بهر امريکيان) يې رامنځ ته کړي دي. دا کډوالي متحده ايالاتو ته د سفر پر عکس دی. متحده ايالات کډوال نه تعقيبوي او په همدې بنسټ له هيواده بهر د امريکايانو شمېر يوازې په هغو شمېرو ولاړ دی چې کوربه هيوادونو خوندي کړي دي.

تاريخچه[سمول]

د متحده ايالاتو تر جوړېدو وړاندې د برتانيې او د هغې د مستعمرو او همدا راز د مستعمرو تر منځ د خلکو د تګ راتګ له کبله يو ډول امريکايي ډياسپورا رامنځ ته شوې. د امريکا د انقلابي جګړو پر مهال، ځينې امريکايي وفاداران په نورو هيوادونو کې ځای پر ځای شوي، په ځانګړي ډول په کاناډا او برتانيه کې. له برتانوي سترواکۍ څخه بهر په نورو هيوادونو کې مېشتېدا عادي وه، په ځاګړي ډول هغه خلک مېشتېدل چې سوکاله ژوند يې درلود، لکه بنجامين فرانکلين، چا چې کولای شول پاريس ته د متحده ايالاتو د ديپلومات په توګه د خپل سفر لګښت په غاړه واخلي.[۱]

نولسمه پېړۍ[سمول]

د ميلرز او کليپر د بېړۍ په مرسته امريکايانو کولای شول د سوداګرۍ په موخه په ټوله نړۍ کې سفرونه وکړي.

په برما کې ادونيرام جوډسون په څېر د نولسمې پېړۍ په لومړيو کې له هيواده بهر د مذهبي تبليغ فعاليتونه تر سره شو.

د ۱۸۱۲ز کال د جګړې په اږدو کې، ځينې امريکايي-افريقايی مريان د مستعمرو له سمندري ځواک سره يو ځای شول او د متحده ايالاتو پر ضد وجنګېدل. د دوی ازادي (د ۱۸۰۷ د پاڅون قانون سره سم) او په سويلي ترينيداد کې د دوی لپاره ځآنګړې شوې ځمکه د دوی انعام و. دوی او د دوی زوزات بيا د مريکينز  (Merikins) په نوم وپېژندل شول.

د نولسمې پېړۍ په منځ کې ډېری نيو اينګلينډرز هوايي ته وکوچېدل، د دوی د کوچ موخه کانګريګيشنل کليسا لور ته بلنه کول، سوداګري او يا په سمندر کې ښکار کول و. په پايله کې د امريکا خلکو د هاوايي حکومت نسکور کړ او له متحده ايالاتو سره يې پيوست کړ.

پر دې مهال، د امريکايي نېواګرې ټولنې په پيپر کوسټ په څنډو کې د ازادو شويو خلکو لپاره يوه مستعمره جوړه کړه چې د لايبيريا په نوم پېژندل کېده. د امريکايي ټولنې بنسټيزې موخې د اصلي افريقايانو مسيحي کول، د مريانو غېر قانوني سوداګرۍ ته پای ټکی اېښودل او له متحده ايالاتو بهر د افريقايي امريکايانو ځای پر ځای کول وو. د دوی زوزات بيا امريکو-لايبيرينز وګرځېدل او دوی بيا د تاريخ د دې سيمې د تاريخ په اوږدو کې په دې سيمه واکمني پېدا کړه.

د امريکا د کورنۍ جګړې پر مهال، ولسمشر لينکلن د کينساس له سناتور سامويل سي. پوميروای او د کورنيو چارو له وزير کالب برډ سميټ څخه وغوښتل تر څو داسې طرحه جوړه کړي چې تر مخې يې افريقايي امريکايان له متحده ايالاتو بهر ځای پر ځای شي. پيموروای د لينکونيا طرحه وړاندې کړه، چې په اوسني پاناما، چريکي ولایت کې به د لايبيريا ته ورته د ازادو مريانو يوه مستعمره وي. له دې وروسته چې نژدې هلته نژدې مرکزي امريکايي ملتونو له دې پروژې سره مخالفت څرګند کړ، دا طرحه ډېر ژر لغوه شوه. بيا هم، ۴۵۳ افريقايي کارکوونکي د برنارد کوک له خوا پر مخ وړونکې د شخصي نېواک د برخې د هڅې به توګه د هايتي Ile-à-Vache ته واستول شو. له بده مرغه، دا مستعمره هم ډېره کمه وپايېده ځکه چې کوچ تړون مات کړ. د ۱۸۶۳ز کال په پای کې، د مستعمرو ټول اوسېدونکي بېرته متحده ايالاتو ته راستانه شول.

له کورنۍ جګړې وروسته، د متحده ايالاتو د سويلي ايالتونو څخه زرګونه خلک برازيل ته وکوچېدل، چېرته چې مريتوب اوس هم قانوني رنګ درلود. دوی هلته د امريکانا په نوم يو ښار جوړ کړ او بيا د Confederados په نوم وپېژندل شول.[۲]

متحده ايالاتو هڅه وکړه چې په اسيا کې د خپلو اتباعو لپاره ځانګړي امتيازات خوندي کړي. دا چاره په ۱۸۴۴ز کال کې په چين کې د وانګا په تړون سره پيل شوه. لس کاله وروسته جاپان ته Commodore Perry واستول شوه او ورپسې د متحده ايالاتو او کوريا د ۱۸۸۲ز کال تړون رامنځ ته شو. امريکايي سوداګرو په يادو هيوادونو کې مېشتېدا پيل کړه.

د شلمې پېړۍ لومړي کلونه[سمول]

د فيليپين او امريکا د جګړې وروسته کله چې فيليپين د متحده ايالاتو برخه وګرځېده ډېر امريکايان فليپين ته کډوال شول.

سيسيل روډز په ۱۹۰۲ز کال کې د روډز تعلیمي بورس رامنځ ته کړ، تر څو د متحده ايالاتو، لويې برتانيې او المان ترمنځ له خپله هيواده بهر د زده کوونکو د زده کړې له لارې پراخه همکارۍ سره مرسته وکړي.[۳]

د جګړو تر منځ پړاو[سمول]

د لومړۍ او دويمې نړیوالې جګړې تر منځ، ډېرې امريکايانو، په ځانګړي ډول لېکوالانو لکه ارنسټ همينګوی، ګرټروډ ستاين او ايزرا پاونډ، امريکا ته کډه وکړه تر څو په کلتوري صحنه کې برخه واخلي.

اروپايي ښارونه لکه امسټرډام، برلين، کوپنهاګن، پاريس، پراګ، روم، ستاکهلم او وين د ډېرو امریکايانو کوربه وو. ډېری امريکايان، عمدتاً هغه چې نظريات پلوه او/يا پخه چپي سياستونو کې ښکېل و، همدا راز په هسپانوي کورنۍ جګړې کې يې برخه واخسته (عمدتاً يې د هيوادپالو پر ضد د جمهوري غوښتونکو ملاتړ کاوه)، کله چې دوی د اسپانيې په ماډريد او نورو سيمو کې اوسېدل.

ځينې امريکايان خپل اصلي هيوادونو ته ستانه شول، د امريکايي ليکوال/انځورګر اريک کارل مور او پلار هم په هغوی کې و چې المان ته ولاړل. د پرل-هاربر له بريد وروسته، زرګونه جاپاني-امريکايانو ونه شول کولای چې متحده ايالاتو ته ولاړ شي.[۴]

سړه جګړه[سمول]

د سړې جګړې پر مهال ډېری امريکايان په هغو هېوادونو کې د تل لپاره پاتې شول چېرته چې ډېری امريکايي عسکر مېشت و، لکه لوېديځ المان او سويلي کوريا.

د سړې جګړې پر مهال داسې دولتي پروګرامونو ته وده ورکړل شوه چې امريکايي ځوانان وهڅوي تر څو له هيواده بهر ولاړ شي. په ۱۹۴۶ز کال کې د فولبرايټ پروګرام رامنځ ته شو، تر څو کلتوري تبادلاتو ملاتړ وکړي او په ۱۹۶۱ز کال کې د پيس کارپس پروګرام جوړ شو، دا دواړه پروګرامونه د دې لپاره وو چې کلتوري تبادلې  او د مدني داوطلبانه روحيات وهڅوي.

د اسرايلو د دولت له منځ ته راتلو وروسته سل زره يهوديان سپيڅلې ځمکې ته وکوچېدل، چېرته چې هغوی د يو هيواد د جوړولو په برخه کې نقش ولوباوه. نورو امريکايانو د لبنان په څېر هيواد ته کوچ وکړ، بيا هم د دې لپاره چې په کلتوري صنحه کې برخه واخلي.

د ويتنام د جګړې په اږدو کې، نږدې سل زره امريکايان له دې کبله له هيواده بهر ولاړل چې له اجباري عسکري خدمت څخه ځان وژغوري، د دوی نوي سلنه کاناډا ته ولاړل. اروپايي هيوادونو، د بې پری هيوادونو په ګډون لکه ډينمارک، ناروی، سويډن او سويټزيرلينډ زرګونو هغو امريکايانو ته دپناه ورکولو وړانديز وکړ چې له جګړې څخه په تېښته وو. [۵]

د Miguel d'Escoto Brockmann، او د شپېتمو کلونو د سخت دريځو لکه Joanne Chesimard، Pete O'Neal، Eldridge Cleaver او Stokely Carmichael په څېر ډېر کم شمېر امريکايانو د سياسي لامونو له کهبله هيواد خوشې کړ او شوروي اتحاد، کيوبا يا نورو هيوادونو ته ولاړل.

په دې پړاو کې امريکايانو د مذهبي لاملونو پر بنسټ له هېواده بهر سفر ته دوام ورکړ، لکه ريچارډ جيمز، چا چې سلينکي اختراع کړی و، هغه د بايبل له ژباړونکو سره بوليوا ته ولاړ او د ګويان په جونزتاون کې د خلکو د عبادتځای رامنځ ته کول.

له سړې جګړې وروسته[سمول]

له سړې جګړې وروسته د ختېځې اروپا، مرکزي اورپا او مرکزي اسيا پرانيستې امريکايي سوداګرو ته فرصتونه برابر کړل. سربېره پر دې، په نړيوال اقتصاد د متحده ايالاتو له واکمنۍ سره سم، د ESL صنعت مخ پر وده روان شو، په ځانګړي ډول په نوو او نوو راڅرګندېدونکو بازارونو کې. ډېری امريکايان به د پوهنځي په پړاو کې د يو کال لپاره له هيواده بهر تلل او ځينې به يې له فراغت وروسته بېرته هېواد ته نه راستنېدول.

د عراق د جګړې ډېری تښتېدلو په کاناډا او اروپا کې پناه واخسته  او د ملي امنيت د ادارې رسوا کوونکي اډوارډ سنوډن رسويې ته وتښتېد.[۶][۷]

د ۲۰۰۸ز کال د مالي بحران له امله له مالي ستونزو سره مخ شوي زيات امريکايان له هيواده بهر تقاعد شول.[۸]

امريکايان ځوانان چې د اقتصادي رکود له کبله د دندو له سخت بازار سره مخ دي هم له هيواده بهر له کار کولو سره لېوالتيا لري.[۹]

د ۲۰۱۹ز کال د جنوري له مياشتې څخه د ګالوپ د نظر پوښتنې له مخې، شپاړس سلنه امريکايان چې څلوېښت سلنه يې له دېرش کلونو کمې مېرمنې دي، هيله لري چې له متحده ايالاتو ووځي.[۱۰]

د کډوالۍ لاملونه[سمول]

له متحده ايالاتو څخه د امريکايانو د کډوالۍ ډېر لاملونه دي. په اقتصادي لاملونو کې دنده يا د سوداګرۍ فرصتونه يا په بل هېواد کې د ژوند لوړ معيارونه شامل دي. ځينې نور يې د واده يا له يو بهرني سره د شراکت له  امله کډه کوي چې دا شرکت د مذهبي يا بشردوستانه اړيکو پر بنسټ وي، يا يې موخه له پېښو سره مخ کېدل او يا هم د يو جلا کلتور تجربه کول وي. ډيری يې له دې کبله بهر ژوند خوښوي چې د ژوند لګښتونه کم کړي، په ځانګړي ډول د روغتيايي پاملرنې لګښتونه يې د زغم وړ وي. له متحده ايالاتو څخه د کډوالۍ پرېکړه کېدای شي د دې لپاره هم وي چې خپل اصلي هيواد ته ستون شي تر څو د خپلې کورنۍ له غړو سره ژوند وکړي. په نورو لاملونو کې سياسي نه رضاييت، د خونديتابه اندېښنې او کلتوري مسائل هم شامل دي، لکه توکم پالنه. شونې ده ځينې امريکايان له دې کبله هم کډوال شي تر څو له حقوقي مسئولیتونو څخه وتښتي، په تېر کې عام پخوانی حالت له جبري عسکري خدمت څخه تېښته وه.[۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

سربېره پر هغو امريکايانو چې په پاخه عمر کې کډوالي غوره کوي، ډيری ماشومان په متحده ايالاتو کې د هغه مور او پلار کره زېږېدلي چې د لنډ مهاله کار لپاره دلته مېشت وي، يا نړيوال زده کوونکي دي او يا په طبيعي ډول له خپل مور او پلار سره بېرته خپل اصلي هيواد ته ستنيږي. له دې کبله چې د زېږېدو له کبله دوی د متحده ايالاتو تابعيت تر لاسه کوي، خو له دې هيواد سره مهمه اړيکه نه لري، دوی ته کله کله «تصادفي امريکايان» ويل کېږي.[۱۵]

د اسانه لاسرسي وړ موخې[سمول]

د متحده ايالاتو پر حدودو سربېره د متحده ايالاتو وګړي د مارشال په ټاپوګانو، ميکرونزي او پالاو کې هم د متحده ايالاتو او دې هيوادونو ترمنځ د ازاز يووالي د تړون له کبله د اوسېدو حق لري. دوی همدا راز د پرانيستې کډوالۍ تګلارې له کبله په ازادۍ سره کولای شي سوالبارډ ته وکوچېږي، خو په دې شرط چې وتوانيږي هلته استوګنځای او د ژوند وسايل تر لاسه کړای شي.[۱۶][۱۷]

هغه امريکايان چې نيکونه يې له ټاکلو هېوادونو لکه المان، ايرلينډ او ايټاليې څخه راغلې وي، کولای شي د ius sanguinis له لارې د تابعيت غوښتنه وکړي او هلته په ازاد ډول ولاړ شي.ان که په ځانګړو حالاتو کې ius sanguinis نه عملي کېږي، بيا هم د المان او اتريش هغه اوسېدونکي چې نيکونه يې د نازيانو د جرمونو ښکار شوي دي د تابعيت د تر لاسه کولو لپاره اسانه لاره لري. په ورته توګه، امريکايي يهويان کولای شي اسرائيلو د راستنېدو د قانون تر مخې اسرائيلو ته ولاړ شي.[۱۸][۱۹]

USMCA (او تر دې مخکې NAFTA) د متحده ايالاتو اوسېدونکو ته د ځينو محدوديدونو په لګولو سره اجازه ورکوي چې په کاناډا او مکسيکو کې د سوداګرۍ يا ځانګړو مسکلونو په برخه کې کار وکړي. په هر حال، د دايمي استوګنې تر لاسه کولو لپاره دوی بايد د يادو هيوادونو د کډوالۍ منظم شرايط بشپړ کړي.[۲۰]

سرچینې[سمول]

  1. The Loyalists, UShistory.org.
  2. The American Confederacy is still alive in a small Brazilian city called Americana, Business Insider, May 7, 2017.
  3. Oxford and the Rhodes Scholarships, Rhodes Trust, Office of the American Secretary.
  4. Mary Granfield (6 August 1990). "Hiroshima's Lost Americans". People. Time Inc. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ جنوري ۲۰۱۵. n the summer of 1945, there were 30,000 Japanese-Americans in Japan. Many were kibei, American-born children whose immigrant parents had sent them back to Japan before the war to receive a traditional education. Others had come to visit relatives. After the war broke out in 1941, they were unable to return to the U.S.; 110,000 of their American relatives, most of them on the West Coast, were confined in internment camps. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "President Carter pardons draft dodgers". History.com. د لاسرسي‌نېټه ۳۱ جنوري ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Patty Winsa (په February 8, 2015 باندې). More U.S. soldiers could be sent back for court martial on desertion charges. The Star.
  7. (په January 17, 2014 باندې). Edward Snowden: Leaks that exposed US spy programme. BBC
  8. Anna Robaton (November 20, 2013). "Feeling pinch back home, U.S. retirees pursue the American Dream abroad". CNBC. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Jonathan House (په October 6, 2014 باندې). Americans Don't Fancy Jobs Abroad. Oh, Except Millennials. Wall Street Journal
  10. "Record Numbers of Americans Want to Leave the U.S." Gallup. 2019-01-04. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Americans Abroad: Escaping or Enhancing Life?, UConn Today, August 7, 2020.
  12. Dreaming of retiring abroad? Here’s what you need to know, CNBC, September 14, 2020.
  13. Many Americans move abroad for health care—should you?, MarketWatch, March 12, 2019.
  14. Ghana to black Americans: Come home. We’ll help you build a life here., Washington Post, July 4, 2020.
  15. Joe Costanzo, Amanda Klekowski von Koppenfels (May 17, 2013). "Counting the Uncountable: Overseas Americans". Migration Policy Institute. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Entry and residence, Governor of Svalbard.
  17. Immigrants warmly welcomed, Al Jazeera, July 4, 2006.
  18. https://www.juedische-allgemeine.de/juedische-welt/erleichterte-einbuergerung-fuer-nachfahren-von-nazi-opfern/
  19. https://www.sueddeutsche.de/politik/staatsbuergerschaft-nationalsozialisten-verfolgte-pass-1.4581241 کينډۍ:Bare URL inline
  20. Chapter 16, Temporary entry for business persons, Agreement between the United States of America, the United Mexican States, and Canada, Office of the United States Trade Representative.